افغانستان

ملا برادر اخوند نن خوشي کیږي – د پاکستان خبرپاڼه

نن ټکی آسیا: تمه کیږي نن د شنبې په ورځ د پاکستان په زندان کي د طالبانو تر ټولو لوړ پوړی چارواکی ملا عبد الغني برادر چي په ملا برادر مشهور دی، د زندان څخه خوشي شي، د پاکستان څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چي ملا برادر ځکه خوشي کوي، تر څو په افغانستان کي د افغان دولت او د مخالفینو تر منځ یې د جوړ جاړۍ لپاره لاره هواره شي.

پاکستان وايي چي ملا برادر به په پاکستان کي خوشي شي، او تر هغو به پاکستان کي پاته سي، تر څو یی خوښه وي او بیابه هغي خواته سفر وکړي چي خوښه یې وي.

سرتاج عزیز ویلي وه چي ملا برادر به افغان حکومت ته نه سپاري، ځکه که هغوی ته وسپارل شي نو هغوی به په نوموړي پوره کنټرول ولري، او دا ټوله پروسه به سبوتاژ کړي.

نن ټکی آسیا ته رسیدلي خصوصي معلومات وايي چي ملا برادر باندي د پاکستان په بندي خانو کي ډیز فشار اچول شوی وو، تر څو خپل ځانته یو جلا تنظیم اعلان کړي او د مشر ملا محمد عمر مجاهد څخه خپله لاره جلا کړي، خو نوموړي دا ټول فشارونه برداشته ول او د طالبانو څخه یی د جلا والي او جلا تنظیم جوړولو سره مخالفت ښوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x