افغانستان

تورخم: درې ورځنۍ جګړه بې پایلې شوه؛ پاکستان په دروازې کار پیل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): پاکستان لپاره د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي او اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېوال د تورخم کړکېچ په اړه په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې پاکستان سره پر اوربند پرېکړه شوې، مګر پاکستاني لوري سره د تاسيساتو په جوړولو «ما هوکړه نه ده کړې.»

ښاغلي زاخلېوال په خپله فيسبوک پاڼه د تورخم کړکېچ او پاکستاني چارواکو د ليدو په اړه ليکلي: پرون ما د پاکستاني پوځ  له پلاوي سره په لاندې ټکو خبرې وکړې.

اول: اوربند، دويم د ستونزې په اړه په جګه کچه تماس، درېيم: د يو لوړپوړي هيئت په چوکاټ کې د خبرو له لارې د موضوع چټک حل. څلورم: د خبرو تر حل پورې د کار توقف.

ښاغلي زاخېلوال وايي، چې پاکستاني چارواکو سره يې د تاسيساتو په اړه توافق نه دی کړی.

افغان سفير زياتوي، چې ده د پاکستاني پوځ مشرتابه ته د تاسيساتو په اړه خپل ليک کې ليکلي.

«نه یواځی دا چی د توقع خلاف تاسی کار ندی درولی تر څو د خبرو له لارې حل ته فرصت ورکړی، بلکی په غلطه مو داسی ښودلې، چی ستاسېد کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر اساس شوی. زه ستاسې دا خبره په صراحت او وضاحت ردوم. که چیرې تاسې کار و نه ځنډوئ تر څو د خبرو د لارې د ا کړکیچ حل شي نو سر له نن نه دلیل نه پاتی کیږی چه زه دې اوسنۍ دندې ته دوام ورکړم. زه به د تورخم د موضوع او شخړی مکمل تفصیل عام کړم او د دی موضوع راتلونکې هر ناخواله عواقب به ستاسی په اوږو وي»

اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي، چې پاکستاني لوري د خپلو رسنيو له لارې داسې انګېرنه ورکړې، چې ګواکې د دغو تاسيساتو په اړه توافق ده کړی، په داسې حال کې، چې نوموړي د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې رد کړي او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه بايد لوړپوړي چارواکي خبره وکړي.

افغان سفير د يوې پوښتنې په ځواب کې ليکلي، چې پاکستاني پوځيانو د تورخم کرښې په صفري نقطه کې تاسيسات نه دي پيل کړي، بلکې له صفري نقطې پنځوس ميټره لرې دی، چې په دې اړه تېر کال ډيسمبر کې افغان حکومت د عدم اعتراض خبر ورکړی و.

د ښاغلي زاخېلوال په وينا د تاسيساتو په اړه پرېکړه له پخوا شوې وه او اختلاف يوازې په دې کې و، چې په صفري نقطه کې به نه جوړيږي.

له تېرو څلورو ورځو راهيسې د تورخم پر پوله د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ هغه مهال نښتې رامنځته شوې، چې پاکستان د تورخم پولې په صفري نقطه اغزن تار، ديوال او دروازه جوړول پيل کړل.

د دواړو لوريو ترمنځ درې ورځې جګړې وشوې او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته.

تېره ورځ د سرحدي ځواکونو سرچينو رسنيو ته وويل، چې مرکزي حکومت ورته امر کړی، چې نور دې پاکستاني پوځ سره جګړې نه کوي او اجازه دې ورکړي، چې خپل تاسيسات جوړ کړي.

د سياسي چارو شنونکو او ټولنيزو شبکو فعالانو د افغان حکومت پر دې پرېکړه سختې نيوکې کړي او دا يې له خپل ولس، هېواد او تاريخ سره «جفا» بللې ده.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسی چارو شنونکي ډاکتر فيض محمد ځلاند ليکلي، چې حکومتي مشرانو د خپل هېواد مېړني ځوانان پر پاکستان ووژل، هېڅ لوړپوي چارواکي يې په جنازه او فاتحه کې ګډون ونه کړ او بالاخره يې د هغوی له «وينو سره خيانت هم وکړ.»

ښاغلي ځلاند زياته کړې، که په دغه جګړه کې د اشرف غني، عبدالله او اتمر زامن وژل شوي وای، نو دوی به داسې پرېکړه هېڅکله نه وای کړې.

پېښور مېشتي ژورنالېست فاروق فراق په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې د تورخم پر پوله د پاکستاني پوځيانو له لوري د نوو تاسيساتو او دروازې جوړولو کوم کارونه روان ووو، درې برخې کار يې پوره شوی او څلورمه برخه کار يې تر بل امر پورې ځنډول شوی دی.

پاکستاني ژورنالېست حامد مير په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د تورخم کړکېچ د لنډ مهال لپاره کرار شو، مګر «زه دا اندېښنه لرم، چې راتلونکو وختونو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه نورې شخړې هم پيدا شي.»

د پاکستان له لوري د نوو تاسيساتو او دروازې لګولو په اړه د کورنيو چارو او دفاع وزارتونوو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د تورخم کرښې تر څنګ تېره ورځ د پکتيا پټان ولسوالۍ څخه هم داسې خبرونه ترلاسه شوي وو، چې پاکستاني پوځيانو په ارګوړي ستراتيژيکه سيمه کې نوي تاسيسات پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

لمړی : پاکستان د انګریزانو مستعمره ده ، تورخم کی د انګریزانو د مستعمری عسکرو سره په دی جنګ کوو چه مونږ د ډیورند کرښه نه منو ، خو د انګریزانو عسکر او ټانکونه کابل کی ګرځی پاتی افغانستان یی نیولی زمونږ مقری او برطرفی د انګریزانو په واک او لاس کی دی هغه خیر دی . د تورخم جګړه د دوه غلامانو جنګ وو ، انګریزانو د افغانی غیرت ، حیثیت او وقار د راشکته کولو او د خپلو ساعت تیریو د پاره رامنځټه کړی وو . دوهم : ښکاره خبره ده ، چه د پاکستان په غلامو چارواکو… نور لوستل »

غوربندی

د تورخم شخره د پشتنو پر ضد یوه خطرناکه دسیسه ده چی تر شا یی جنایتکاره تلواله أو اشغالگران لاس لری په دی معنی چی پشتانه او پشتنی سیمی د فلسطینیانو په شان نور هم محکوم او تر نظامی اقتصادی او جغرافیوی محاصری لاندی راولی. په پاکستان کی میشت مهاجرو (چی اکثریت یی پشتانه دی) سره به ظلم و زیاتی کیژی او په زور او وحشت به شرلی کیژی. په پشتنو سیمو کی به د اشغالگرانو د ظلم أو وحشت له لاسه سوک مهاجرت ته زره نشی شه کولای. د پشتنو سیمو بیماران به له بی شمیره ستونزو سره مخ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x