
د هلمند د امنیت امر د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): د هلمند ولایت د امنیت امر غلام جیلاني خروټي تېره شپه د کابل د ملي امنیت په روغتون کي د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړي ده.
تر دې وړاندي د هلمند ولایت چارواکو د جیلاني د روغتیا په اړه ډاډ ورکوی خوتېره شپه یې د هغه د مړني خبر ورکړ، نوموړۍ به په لښکرګاه کي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کښي خاورو ته وسپارل سي.
غلام جیلاني خروټی چي تازه د هلمند ولایت د امنیت د امر په توګه ټاکل سوی وو د رواني میاشتي په لومړیو کي د لښکرګاه – مارجې لاري د خلاصون په عملیاتو کي ټپي سو.
د نوموړي زغره واله هاموې د طالبانو د سړک غاړي ماین ښکار سوې وه چي له امله یې جیلاني خروټی د خپلو څلورو ساتونکو سره سخت ټپي سو او تېره شپه یې په کابل کي ساه ورکړه.
د هلمند امنیه قومندان اقانور کینتوز رسنیو ته وویل چي غلام جیلاني خروټی ډیر تکړه او باتجربه افسر وو، د نوموړي د هڅو په پایله کي د لښکرګاه – مارجې لار چي د څو میاشتو څخه بنده وه د امنیتي ځواکونو پر مخ پرانیستل سوه.