شعـــــرونه

غزل: محمد علي عمري

محمد علي عمري

دژوندون دغــــــــــه تېز رفتار ته سړئ څه وليکي
مرګ خو راځي دمرګ ولار ته سړئ څه وليکي

دپښتو زمــــــــــکه ده او جنګ دپښتنو ترمينځ دئ
تــــورخـــمــه ستاپر سينه وار ته سړئ څه وليکي

نعـــرې دسولې چـــــــــي وهي خو دعمل پر ميدان
دشیطانانــــــــــو اقتدار تـــــــــــه سړئ څه وليکي

زمـــوږ ماشومان یې کړو دعلم له روڼا بې برخې
دتـــــــورې شپې ودې ښامار ته سړئ څه وليکي

دار ته چــــي خیژي یو پښتون زړه مې په دار ځړيږي
نـــه پــه پـوهېږمـــه دې دار تـــــــــه سړئ څه وليکي

داسي ښکاريـــــږي دپښتو پــــــرضد لـــه هره لوري
دجنګ ودغــــــــه نــــــــوي کار ته سړئ څه وليکي

زه عمـــــــــــري دخپل وطن غــــمو پرسر واخيستم
حيران پردې یمــــــــه ویـــــــــار ته سړئ څه وليکي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x