sahaba

حضرت سفینه رضی الله عنه او دزمري بی وسی

حضرت سفینه رضی الله عنه چه هغه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم یوه خادم و یوځل د روم په ځای کی له خپل لښکر څخه پاتی سو او لاره ترینه ورکه سوه، هغه په یوه ځنګل کی دلښکر په لټه کی وه چه هغه ومومی خو په موندلو یی ونه توانیده، ناڅاپه دهغې په وړاندی یو زمري راغي حضرت سفینه رضی الله عنه وایی چه ما هغه زمري ته وویل:

ای ابوالحارث (دا دزمری لقب ده) چه زه درسول الله صلی الله علیه وسلم خادم او غلام یم او ما لاره ورکه کړې یعنی له لښکر څخه پاتې یم؛؛-

زمری چه دا خبرې واوریدې نو ولړزیده او دی مخته روان سو ترهغو لاړه چه حضرت سفینه رضی الله عنه ته یی لښکر وموند او هغه یی ورسره یوځای کړ.

دا دهغو خلکو داستان ده چه څوک دالله درضا لپاره له خپل کور څخه ووځی نو هوا کی مرغان، سمندر او سیندونو کی کبان او ځنګل کی زمریان او نور ټول ژوي ددوی خدمت کی وی ځکه دا ډول خلکو دالله جل جلاله رضا او خوښه لاسته راوړې نو دانسان او مسلمان بالخصوص ټوله موخه او هدف باید دالله رضا وی، کوم خلک چه دا رنګ ژوند تیروی نو ددنیا او آخرت سعادت او کامیابی به یی په برخه سی.

(البدایه والنهایه: ۶ /۱۴۷)

—————

(موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (حضرت سفینه رضی الله عنه او دزمري بی وسی

ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزي

د عبرت څخه ډکي کيسې (شپږمه کيسه) پر له پسې اوومه برخه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د