شعـــــرونه

جنتي خیالونه: سيد الهام

سيد الهام
 
د قلم څوکي ته سپارل مي جهادي خیالونه
په مینه مینه راته راغلل جنتي خیالونه

غازي زلمی راته  عمر غوندي ښاغلی ښيي
بلاسپېڅلي  دي  والله دا حماسي خیالونه
 
سم ورکي ناست یې د حرم دمنار سیوري ته یم
نظر یې مکړې څه کوي دا څه کوي خیالونه

نه چا بللی نه ورغلی نه ور تللی شمه
هلته مي وړي هلته مي وړي هلته مي وړي خیالونه

تر کاڼو سخته تر ګل نازک او تر برېښنا ګړندي
تر غرو اوچت دي دغازي زلمي زلمي خیالونه

تاندوي هڅاند وي ډير محتاط احتیاط په کار ور سره
ډیر ګټور هم ډير زیانمن وي د ځواني خیالونه

زړګی یې وچ کړې خو سړی له روا ژونده باسي
یو دنیا يي بل شیطاني او بل نفسي خیالونه
 
الهامه ! ذهن دي همیش ورته چوبړ کي لره
باسي د ظلم ریښې باسي عمر خیالونه
 
2016/05/29 پکتیا ګردیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x