شعـــــرونه

غزل: فضل الرحيم بلال

فضل الرحيم بلال

پری خوږه دي کړله شاته ژبه تیره
زماپه وینودي کړه چاته ژبه تیره

زه معصوم دخپل ارمان په لوري سروم
زماپرمرګ دي کړه قضاته ژبه تیره

موږدوخت ظالم دحق په تورمجرم کړو
رانه غوڅه یي کړه پاته ژبه تیره

دادکوم دوران سیاست دی چي خپل وژني
چي کړه چاطالب ملاته ژبه تیره

چاله سرنه دیتیم سیوری اخیستي
له خندایه ده ژړاته ژبه تیره

دلته ژوندمودسباپه تمه پاتي
بلال ځکه ده سباته ژبه تېره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x