fbpx

لوګرکې نهو ښوونځیوته د احاطې دیوالونه د جوړیدو په حال کې دي

 

د لوګر په څرخ او خروار ولسوالیو کې د ۹ ښوونځیو  ودانیو ته د احاطې دیوالونو پرجوړولو کار روان دی او۹۹ سلنه چارې بشپړې شوې دي. 

ښوونځیو ته د احاطې دیوالونو جوړول له هر لحاظه د ښوونځیو چارچاپیره ساحې خوندې کوي او زده کوونکو ته د درسونو د زده کړو له پاره لازم او مناسب چاپیریال برابروي. 

د لوګر د پوهنې  ریاست ویاند محمد شاهپورعرب وویل، چې د احاطې دغه دیوالونه د خواجه انګور،خواجه بلند، خروټي، ملاکۍ، پسپجک، میرک پنګرام، نوشهر، تختک او ګرمابه ښوونځیو ته د جوړیدو په حال کې دي.

عرب وایي، چې د دغو دیوالونو پرجوړولو ټولټال
۱۷۸۱۱۹۳۱ افغانۍ لګښت راځي ، چې د پوهنې وزارت د پوهنې کیفیت لوړولو ملي پروګرام ( ایکویپ)  له خوا ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال د دغو احاطې دیوالونو د جوړیدو چارې په چټکۍ سره روانې دي  او
۹۹ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

د
سمیع الله په نوم د خواجه انګور د ښوونځي یو تن زده کوونکی وايي، چې د ښوونځیو د احاطو په جوړولو سره به دوی له یوې خوا د فکري اخلاله وساتل شي او بل لوري ته به د دوی امنیتي ساتنه هم شوي وي.

هغه زیاته کړه،
چې موږ د احاطې جوړولو ته ډېر خوښ یو، موږ ورته ډېره اړتیا درلوده، په دې سره به د شاګردانو ته دوې ګټې رسیږي له یوه پلوه به يې ساتنه او محافظت وشي او بل لوري ته به يې ټوله توجه زده کړو لوري ته شي او بیدیا به يې فکر نه اخلالوي.

په لوګرکې لاهم شاوخوا
۱۳۳ ښوونځي د احاطې دیوالونه نه لري او دغه ریاست هڅه کوي ، چې د بودجې په پیدا کولو سره نورو ښوونځیو ته هم ورته دیوالونه جوړ کړي.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د