fbpx
afghanistan-team-trophy

افغانستان په کرکټ کې لومړې لیکه لري

دکرکټ ریکارډونو له مخې افغانستان په اوسني کرکټ کې دنړۍ هغه مخکښه کرکټ لوبډله ده چې دنړۍ دټولو هیوادونو په وړاندې یی په خپلو لوبو کې زیاتې بریاووې او په ښه اوسط لوبې ګټلي.
دکریک انفو ویبپاڼې دمعلوماتو له مخې چې افغانستان په نړیواله کچه د 2009 کال راپدیخوا 40 نړیوالې سیالۍ ترسره کړي چې په 22 لوبو کې یی بریاووې ترلاسه کړي او 18 یی بیا بایللې دي چې د ګټې اوسط یی 55 سلنه اعلان شوې.
پدې سره افغانستان دکرکټ نړۍ د واکمنو اسټرالیا ، انګلستان ، هندوستان او سویلي افریقې په څیر لوبډلو څخه هم د زیاتو او ښوو بریاوو له کبله مخکښه او لومړۍ درجه لوبډله اعلان شویده.

همدارنګه دریکارډونو دمعلوماتو له مخې چې دافریقې غوره لوبډله او د اسیا غوره لوبډلې هم دنړۍ دنورو لوبډلو څخه دزیاتو او غوره بریاوو په لیکه کې له افغانستان وروسته خو دنورې نړۍ هیوادونو څخه وړاندې دې.

پدې لیکه کې اسټرالوۍ لوبډله چې تراوسه یی 1639 نړیوالې سیالۍ ترسره کړي او تقریبا له نیمایی زیاتې 886 لوبې یی ګټلي او 508 یی بایلي د ګټې 54 اشاریه 5 سلنه اوسط لري او دبریاوو له مخې څلورم مقام لري.

پدې ډله کې بنګله دیش پنځم ، برموډا شپږم ، کاناډا اووم ، شرقي افریقا اتم ، انګلستان نهم ، هانګ کانګ لسم ، دنړې غوره لوبډله یوولسم ، هندوستان دولسم ، ایرلینډ دیارلسم ، کینیا څلورلسم ، نمیبیا پنځلسم ، هالینډ شپاړسم ، نیوزیلینډ اوولسم ، پاکستان اتلسم ، سکاټلینډ نوولسم ، سویلي افریقه شلم ، سریلانکا یوویشتم ، عربی متحده امارات دوه ویشتم ، ویسټ انډیز دری ویشتم او زمبابوې بیا پدې ډله کې له ټولو لوبډلو وروستې څلورویشتم مقام لري.

افغان سکور ویب پاڼه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د