د روژې مبارکه میاشت

د روژې مياشت

احمد الله عاطفي
دامبارکه میاشت دفضیلتونو او برکتونو سر بیره دګناهونو څخه دژغورنۍ ځانګړې میاشت دی.
د رمضان نیکمرغه میاشت د رحمت، مغفرت او له اور څخه د خلاصون میاشت، د تقوی، توبې، صبر او الله ته د ورګرځیدو میاشت، د شپې رڼولو، له الله سره د راز او نیاز، صدقاتو او په نیکیو کې د سیالۍ میاشت.
ددې مبارکې میاشتې ستر فضیلتونه خپله الله سبحانهُ وتعالی ، په عظیم کتاب قرانکریم کې بیان کړي دي.
لمړي داچې روژه دیو ځانګړی پیرزویني سره په محمدی( صلی الله علیه وسلم) آمت فرض کړی شوه او دا فرضیت که څه هم په
نیولو کې مشقت او تکلیف راوړي خو داجرونو او ثوابونو داسی منبع دی چې دهر ډول  وروستي خفګان او زورونوڅخه سبب دفلاح او خلا صون دی ،،او په دی میاشت کې چې کوم امتیازات او ارزښتونه پیر زو شوي، دهر جز په لاسته راوړلو سره ئې دکا میابې ټولې دروازې پرانستل کیږي، دلږ غور سره چې هغه به څنګه بد بخت وي چې دا مبارکه میاشت په خپل ژوند کې وویني او په اوله لسیزه کې دالله (جل جلاله) درحمتونو خزانې ترلاسه نکړي هغه هم په ډیر اسانه او ویړیا، په دویمه لسیزه کې د دپراخو عفوو او بخښنو مستحق ونه ګرځي او په دریمه لسیزه کې کوم چې دابدي ژوند سخت او بګونکې حالت سره ابدي مخکیدل دي له هغه نه ددې دوو لمړیو لسیزو نه په ښه استفادي خلاصیدل دي( د دوزق له اوره خلاصون).
الله (جل جلاله)څومره په محبت اعلان کوي ،چې ای زمامننکو بندګانو، پر تاسو مې روژه فرض کړه، او بیا دخپلو مومنو بند ګانو دزړه تسل په خاطر چې فکر ونکړي دا دتکیف عبادت یواځې پر تاسو فرض کړی شوی بلکه په وړاندنیو مومنانو هم فرض کړی شوی و، ،پر تاسو ددې لپاره چې دتقوی خاوندان شئ، ځکه چې ( والعاقبة للمتقین) داخرت ټول نعمتونه ددی دنیا دمتقیانو لپاره دي! الله اکبر ولله الحمد.
الله (جل جلاله) دروژی دعظمت په ښودلو مسلمانانو ته دمومنانو په صفت سره خطاب کوي،چې ایماني جزبه ئې راویښه اود روژونیولو مقاومت پکې پیداکړي، فرمايې:
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (۱۸۳ البقره).
ژباړه: اې مؤمنانو! پر تاسي روژې فرض کړاى شوې، لكه چي ستاسي څخه د مخکني پېغمبرانو پر پيروانو فرض کړاى شوي وې، ددې لپاره چي په تاسي کي د پرهېزګارۍ صفت پيدا شي
(تقوا داران شئ).
دالله جل جلاله دفرمان په اساس هیڅ یو امت له دی دروند مسولیت نه فارغ نه و ځکه چې روژه دجهادي  روزنې لپاره غوره مدرسه دی.
عظیم  ذات (رب العالمین) په دی مختصر جمله کې څرګنده کړې چې (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) دروژونیول دایما ن غوښتنه ده، دې تکلیف ته مومن ولی ورکوي او ګټی هم دمومن په برخه کیږي، که مومن یوه میاشت ددروژوپه نیولو او دنفسي خواهشاتو دمخنیوي ریښتینی تمرین وکړي، ټول عمر ئې له ګټې برخمن دی ، څوک چې خپل حلال او روا مال او نعمتونو نه ځان دالله (جل جلاله) درضا په خاطر په یوه ټاکلې نیټی او معین  وخت پوری له هر ډول ضرورتونو او خواهشاتو سره سره، چې کول ئې ورته هم اسان او ساده وي، خو دی ترې ځان ساتي، ایا دا به وروسته دپردیو او نورو حرامو ته چې لاسته راوړل ئې نسبتاً تکلیف او خواري هم غواړي، لاس اوږ د کړي ؟ نه هیڅکله نه .
رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)دی مبارکې میاشتي ته دصبر میاشت ویلي، دصبر بدله جنت دی، که څوک دروژی دمبارکې میاشتي له دریواړو لسیزو دګټونه برخمن شئ او په تکلیفونو ئې صبر وکړي، نودجنت دهغه دروازي چې ریان نومیږی په داخلیدوکې دالله رحمت سره هیڅ ډول ستونزه ونه ویني ،ان شاألله.
همدا راز درسول الله (صلی الله علیه وسلم) په متعددو احادیثو کې  دروژې او روژه دار فضیلتونه بیان شوي چې مونږ ئې دلته په یو مبارک حدیث بسیا کوو.
عن أبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ( صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ):  قَالَ اللَّهُ تعالی:  كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلَّا الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ وَالصِّيَامُ جُنَّةٌ وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَصْخَبْ فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ: إِنِّي امْرُؤٌ صَائِمٌ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ، لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ.
(متفق عليه)
ژباړه:له سیدنا حضرت ابو هریره نه روایت دی، چې وايې: وفرمایل رسول الله (صلی الله علیه وسلم): الله تبارک وتعالی فرمایلي دي: دانسان ټول نیک عملونو بدله د هغه لپاره دي،خو روژه په ځانګړي توګه  زما لپاره دی او ددي بدله زه ورکوم،ځینو بزر ګانو دا جمله داسي معنی کړي ده: الله سبحانهُ وتعالی فرمايې: د بني ادم دټولو نیکو اعمالو بدله دهغه لپاره شته ،خو روژه په ځانګړي توګه زما لپاره دی او ددي بدله زه یم، یعني دروژو په بدله کې به زه خپل بنده په خپل دیدارمشرف کړم اوپه رحمتونو به ئې ونازوم.
یقیناً روژه ډال دی ، دچاچي روژه وي ؟ نه دی جنجال کوي اونه دناروا او بي ځایه خبرې کوي، که چا ورته بدي خبری او جګړه ئې ورسره کوله؟ ورته دووائې: زما روژه ده.
قسم په هغه ذات چي، دمحمد (صلی الله علیه وسلم)روح دهغه په اختیار کې دی، دروژه دار دخولې بوي دالله (جل جلاله) په نږد دمشک له خوشبوئې نه زیات غوره دی.
روژه دار ته دوه خوشحالې په برخه کیږي، یوه هغه چې کوم وخت خپله روژه افطار کړي او بل هغه چې کله خپل رب سره مخامخ شي، دروژو په برکت به ورته زیاته خوشحالي نصیب شي.
ددي مبارکې میاشتې له ټولو نه ستر فضیلت ، عظمت او ارزښت دادی چې په دي میاشت کې قرانکریم نازل شوی دی، کوم چې دثقلینو سر بیره دټولو مخلوقاتو دهدایت مرجع  او د کایناتو دعظمت نښه دی.
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضاً أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.(۱۸۵ البقره)
ژباړه: دروژې میاشت هغه دی،چې په هغه کې قران نازل شوی؛ دخلکو لپاره لارښود، دهدایت څرګندي نښي او فرقان، نوچې څوک دا میاشت بیا مومي هغه دي روژه و نیسي او څوک چې ناروغ وي او یا په سفر باندي، نو پر ده له نورو ورځو دغه شمیر  پوره کول دي، الله تاسو ته داسانتیا اراده لري او دسختی اراده درته نه لري، دا ددي لپاره چې شمیر پوره کړئ او ددي لپاره چې  الله دهغه څه لپاره په لويي یاد کړئ چې تاسو ئې هدایت کړئ او چې شکر وکړئ.
ددي مبارکې میاشتي فضیلت او ارزښت دومره ستر دی چې رب العزت ئې ستاینه کوي چې په دی کې هغه کتاب نازل شوی چې تر قیامته دکایناتو برکت او دثقلینو(انسانانو او پیریانو) دهدایت او دمخلوقاتو دذکر او تسبیح ټول ارزښتونه پکې نغښتۍ دي.
دا مبارکه میاشت چې دالله جل جلاله درحمت، مغفرت او دبندګانو دخلاصون تر لاسه کولو ډیره اسانه او نږدی لاره دی، هر شیبه او هره ګړې ئې دومره قیمتي ده چې دلاسه وتو په صورت کې په هیڅ قیمت او صورت له لاسه ورکړې ګټه بیا ترلاسه نشۍ کړای…
او همدا راز الله(جل جلاله) فرمايې:
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ. (۱) وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ. (۲) لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ. (۳) تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ. (۳) سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْر. ( ۵)
ژباړه: بې شکه چې نازل موکړ دقدر په شپه. ۲- او څه شي ته خبر کړې چې څه ده دادقدر شپه. ۳- تر زرو میاشتو غوره ده دقدر شپه.۴- په دي کې را کوزیږي دخپل رب په اذن، روح او دهر کار فرشتې.  ۵- سلامته ده داشپه دسباوون تر ختو.
دروژو د نیولو وخت او حدود هم پخپله الله سبحانه ُوتعالی ښودلي،او دی امت ته ئې دارزښت اوځانګړ تیا په بخښلو سره چې تیر امتونو ته نوه ورکړل شوي،  فرمائې:
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ… ( البقرة: ۱۸۷)
ژباړه: له خپلو میرمنو سره  دروژې دشپي نږدیوالی(جماع) درته حلال کړی شوې، هغوي ستا سو لپاره لباس او تاسو د دوی لپاره لباس ئې، الله ته  معلومه ده،چې تاسو له ځان سره خیانت کولو، نوپر تاسو ( له خپل رحمت سره ) راوګر ځیدو او عفوئې درته وکړه، نو اوس لدوي سره مباشرت کوئ او هغه څه وغواړئ چې الله درته مقدر کړي(داولاد درلودو هیله) او خورئ او څښئ تر هغه چې دسباوون سپينه کرښه  له تورې  درته څرګنوه شي، بیا مو روژه تر شپي پورې پوره کړئ او له هغوي سره په هغه وخت کې مباشرت مه کوئ چې په مسجدونو کې معتکف وئ، دا دالهي حدود دي نو هغوي ته مه نږ دې کیږئ همداراز الله  خپل ایتونه خلکو ته بیانوي چې ځان وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x