افغانستان

پر زغره وال ټانګ چاودني څلور بهرني سرتیري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): په پروان ولایت کي د بهرنیو ځواکونو پر زغره وال ټانګ چاودني څلور بهرني سرتیري وژلي او ټانګ یې ویجاړ سوی دی.

د باګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي رسنیو ته په خپلو خبرو کي وویل چي د ماین چاودنه تېره شپه د باګرام هوایي ډګر پر هغو بهرنیو سرتیرو وسوه کوم چي په سیمه کي په ګزمه بوخت وه، نوموړۍ زیاتوي پېښه د باګرام ولسوالۍ په قلعه نصرو سیمه کي رامنځته سوي ده.

قدوسي د تلفاتو په اړه ناخبري وښودله.

بل پلو طالبانو هم د یادي پېښي په اړه خبر ورکړی دی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل سوي خبرپاڼه کي ویلي چي په یاده پېښه کي څلور تنه امریکایي سرتیري وژل سوي او د هغوی زغره وال ټانګ ویجاړ سوی دی.

تراوسه بهرنیو ځواکونو د تېري شپې د پېښي په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x