
د اردوګان حکومت الیکټروني فوځ جوړ کړی
نن ټکی آسیا: د وول سټریټ ژورنال د خبر سره سم د ترکیا ولس مشر رجب طیب اردګان د الیکتروني جګړو لپاره د 6 زرو په شمیر فوځ جوړ کړی.
دغه فوځ چي زیاتره حصه یی ځوانان تشکیلوي، ددوی کار به په فیس بوک، ټویټر، یوټیوب، انسټاګرام او نورو اجتماعي پاڼو کي د حکومت او واکمن ګوند لپاره تبلیغات کول وي.
په ترکیا کي د واکمن ګوند یوه مشر ویلي چي دوی په دې سره غواړي چي د ترکیا په ځوانانو کي د سالم سیاسي بحثونو رواج زیات کړي او په مجتمع کي رائجو غلطو افکارو مخه په مثبته توګه ونیسي، او د هغوی سره مقابله وکړي.