شعـــــرونه

سپينه ده

سيد الهام
.
سپینه ده نیکانو ته له نیکو نیک رهبر راځي
نوم به یې بدل وي خو په شان د ملا عمر راځي
.
خوشي زړه ښه کړی وي تیارو چي ګواکه ختم شو
لمر چي ماښام پریوږي سهار بیرته هغه لمر راځي
.
دا دښوخاصیت دی ښه رابولي پرځای ښه پریږدي
بد بدان رابولي هم وبدو ته بد تر راځي
.
غواړي شهادت ، شړي غلیم کوي رښتیا غزا
خود به ګران غازي مردک خوړلی په ټټر راځي
.
نه وي له مؤمن سره د تن او مال د زیان سودا
کله چي یې زوږ د تکبیرونو له ډګر راځي
.
زړه چي وي محفوظ د شیطانانو له فریبوځني
بیا د هر بنده حرکتونه برابر راځي
.
داد الله فضل دی الهامه ! بختور یې ته
دا چي دي و ذهن ته ستاینه د سنګر راځي
2016/06/01 پکتیا زرمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x