ورزش

سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۱۳۹ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د دریو هیوادونو تر منځ د یوه ورځنیو سیالیو د لړۍ شپږمه لوبه د سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۱۳۹ ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او د سویلي افریقا لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سویلي افریقا په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې د توپ وهوونکو غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۴۳ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره هاشم امله په ۹۹ توپونو د دیارلسو څلوریزو په مرسته ۱۱۰، ډی کاک په ۱۰۳ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۷۱ او موریس په یوازې ۲۶ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې. ډوپلېسېس په یوازې ۵۰ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۳ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره پولارډ دوه او ټېلر او براتویت یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د ویسټ انډیز لوبډلې توپ وهوونکو ښه لوبه ونکړه او په ۳۸ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لپاره یوازې چارلز غوره توپ وهنه وکړه. چارلز په ۴۱ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره عمران طاهر حیرانوونکې توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې لوبغاړو ته يي د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ. عمران طاهر خپل ۹ اورونو کې یوازې ۴۵ منډو ورکولو سره ۷ ویکټې واخیستې چې له همدې امله د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x