
امريکا پاکستان سره ۸۰۰ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د امريکا مشرانو جرګې د خپل هېواد دفاعي چارو لپاره نوې مالي بودجه تصويب کړه، چې په دې کې يې پاکستان سره د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره ۸۰۰ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه.
پخوا به امريکا پاکستان سره د ايتلافي هېوادونو په ليست کې مرستې کولې او د ايتلافیانو د مالي فنډ له پای ته رسېدو سره اوس امريکا پاکستان سره د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره ځانګړې مرستې کوي.
په تېرو درې کالو کې امريکا پاکستان سره له درې ميليارده ډالرو زياته مرسته کړې ده.
د امريکا پارلمان او مشرانو جرګې د وسلهوالو قواوو کمېټې دغه مرسته تصويب کړې ده.
د امريکا له لوري پاکستان سره دغه مرستې د ترهګرۍ ضد، په ځانګړې توګه د «حقاني ډلې» پر ضد د جګړې لپاره ورکړل شوي دي.
د امريکا مشرانو جرګې د حکومت له لوري پاکستان سره د مرستو وړانديز منلی او هېڅ بدلون يې په کې نه دی راوستی.
امريکا په داسې وخت کې پاکستان سره د اته سوو ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړه، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دواړو هېوادونو اړيکې پيکه شوي دي. پاکستان د هند او امريکا ترمنځ د شوي دفاعي تړونونو له امله اندېښمن دی.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز پر امريکا تور لګولی، چې امريکا يوازې هغه مهال پاکستان سره ښې اړيکې ساتي، چې پاکستان ته يې اړتيا وي.
د پېښو څارونکي وايي، له دې مرستو سره به يو ځل بيا د امريکا او پاکستان اړيکې خوږې شي او پيدا شوي بې باوري به تر يو ځايه له منځه ولاړه شي.