
د روژي یوولسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي
بسم الله والحمدالله
شفیق احمد ریان
د سعید بن جبیر رحمة الله تعالی علیه عنه شهادت !
د روژي په ۱۱ ورځ په ۹۵ هـ ق کال کي چي له ۷۱۴ میلادي کال سره سمون خوري مشهور تابعي تکړه دیني عالم سعید بن جبیر رحمة الله تعالی علیه د حجاج بن یوسف له لوري په شهادت ورسید .
۲- په خراسان کي د عباسیانو په خلاف د بغاوت پیل :
د روژي په ۱۱ ورځ په ۱۲۹ هـ ق کال کي چي د ۷۴۷ کال د مي د میاشتي له ۲۷ تاریخ سره سمون خوري ابو مسلم خراساني د خراسان خلګ د امویانو په خلاف بغاوت ته راوبلل .
۳- د چنګیز خان هلاکت :
د روژي په ۱۱مه ورځ په ۶۲۴ هـ ق کال کي چي د ۱۲۲۷هـ ق کال د اګست د میاشتي له ۱۵ تاریخ سره سمون خوري د مغلو د امپراطوري بنسټ ایښودونکي تیموجن د یسوکای زوي چي په چنګیز خان سره مشهور وو او د تاریخ له وحشي او خونخوارو څیرو څخه شمیرل کیږي مړ شو . نوموړي په ملیونونو مسلمانان په شهادت ورسول ، د بغداد په ګډون يي ګڼ شمیر ښارونه يي له خاورو سره خاوري کړل .
۴- د هلاکو له لوري خلیفه معتصم بالله ته د تسلیمي خبرداری !
د روژي په ۱۱ ورځ په ۶۵۵ هـ ق کال چي د ۱۲۵۷ میلادي کال د سپتمبر د میاشتي له ۲۱ تاریخ سره سمون خوري د مغولو د لښکر مشر هلاکو خان عباسي خلیفه معصم باالله ته خط واستاوه او غوښتنه يي ځني وکړه چي تسلیم شي او بغداد دوی ته وسپاري . هغه مهال اسلامي نړۍ د اوس په څير ټوک ټوک وه ، کوم داسي متحد ځواک مسلمانانو نه وو جوړ کړي تر څو د مغولي وحشیانو د یرغل مخه ونیسي ، د عباسیانو خلیفه چي په کلونو يي عیش او عشرت کي ژوند کړي وو او د جهاد لپاره يي هيڅ ډول تیاری نه وو کړي ، د مغولو د مقابلي توان يي نه درلود ښار يي له مقاومت څخه پرته مغولو ته وسپاره ، مغولو بغداد ښار کي قتل عام وکړ لکونو مسلمانان يي ووژل او بغداد ښار يي له خاورو سره خاوري کړ، هغه مهال بغداد د اسلامي خلافت او اسلامي تمدن مرکز بلل کیده ، مغولو د بغداد ښار له تباه کولو سره،سره په لکونو کتابونه هم وسوځل او سمندر ته يي وغورځول .
۵- د صفویانو ماتي :
د روژي په ۱۱ ورځ په ۹۸۶ هـ ق کال کي چي ۱۵۷۸ میلادي کال د نومبر د میاشتي له ۱۱ تاریخ سره سمون خوري د عثماني خلافت فوځيانو د قفقاز په شمال کي د شماهي په نوم جګړه کي صفویانو ته پریکنده ماتي ورکړله ، په دي جګړه کي ۱۵ زره صفويان ووژل شول .