افغانستان

افغاني عسکر د ناټو درې عسکر وژلي دي

نن ټکی آسیا: ناټو وايي چي ددوی درې تنه عسکر هغه وخت ووژل شول کله چي د افغان ملي اردو په یونیفارم کي یوه وسلوال پر دوی برید وکړ.

په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه درې تنه عسکر د افغانستان په ختیځ کي د افغاني عسکر په ډزو ووژل شول.

خو نور کره معلومات یی نه دي وکړي چي پيښه په دقیقه توګه چیرته رامنځته شوې، او یا دغه عسکر د کوم هیواد تابعیت لري، خو د افغانستان په ختیځ کې بهرني عسکر اکثره د امریکا سره تعلق لري.

باید وویل شي دغه بریدونه چي بهرنیان او بهرنۍ میډیا ورته بلو اون ګرین (blue on green) وايي، تیر کال یې د بهرنیانو او افغاني ځواکونو تر منځ پر یوه او بل باور له منځه وړی وو، او بهرنیانو د افغاني عسکرو سره ګډ اوسیدل او یو ځای فوځی عملیات د موقت وخت لپاره اودرولي وه، او هم ورسره بهرنیو عسکرو ته امر شوی وو چي هیڅ کله به په افغانستان کي بی وسلې نه ګرځي.

د امریکایانو او ناټو سره په افغانستان کي په مقاومت بوخت طالبان وايي چي دوی د ملي اردو په عسکرو کي زیات شمېر نفوذي کسان ځای پر ځای کړي، چي هر یو یې د خپل مناسب وخت او د طالبانو د مشرانو د اوامرو په انتظار دي.

د یادوني وړ ده چي پر بهرنیانو باندي د بریدکونکي عسکر په اړه هم تر اوسه څه نه دي ویل شوي چي د برید وروسته د کوم ډول برخلیک سره مخامخ شوی، ډیر ځله افغاني عسکرو بهرنیان ویشتلي او بیا یې تر طالبانو ځان رسولی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x