اساسي پوښتنې؟؟؟

 محمد قسیم ځیر

د درېمې نړۍ د نه پرمختګ له سترو لاملونو یو د چارو ګونګتیا او د مسایلو د جرړې ورکېدا ده. زمونږ هیواد هم د همدې نوملړ په سرنیو نومونو کې دی. د لیکلو ټکی خو لا پکې دادی چې د دومره څورب کلتور او پړقندي تاریخ سره سره هم د ستونزو زړي نه شو راباسلی.

فلسفه وايي چې هر علت یو علت لري او دا علت هم یو علت لري، زمونږ د تاریخي ناخوالو د توږلو یوه ارزانه او اسانه لارهم د علت، علت پیدا کول دي. نن که هرچاسره کېښنې نو لومړی به یې د صفر نه پیل کړي او وايي به چې افغانستان د کلتورونو او

تجارتونو څلورلارې او د جنوبي اسیا دروازه ده نوځکه پرې د وخت هر فرعون رادانګي. خو ایا دا جیوپولیټک، جیوسټراټیژیک او جیواکونومک موقعیت یواځې زمونږ دی او که نور ولسونه هم شته.

د استوانیا به ښه موقیعت د چا وي چې د اروپا په سر او د روسیې لاس لاندې پرته ده. د امپریالستي او کمونستي بلاکونو د میکروبي حساسیت په شتون کې هم د یو ملیون نفوس په لرلو سره د نړۍ په هوسا او بسیا هیوادونو کې راځي. مونږ هیڅکله او له هیڅا ونه پوښتل چې ولې یواځې مونږ د امپراتورانو تر تیغ لاندېدږو.

بله اساسي پوښتنه د پښتو ده. د پښتو پالنې ملي او شعوري خوځښت د امیر شیرعلي خان د دوهم ځل بادشاهۍ پیل شو او د محمد هاشم خان په صدارت کې خپل اوج ته ورسېد. چې تر اوسه په ښه ځوږ سره څپې وهي که څه هم چې ډیرخطرناک اغیز هم په ناپښتنو افغانانو پرېښود. تاسې د سلګونو په تعداد داسې کتابونه پیدا کولی شي چې پښتو کومه او څنګه ژبه ده، پښتانه څوک دي، پښتو چا چا پاللې او روزلې ده خو یو اثر یا یوه مغتنمه لیکنه چې ولې باید پښتو وپالم او د څه لپاره پښتوپالنه دومره مهمه ده ونه ګورئ او مونږ هرکلین دا باسخاس ونه کړ چې ولې دا خبرې دومره ارزښتمنې دي.

دریم بنسټیز سوال د ادبیاتو دی. رحمان بابا خان وه که ملنګ، حمید ماشوخیل وکه زخه خیل، پیرروښان مسجع نثر لیکه که مرسل، کاظم خان شیدا دیوان په څوم کال بشپړ کړ، لومړنی ناول نورمحمدترکي لیکلی که راحت زاخېلي، په کیسو کې د کریکټر ژبه او داسې په زرونو کتابونه او لیکنې شته ولې یوه باوري او علمي کتابګوټی به په سترګو درنه شي چې ادبیات څه مانا او څه ګټه لري. رحمان ملنګ وه که خان زما څه درد دوا کولی شي.په دومره لنډ او تنګ وخت کې ولې باید د خوشال په څلویښت زره بيتونو خپل ماغزه اوبه کړم او ولې باید ادبیات ولولم.

بله مشهوره پوښتنه د نفاق ده. د باچا خان بابا نه واخله مخکې پسې ځې او که وروسته هر افغان وايي چې زمونږ د ناکامېدو وجه بې اتفاقي ده. دوراني امپراتوري ځکه وشړېده چې سدوزیو شهزاده ګانو یوبل وخواړه او ورپسې محمدوزو هم دا د ترکستان لاره ونیوله، د هند افغاني حکومتونه هم اود میروس نیکه دولت هم د شامحمود او شا اشرف ځان غوښتنو لوټه

لوټه کړ. همدې رنځ له درباره تر بازاره د هرپښتون ستونی زندۍ کړی دی. دوسوه کاله مو ځان ته د نامتحد ولس په ویلو نایووالی په فطرت بدل شوی دی او اوس هم ډیر پوهان دا بدله تکراروي چې مونږ سره جوړ نه راځو ځکه ناکامېږو. مګر هیچا نه ټولنپوه نه ارواپوه او نه تاریخ پوه دا ولې ځواب کړه چې زمونږ د بې اتفاقۍ وجه څه ده ولې یواځې مونږ د نفاق زوزي یوو.

د لوستو او تحصیل کړو مشکل هم غټترین سوال دی. همدا لوستي دي چې اداري او اخلاقي سرغړونې او حد ماتونې دي چې ننی پوه نسل یې عامل دی. ددوئ لپاره خو د ناپوهۍ فساد ترې بهېږي، تعصب او کرکه هم دوئ توده ساتلې او داسې نورې په لسګونو معافیت هم نشته او دا یوه ډله هم نه ده بلکې زمونږ د ټولنې یو ډبل پوړ تشکیلوي. که رشوت ته اقتصادي او تعصب ته سیاسي وجهې ولټوو نو دښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دڅه سبب دی، د ملي ځلکدن په حق کې چپه خوله پاتېدل کوم لامل لري او داسې په بلا ډیرې ناسمۍ.

ډیر داسې خلک ګورو چې خپله ډوډۍ خوري او ماشومان اوبو نیولو ته ودروي سره د دې چې ښه سم مسلمانان او کتابخوانده ګان دي له دې هم خبر وي چې حضرت محمد (ص) دوړو سره په کاسه کښېناسته خو دوئ نه له ځانه او نه ترې چا دا ولې وپوښتل چې څنګه دې په دې ناروا غاړه زوروره شوه.

د تاریخ سکالو ددې ډلې بل ستر او بېخڅیزبحث دی. احمد شاه بابا هند ته دومره سفرونه وکړل، د پاني پت جګړه په دې کال پېښه شوه او د مرهټوو د پيلانو شمیر دونه وه، شاه زمان د هند نیولوته منسوبې جوړولې چې په کورني اخ وډب واوښت، دریاخان او ایملخان د هند د سلطنت خوبونه درلودل، بایزید روښان به ویل چې هرچا سره آس وي راځي دې د ډېلي تخت زمونږ دی، میروس هوتک په ژوند د صفوي اصفهان د غورځولو وصیت کړی وه. اخر ولې مونږ سره د جګړو دومره شوق وه، ولې احمد شاه بابا د هیواد تعلیمي بهیرته پاملرنه ونه کړه ، د څه لپاره مو ډېلی دومره خوښ وه دا او داسې پوښتنې شته چې

ځوان نسل پرې د خپلو اسلافو نه بېرارۍ ته هڅوي. سره ددې چې د هند فتح کولو ته ډیرې اساسي او مقدسې انګیزې وې ولې یو کتاب پرې هم ونه لیکل شو. او دا ولې هر چاسره شته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د