نظــر

د افغانستان-پاکستان د کړکیچنو اړیکو ژورتیا – رستم شاه مومند

لیکوال: رستم شاه مومند؛ په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر

د هغو افغانانو پرمخ د تورخم بندر تړل چې پاکستان ته د داخلیدلو قانوني اسناد ونه لري، همېشه د دواړو هیوادونو په اړیکو ګڼ اړخیز تاثیرات درلودلي دي، دغه تاثیر اوس په سرحد کې د هغه کړکیچ په بڼه لیدل کیږي چې په پایله کې يې د پاکستان پوځ د یوه جګړن د شهادت غمیزه رامینځته شوه.

پاکستان ته د راتلونکو افغانانو لپاره د قوانینو په ایښودلو کې د پاکستان دلیل ډیر ساده دی. ګڼ ترهګریز اعمال هغو افغانانو ته منسوب شوي دي چې په غیر قانوني ډول پاکستان ته داخلیږي او د هغو کسانو پر وړاندې سخت قوانین وضع شوي دي چې له اسنادو او هویت پیژندنې پرته له تورخم را اوړي.

خو یو شی باید له یاده ونه وځي چې د ۲۲۵۰ کیلومټره اوږدې پولې په امتداد د عبور او مرور ۲۳۵ دروازې شتون لري، اما ګمرکي او سفري اجراءات تنها د تورخم او چمن په دروازو کې تطبیقیږي. که څوک په پاکستان کې د ترهګریزو اعمالو د ترسره کولو نیت لري هغه به ډیر ساده وي چې د تورخم او چمن له بندرونو را پورې وځي او د پولې دواړو غاړو ته د لسګونو امنیتي چارواکو په مینځ کې ځان خطر ته ورکوي. ترهګر او د هغوی ملاتړي پاکستان ته د راداخلېدو لپاره بدیلې لارې استعمالوي.

دوهمه دا چې واقعیت دا دی چې په تېرو لسو کلونو کې د هغو افغانانو شمېر چې په پاکستان کې يې په بریدونو کې لاس لرلی په ډیره مشکله یو فیصد ته رسیږي. اکثره ترهګریز بریدونه یا د پاکستان په داخل کې پلان شوي دي او یا هغو پاکستانیانو ترسره کړي دي چې په افغانستان کې يې پټنځای موندلی دی.

بله مهمه موضوع چې مونږ یې باید په اړه فکر وکړو هغه د امکاناتو موضوع ده. ایا مونږ دومره بشري قوه، ساحه او اسانتیاوې لرو چې هره ورځ ۱۰۰۰۰ ویزې د تورخم غوندې ځای کې وپلټو او وڅارو، هغه ځای چې د خیبر درې په خوله کې موقعیت لري او سلګونو باروړونکي لارۍ په دواړو غاړو کې ولاړې وي او چلوونکي یې د پنځو-شپږو اداراتو څخه خپلې ترانسپورټي چارې راخلاصوي؟

د تورخم په پوله وروستی رامنځته شوی تاوتریخوالی به د پولې دواړو خواو ته پرتو خلکو تر منځ دښمني او کرکه راپيدا کړي. له افغانستان سره دښمني د پاکستان لپاره احتمالي اوږدمهاله ناوړه اغېزې لري، په ځانګړي ډول په هغو پروژو چې ډير ستراتيژيک اهمیت لري، لکه د کاسا-۱۰۰۰ او ټاپی پروژې، او که دغه حالت دوام وکړي ښايي  ډیر منفي  اغېز پرې وکړي. د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز چې د پاکستان د زیربنا او انرژۍ په برخه ډیر مهم دی هم به غیر مستقیم ډیز اغېزمن شي.

د افغانستان او پاکستان سرحد باندې د پولې اداره او کنټرول یا بارډر منجمنټ لپاره نور اغېزمن اقداماتو ته اړتیا ده. اسلام اباد تر دې دمه نه دی توانېدلی چې له نوې ډیلي سره په مثبتې اړیکې پراخه کړي، له ایران سره پر پوله خندق کیني؛ په دغه حال کې د افغانستان سره د پولې پر سر تشنج پیدا کول به یواځې دې ته لاره پیدا کړي چې په دغه هېواد کې د پاکستان ضد فکر نور هم زیات کړي.

سوال دادی چې  زموږ په دې کې څه ګټه شته چې په نړیواله کچه ځان تجرید کړو او خپل داسې انځور [نړیوالو ته] وړاندې کړو چې موږ له خپلو ګاونډیانو سره یوځای ژوند نه شو کولای؟

په پاکستان د دې هر څه ژور اغېز ته په پام؛ د افغانستان په خوست ولایت کې ۱۵۰،۰۰۰ پاکستاني کډوال اوسیږي. دغه قبایل افغانستان ته ډیر په اسانه اوښتي دي، ځکه بل لوري ته هم همدغه قبایل اوسیږي او هغوی [افغانانو] په دې اعتراض نه دی کړی چې دوی [وزیرستاني او نور کډوال] په دغه هېواد [افغانستان] کې له دې کبله چې په سیمه کې یې پوځي عملیات روان دي او د دوی ژوند له خطر سره مخ دی، کډوال شي. همدا راز ۱۵۰ زره ته نېږدې ماهر او تکړه پاکستاني کارګر په افغانستان کې اوسیږي او ډیری یې سفري اسناد نه لري. دواړو لورو ته داسې قومونه پراته دي چې د ډیورنډ کرښې سره جلا کړي دي. ګډ او مشترک قومیت هم تر ټولو لوی عامل دی. د هغه تړون له مخې چې د افغانستان او برتانوي هند تر منځ په ۱۹۰۵ز کال کې لاسلیک شوې، د ډیورنډ دواړو خواو ته په پنځه میله کې پرتو ولسونو څخه هېڅ د دې غوښتنه نشي کېدلای چې د پولې یو او بل خوا ته په ورتګ اسناد وړاندې کړي، دوی ته اجازت ورکړل شوی و چې له کوم مخنیوي پرته د پولې دواړو خواوو ته سفر وکړي. افغانستان په دې نظر دی چې دغه تړون اوس هم په افغانستان او پاکستان چې د برتانوي هند خلف دی، باندې عملي دی . په افغانستان کې د پاکستان ضد نظریات او احساسات د څو بېلابېلو وجوهاتو له کبله نور هم زیاتیږي. د یوې وروستۍ سروې له مخې په افغانستان کې د پاکستان د محبوبیت فیصدي یواځې ۳.۶ وه. ایا دا باید زموږ لپاره خبرداری نه وي؟

بله موضوع د افغان کډوالو ده، له هغه وروسته چې په کوټه کې یو شمېر افغان جاسوسان نیول شوي، په رسنیو کې د پوځي او امنیتي شننونکو له لوري دا غږونه را پورته شوي چې باید افغان کډوال په زوره له هیواده وشړل شي. دا خبره په لومړي ځل د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر وکړه، نوموړي وویل چې افغان کډوال که په خپله خوښه له پاکستان څخه ونه وځي، دوی به یې په لغتو وهلو وهلو له هیواده وشړي. په دې موضوع کې د وزیر د سختو او بې خونده کلمو د انتخاب پرته، دی او دده په نظر نور خلکو دا نه ده درک کړې چې دغه کډوال د افغانستان له داسې سیمو څخه را کډه شوي کومې چې د طالبانو دمقاومت له کبله هیڅ امنیت نه شته، او چیرې چې حکومتي ادارې لکه مکتبونه، سړکونه، روغتونونه له کاره لوېدلي. ددوی چې کورونه نړيدلې، دوی بله چاره نه لري بېله دې چې کډوال شي. د دې هر څه سره سره هم افغانستان ته د کډوالو په خپله خوښه بیا ستنېدلو لړۍ روانه ده، په اوسط ډول هره میاشت ۲۰ زره افغانان خپل هیواد ته ورګرځي.

دوی چې دلته ۳۰ کلونه تیر کړي، اوس موږ غواړو چې دوی په زور له هیواده وشړو، ایا دا به د پاکستان پر خلاف ډیره غوسه او غضب نه را وپاروي؟ ایا په نړیوال قانون کې داسي یو څه شته چې کډوال دې له خپل هیواد څخه په زور وشړل شي؟ ایا داسي یو کار به د پاکستان د تیرو کلونو قرباني او مېلمه پالني ته ضرر ونه رسوي؟ دلته بیا د ناثبت شویو کډوالو پوښتنه مطرح کیږي، کوم چې زمونږ د چارواکو د نااهلۍ او نه رسیدګي له کبله نه دي ثبت شوي، ایا ناثبت شوي افغانانو ته په دې وجه سزا ورکړل شي چې ولې دوی زمونږ د چارواکو د نا اهلیت او سستۍ له کبله نه دي ثبت شوي؟

یوه ورځ هم داسې نه تیریږي چې بې ګناه افغان کډوال دې د پولیسو له لوري نه وي ځورول شوي، دغه افغانان اکثره هغه دي چې په لسګونو کلونه یې دلته تیر کړي، غریبي کوي، دکانداران دي او یا هم د سړکونو او لارو پر غاړو توکي پلوري. ددوی ته تر نیول کیدو وروسته هیڅ قانوني حیثیت نه ورکول کیږي او بې له محکمې توقیف کیږي، په داسې حال کې چې کیدای شي همدوی د خپلې کورنۍ لپاره یواځېنی روزي ګټونکي وي.

په داسې حال کې چې هر هیواد د خپلو سرحداتو ساتلو پوره حق لري، او کولای شي چې د امنیت خوندي کولو په خاطر یو نظام را منځته کړي، خو غوره به وي چې دغه نظام ددواړو هیوادونو په تفاهم را منځته شي. ډیر کله مونږ پر لنډ مهاله امنیتي اندېښنو باندې لویې پریکړې کوو، خو د هیواد اوږمهاله ستراتیژيکو ګټو ته مو پام کم کړی وي.

دواړه لوري باید پر خپلو پریکړو تجدید نظر وکړي، مخکې له دې چې اوبه له ورخه تیرې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

شهادت هر چاته اوهر جنګ کی نه ملاویږی او دومره ارزانه هم نده دا زمونږ په دماغونو کی لکه چی دجالی میدیا خپل مقصد حاصل کړی ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x