
۲۱ سپتمبر نه تر ۲۱ سپتمبر پوري
سپتمبر د افغانستان لپاره د مهمو پیښو زیږنده میاشت بلل کیږي تر ټولو مهمه او د افغانستان د روان جنګ مسببه پیښه ۹/۱۱ هم پدي میاشت کښۍ رامنځته شوي. خو نن به مونږ دسپتمبر ۲۱ هم وڅیړو چۍ دا ورځ د کومو وقایعو شاهده ده او زمونږ لپاره څه درسونه پکښي نغښتي دي.
د 11سپتمبر پیښي وروسته ټوله نړي دیته منتطره وه چۍ ددۍ پیښي مسولیت به څوک په غاړه اخلي او یا به ددي پیښي لپاره څوک مسؤله ګنل کیږي. هماغه وو چي یوولس ورځي وروسته ۲۰ سپتمبر ۲۰۰۱ امریکا اعلان وکړ چي ددي پیښو ترشا د القاعده لاس دي او اسامه بن لادن ددي پیښو مسؤل دي، ددي ترڅنګ یی طالبانو ته دا اخطار هم ورکړ چي اسامه بن لادن زر تر زره مونږ ته وسپاري که نه حکومت به مو له منځه لاړشي.
طالبانو هم بلا خوف و تردد په ۲۱ سپتمبر ۲۰۰۱ د امریکا دغه اخطار رد او دهیڅ قسمه ډکټیشن اخستلو څخه انکار وکړ.
دغه ورځ او دغه جواب پر طالبانو او په ټوله اسلامي نړي دامتحانو یوه پیلامه وګرځیده هماغه وؤ چي د ډارنو هوا اووته ۲۲ سپتمبر ۲۰۰۱ سعودي او عربي اماراتو د طالبانو منحیث حکومت رسمی پیژندنه منحل اعلان او د دوي سفیرانو ته یی زر تر زره د وتلو امر هم وکړ.
دا د امتحان او مشکلاتو لړي همداسي روانه وه پرافغانیستان نظامي یرغل وشو،د طالبانو مشران او کشران د تورلست بندیوان شول د دوي تر واک لاندي ټولي سیمي ددوي له ولکي څخه ووتي، ددوۍ په وژلو او بندۍ کولو داسی شروع وشوه چي په نوم طالب او مجاهد پسي شپه او ورځ تلاش روان ؤو.
دپاکستان او افغانستان زندانونه پر دوي ډک شول حتي د ګوانتانامو قفسونه هم پر دوي وه آزمويل شول ددي ټولو مشکلاتو دوي په پوره صبر او استقامت سره مقابله وکړه.الله پاک په خپل فضل او نصرت سره مجاهدینو ته قوت ورکړ او د دوي بریاوی پیل شوي دشمن مخ پر زوال شو دکامیابي امید یی مړاوۍ شو، هماغه ؤو چۍ د خپلو کړنو په جبیره کولو یی شروع وکړه د ټیټی کچی بندیان یی آزاد کړل له نورو نیونو څخه لاس په سر شول د طالب او مجاهد پر وجود یی اعتراف وکړ حتی چي د خبرو او مذاکراتو ضرورت یی هم محسوس کړ او د مجاهدینو لپاره د سیاسي دفتر په لرلو هم راضي شول خو دي لړي توقف ونکړ بلکه پدي باب خو تر ټولو وروستي او مهم اقدام خو د پاکستان له لوري دطالبانو د لوړپوړي چارواکي ملابرادر دخلاصولو پریکړه وه. (ټاکل شوۍ ده نن ۲۱ سپتمبر ۲۰۱۳ ملا برادر د زندان څخه آزاد کړي شي)
ددي خبر په اوریدلو سره زما ذهن هغه ۲۱ سپتمبر ته لاړو چي دطالبانو لپاره د قیامت صغری پیلامه وه او نن ۲۱ سپتمبر د طالبانو مشر ددي لپاره آزادیږي چي بیا پرفعالیت شروع وکړي د دوي رنځ دوا او مشکلاتو ته يي د حل لاره ولټوي.
یقینا چي دا حالت زه د مجاهدینو لپاره لویه کامیابي او ده دشمن لپاره يی رسوا او شرمناک شکست ګڼم خو پدي ځاي کښي زه خامخا دا قرض هم ادا کول غواړم چي دبندیانو په مسله کښي پاکستان زمرنږ قرض داره وؤ ، قرض داره دي او قرض داره به وي.
وؤ ځکه چۍ تر هر چا ډیر د مجاهدینو په نیولو، زندانۍ کولو او شکنجه کولو کښۍ پاکستان خپله وظیفه په صحیح توګه سرته ورسوله، قرض داره دي ځکه چۍ د بل هر زندان په نسبت د پاکستاني زندانو څخه راخوشي شوي مجاهدین په انتهایی خراب روحۍ او روغتیايي حالت اخته وي او د خلاصیدو وروسته هم ځان آرام او مطمین نه احساسوي او قرض داره به مو وي ځکه چي پاکستان زمونږ ډیر ورونه داسي بندي خاني ته هم اچولي که دوي وغواړي هم له دۍ بند څخه هغوي نشي آزادولي، داسي یی ویده کړي چي هیڅ کله یی لدي خوب څخه نشي پاڅولي له کورنیو څخه یی داسي جدا کړي چي بیا یی د اولادو سترګی نشي پري پخیدلاي.له ملګرو څخه یی داسي شکولي چي بیا يی هیڅ وخت په غیږ کښي نشي ټینګولي.
دا هغه ډله مظلوم بندیان دي چی د پاکستان په زندانونو کښی په شهادت رسول شوي او د شهادت وروسته یي هم په زندان کښی ساتلي تر څو کورني یی له آخري دیدن څخه محرومه او د جداي دغه رنځ یی همیشه په زړونو تازه پاتي شي، د قبر په بند یي هم تسلي نه ده شوي د قبرستان څخه یی قبر ورک کړي تر څو د دوي قبر هم آزاد نه وي.
دا د هغه قربانیو او مشکلاتو څو بیلګی دي چي مسلمانانو دا حالات د ۲۱ سپتمبر نه تر ۲۱ سپتمبر پوري راورسول.
لیکوال: ابو حدیر