د روژې ځيني هغه ماتوونکي چي نوي رامنځ ته سوي دي

له عربي سايټونو څخه د عبدالمالک همت راټلونه، لنډون او ژباړه

لکه چي پوهيږو په اوسمهاله نړۍ کي د انسانانو د ژوندانه په هره برخه کي نوي پرمختګونه سوي او نوي شیان ورسره رامنځ ته سوي دي. په دې لړ کي ځيني هغه شيان هم دي چي روژه نيوونکي يې کله ناکله استعمالوي، خو په پخوانۍ فقه کي يې په اړه څرګندوني د هغو د نوي والي او اوسمهال توب له امله نه دي سوي، اما اوسمهالو فقهای کرامو يې په اړه د قرآن او نبوي صلی الله عليه وسلم سنتو له مخي او پخوانۍ فقهي ته په کتو او قياس او د هغې له احکامو څخه په ګټه اخيستنه نظرونه ورکړي دي. موږ د درنو لوستونکو د ګټي اخيستني او معلوماتو لپاره د ځينو دغو نوو توکو په هکله لنډ معلومات وړاندي کوو، هيله ده ستاسي د ګټي اخيستني وړ او د لوی څښتن د خوښۍ موجب وګرځي.

لومړی: هغه توکي چي د خولې له لاري د روژاتي بدن ته ننوزي:

۱.  ايفوهيلر EVOHALE چي په عربي بخاخ الربو ورته وايي:

what-is-asthma-picture

دا هغه آله ده چي له اوبو، اکسيجن او کېمياوي موادو څخه مرکب درمل پکښې وي او د نفس تنګۍ د ناروغۍ د درملني لپاره خولې ته د عطر پاشونکي غوندي پاشل کيږي. د فقهاوو په راجح قول والله اعلم روژه نه ماتوي.

۲. هغه ګولۍ چي د زړه د ناروغيو لپاره تر ژبه لاندي ايښوول کيږي:

2_163

په راجح قول والله اعلم روژه نه ماتوي.

۳. د انډوسکوپۍ آله: دا هغه طبي آله ده چي اړوند ډاکټران د هغې پيپ د خولې له لاري ګېډي ته دننه کوي او د نس التهاب، ټپ او داسي نور په معلوموي.
۴

په راجح قول والله اعلم روژه نه ماتوي.

يادونه: هغه آله چي ډاکټران يې د ناروغ مقعدي ته دننه کوي، څو بواسير او نوري ناروغۍ په معلومي کړي هم  په راجح قول والله اعلم روژه نه ماتوي.
۴. د ډاکټرانو له خوا د (Cardiac Catheterization) په نامه هغه عمليه چي د زړه په عضلو يا شريانونو کي د خرابۍ د تشخيص يا علاج په موخه د بدن اړوند ځای ته د يو ډول اوږده او نرم او ډېر نري پيپ په ننايستلو تر سره کيږي، روژه نه ماتوي.

۵

دوهم:

۱. هغه شيان چي د پوزي له لاري بدن ته ننوزي

۶

راجح قول والله اعلم دادی چي دغه شيان که ګېډي ته ورسيږي روژه ماتوي.

۲. اکسيجن ګاز: دا يو ډول هوا ده چي ناروغ ته يې ورکوي او زياته برخه يې تنفسي جهاز ته ځي. راجح قول دادی والله اعلم چي روژه نه ماتوي.

۳. هغه شيان چي د پوزي له لاري يې بوی کشوي.

dn6hdhmo

په دې هکله قول هماغه دی چي د ايفوهيلر EVOHALE په اړه ورکړه سوی دی او مخکي څرګندوني پر وسوې. پر دې بنسټ دغه کار روژه نه ماتوي.

۴. په پوزه کي موضعي درمل، لکه مرهمونه او داسي نور روژه نه ماتوي.

درېيم: هغه شيان چي غوږ ته اچول کيږي:

۱. د غوږ څاڅکي. په دې اړه راجح قول والله اعلم دادی چي روژه نه ماتوي، ځکه نوي طب څرګنده کړې ده چي د غوږ او نس ترمنځ کوم منفذ نسته. هو، دا هله چي د غوږ پرده نه وي څيري سوې.

۲. د غوږونو پرېولل: د دې حکم هماغه د غوږ د څاڅکي حکم دی، خو چي د غوږ پرده نه وي څيري سوې. که د غوږ  پرده سورۍ وي بيا نو نس ته منفذ رامنځ ته کيږي او په دې صورت کي د غوږ په پرېوللو سره روژه ماتيږي.

څلورم: هغه شيان چي سترګو ته اچول کيږي:

۱. په سترګو کي د اوبلنو درملو څاڅکي اچول په راجح قول والله اعلم روژه نه ماتوي.

پنځم: د غاښونو اړوند مسايل:

۱. د غاښ ايښوول روژه نه ماتوي. خو ښه داده چي روژاتی دغه کار تر روژه ماتي وروسته وکړي.

۲. د غاښ کښل روژه نه ماتوي، خو په روژه کي د غاښ کښل مکروه دي اما که د ډېر درد له امله د غاښ کښلو ته اړتيا پيدا سي، نو مکروه والی له منځه ځي. البته که روژاتی په يقين سره پوه سو چي له دې امله يې څه شی نس ته ورسېد، بیا دي د روژې قضا راوړي.

۳. د لايزر په واسطه د غاښونو علاج پر روژه باندي کوم اغېز نه لري، مګر داچي له دې امله روژاتی د درملو کوم څه تېر کړي.

شپږم: هغه شيان چي د پوست (جلد) له لاري بدن ته ننوزي:

۱. پېچکاري: دغه پېچکاري ډوه ډوله ده:

(الف) هغه پېچکاري چي په پوست او غوښه کي لګيږي او غذائيت ونه لري، روژه نه ماتوي.

( ب) هغه پېچکاري چي په رګ کي لګيږي او غذائيت ولري. په دې کي راجح قول دادی والله اعلم چي روژه ماتوي.

يادونه: هغه پېچکاري چي د شکري ناروغ ته يې لګوي روژه نه ماتوي.

۲. انستيزي يا بې حسه کول: دا څو ډوله ده:

(الف) د پوزي له لاري جزئي بې حسي. لکه چي ناروغ داسي ماده بوی کړي چي پر اعصابو يې اغېز وکړي او بې حسه يې کړي. په دې کي راجح قول دادی والله اعلم چي روژه نه ماتوي.

( ب) هغه جرئي بې حسي چي تر پوست لاندي، د بدن دردمنو ځايونو ته د پېچکارۍ په لګولو سره ورکړه سي او د ناروغ د درد احساس له منځه ولاړ سي، نو که دا بې حسي موضعي وي (د بدن يوه برخه بې سده کړي)او کلي نه وي(ټول بدن بې حسه نه کړي) روژه نه ماتوي، ځکه په دې سره نس ته څه نه ننوزي.

۸

( ج ) په رګ کي داسي درمل تزريقول چي سمدستي اغېز وښندي او په څو شېبو کي د ناروغ عقل له منځه يوسي، نو که دا موضعي وي او ټول بدن بې حسه نه کړي روژه نه ماتوي، ځکه په دې سره نس ته څه نه ننوزي.

( د ) د ټول بدن بې حسه کول: که روژاتی له دې امله ټوله ورځ بې سده وو، نو روژه يې نه صحيح کيږي، خو که ټوله ورځ نه وو بې هوښه او يو څه ورځ پر سد وو، نو روژه يې صحيح ده.

۳. د پښتورګو(بډوډو) پرېولل او پاکول:

دغه چاره په دوو ډولو ترسره کيږي:

(الف) د پښتورګو پرېولل د يو ډول طبي ماشين په ذريعه چي” hemodialysis “(د ويني تصفيه کوونکی) يا” Artificial kidney “ (مصنوعي بډوډی) ورته وايي. ډاکټران د هغه ناروغ چي پښتورګو يې کار پرې ايښی وي، وينه د دغي وسيلې په مټ همدې وسيلې ته راباسي. دغه وسيله د ناروغ وينه له مضرو موادو څخه تصفيه کوي او بېرته يې د ناروغ بدن ته د هغه د رګ له لاري لېږدوي او د دې عمليې په ترڅ کي يو ډول مغذي مايعاتو ته اړتيا پيدا کيږي چي د ناروغ بدن ته يې د هغه د رګ له لاري ورکوي.

۹
( ب ) د يوه بل ډول ماشين چي ”  “peritoneal dialysis ورته وايي، يو ډول کوچنی پيپ د خېټې د نني خواته دننه کوي، بيا د دغه پيپ په ذريعه دوه لېټره اوبلن مواد چي ګلوکوز او داسي نور وي ګېډي ته دننه کوي، څه مهال په ګېډه کي پاته کيږي، بیا يې را باسي او دغه عمليه په يوه ورځ کي څو ځلي تکراروي.
۱۰

په دې  دواړو صورتونو کي راجح قول والله اعلم دادی چي روژه ماتوي.

اووم: هغه درمل(اماله او نور ټابلېټونه) کوم چي د دبري او يا د ښځي د فرج له لاري استعماليږي

۱۱ررر

په راجح قول والله اعلم روژه نه ماتوي.

د ښځي د رحم د پرېوللو حکم هم دغسي دی.

اتم: د روژې په حال کي بل چا ته ډېره وينه ورکول د ځينو اوسمهالو عالمانو په نزد روژه ماتوي، خو د ځينو نورو په نزد يې نه ماتوي او د نه ماتولو حکم يې والله اعلم غوره دی.

۱۲

نهم: د طبي معايناتو لپاره د ويني اخيستل روژه نه ماتوي.

لسم: هر هغه شی چي پر اور يې واچوي او خوشبويه دود وکړي او نور عطرونه روژه نه ماتوي، خو که روژاتی خوشبويه دود په قصد سره استنشاق کړي، روژه يې ماتوي. ځکه په دې ډول دود نس ته ځي.

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د