نظــر

سیافه ! که ته مزدور نه یې نو ……. !!!

sayyaf-attackاستاد یاسر چې  دسیاف  تنظیم  دسیاسي  کمیټي  مشراوپه عین  حال کې  داتحادتنظیم  دمالي  تمویل  یو پیژندل شوي سرچینه  وه  چې  په خپلو مخلصانه  هڅو اوالله  ورکړي ژبي په  توسط یې له  اسلامي  هیوادونو اومخلصوشتمنو مسلمانانوڅخه  په هره میاشت کې  په  میلونو ډالراوریال دسیاف  خزاني  ته  راوړ ل،  اوس  که  څه  هم   داسلامي  امت هغه  نومیالی  هستی  دمرګ  اوژندپه  ګونګوسوکې قرار لري ؛ خو دهغه   خبري  اودحقایقو زریني  کرښي  خورا ځلنده اودامت  په  زړه کې نقش دي.

هغه  به تل  ویل  چې  مابه  له  استادسیاف  سره  په شوراوو اومجالسو کې  په  همدې  ټکي  زیاته مناقشه  کوله  اوماته  به  یې  لږ  پراخ نظری  هم وایه  ،  چې  دخدای  په  لحاظ  داسې  ژرژر خلک  مه  تکفیروی ، خصوصا هغه  افغانان  چې  په غرب  کې  اوسي  لکه  پخوانی  ( پاچا ظاهرشاه) ، استاد یاسربه  ویل  چې  زه ترپایه  له  سیاف  سره  په  دې  خبره  کې  موافق  نه وم  چې  ظاهرشاه کافر دی ، ځکه مابه پخوانی  پاچا عیاش  اوفحاش  باله  اودفساد نسبت  به  مې  ورته  کاوه  ، خوسیاف  به  ویل  چې  نه  یاسره  !  دظاهرشاه  په ارتداداوکفرکې  یوه  زره  هم  شک  اوشبه  نشته  !!
استاد یاسر  به دپیغور په  ډول  سیاف   ته  ویل  چې  (  زه  په  استقامت  کې  بلکل  پخوانی  پاچا ظاهرشاه  ته  تسلیم  یم  ، ځکه  هغه  څلویښت  کاله  پخوا هم  دهغه  نظام  چې  دعوه  اوعقیده یې  پرې  درلوده  ولاړ وو اودادی  څلویښت  کاله  ورسته  هم  دهماغه  مدعا اودریځ  په رڼا کې  افغانستان ته  راغی  اودهغه  نظام  بابا جوړشو چې  څنګه  یې  غوښتنه  درلوده ؛  خوسیافه  تا خو دغه ډول  نظام  لیدل  دخودکوشی  په  مانا باله  اوویل  به  دي  چې  دغرب  صفته  نظام  دموټر ارابه  به  اول  زمونږ په  ککرو اومریو تیریږي  اوبیا به افغانستان  ته  داخلیږ ی ؛ولې   نه  داچې  تاخپله ککره  دکابل د  امریکايي نظام په  مخالفت  کې  خاوري  نکړه ، بلکې  همدغه  نظام  ته  داستحکام  پل  جوړشوي  اودهغو ککرو دخاوري  کولو لپاره  دې  مټي  رابډوهلي  چې  څوک  دغه  امریکاډوله  نظام سره  مخالفت  لري  !!!
درنو لوستوالو :   سیاف  په دې ورستیو کې دپخوانی ټلوالي دوژل شوي مشر احمدشاه مسعود د۱۳ تلین په  نمانځه غونډه کې  په نوروچټیاتوسربیره طالبانوته د  مزدورانونسبت وکړ   اوځان یې ازاداومستقل  شخص وباله..
نو راځۍ !  دسیاف  همدغه  خبره چې طالبان دپردیو مزدوران دي دحقایقو په  رڼاکې له  هغه  څخه  وپوښتو اوبیا فیصله په  تاسي لوستوالو وکړو چې  اصلي  غلام اودپردیو معلوم الحاله  مزدور اوګوډاګی څوک دی او ایاپه رښتیاهم  سیاف دتاریخ  په  اوږدوکې  یو مستقل اوازاد شخصیت پاتې شوی ؟
داستادسیاف دغلامی سلسله اودپردي ترشا دمعامله ګیریوړومبی اوپه ثبوت رسیدلی  دلیل  په ۱۳۵۸ کال  کې له حفیظ الله امین سره چې دکمونیست رژیم  مشروواوزمونږ دزرګونو مسلمانانوقاتل اودکی جی بی لوی جلاد وو، رابرسیره شو ځکه شرمناکه  معامله اومعاهده یې ورسره  وکړه اوبیا له زندان څخه  ازادشو .
دتعجب  ځای  دادی چې  حفیظ الله  امین !  تنها دڅرخي  پله  په  جهنمي  زندان کې  اسلامي  نهضت  اواخوانیت  ته  منسوب  ۱۴۰ تنه  مهم غړي چې زیاتره  داستادسیاف  همځولي اوشاګردان وواوله سیاف سره په یوه بلاک کې اوسیدل  له  تیغه  تیرکړل ، خو سیاف  نه  داچې  له  زندان څخه  روغ  رمټ  ووت  ، بلکې  ترتورخم  پوري  په  ځانګړي روسی  والګاه  کې  هم  راورسول  شو اوبیا په  پیښورکې  داتحاداسلامي  دګوندرهبر جوړشو، نودی دې ووایي چې  حفیظ الله امین سره له دومره   برالا معاملې ورسته  هغه د غلامی اوګوډاګیتوب   له طوق  اوحلقي څخه  څنګه  ځان باسي اوایادغلامی  لړی یې له همدې ځایه  پیل نشوه  ؟ .
لدې ورسته  دی دومره  له فریب  اودوکي  ډک  وچې  دپیښور دمهاجرینودیوه کیمپ    په  یوه  خاورینه  کوډله  کې  یې واړول ، دخلکو دجذبولو اوپه  خاص  ډول  دعربانو دخپلولوپه خاطر به  یې تل  دمزري  خولی  په سر اودمزري  په  فرش  ناست  و ، په  همدې  چلبازی  یې   هم  اکتفا ونکړه دعربانو دتشویق  او مسخرکول لپاره یې خپل  نوم  چې  عبدالرسول  وو په  عبدالرب  رسول  باندې  واړاوه  ، ځکه  چې  بیابه  عربان وايي چې  داستادسیاف  په  نامه  کې دشرک  اوبدعت  وهم  موجوددی ، نوووایه  سیافه !  که   په رښتیا هم  ته  مزدور نه واي نو دغه  تصحیح تاپخواولې نکوله !!
عربانو چې  کله ستا مداریتوب  ولیده  اوهم  یې  په  تاکې  دوهابیت  دځالې  دجوړیدا عنصرپیداکړ نو پرته  له  کوم فکر اوسوچ  څخه  یې تاته  ته  ددریم  عمر لقب  درکړ او اکثره عربانو چې  په  هغوی  کې  داسلام  مینه  رښتیني اومخلصانه وه  داخبره به یې په  دعاګانوکې  همیش  کوله  چې  یاالله  مونږ ټول  دسیاف  په  مخ  کې  قربان  کړي  خوسیاف  ته کومه  صدمه  ومه  رسوي  ، ځکه  چې  بیا به  په امت کې  داسلامي  خلافت هیلي  څوک ژوندی  کوي اوبیاتا له همدغو عربانوسره څه وکړل !!
  دهجرت  په  مهال تا ( سیافه )  یوه دارالافتا جوړه  کړي وه چې په نورو فتواووسربیره یې یوه فتوا اوس هم زما په یادده اوتابه همیش دغه فتواې دخپلې مصنوعي تقوا دځلولوپه خاطرزمزمه کوله ، هغه  دا چې عکاسي  اوفلم برداري په اسلام کې حرامه  ده  اوڅوک چې په فرهنګي کمیټه کې  دغه کارسرته رسوي هغو ته  معاش  نه  ورکړل  کیږي ، اوبیا چې کله  اسلامي  امارت سقوط شو اوستا په  دعوت  امریکایانو افغانستان اشغال کړستاد  پورته  فتوامصداق  خودسرپه  سترګوهرچا ولیدلوچې څومره ورته ژمن اومتعهدپاتې شوي ؟
له بل هرچا دمخه دې  دلوی تلویزون اودفلم  برداری  عصري دستګاه اوسرچینه  تاسیس کړه اوهغه لوی  عکسونه  خو موهم  ولیدل  چې  دخپلې  کاندیدی  لپاره دې څومره پلن  اوسورورجوړکړي اودکابل  په  څلورلاروکې  نښولي وو،
 همدارنګه  دپخواني پاچا ظاهرشاه په  اړه سیافه ستا  موقف چې داسلام له  دائیري دې وتلی باله  ، په پغمان کې  هغه  ته  له بې سره اوبې شانه  میلمستیانه څه ظاهرشو؟  ډاکټرسپنتاخوهرځای داخبره دیوه پیغورپه ډول درته کوي چې ماتراوسه  دظاهرشاه لاس نه دی چپ  کړی خواستادسیافه  تازماپه  مخ  کې   دپغمان په  میلمستیاکې دظاهرشاه لاس چپ کړ !!؟
 نو ووايه چې  حرام  اوحلال اواسلام  اوکفرتاته څومره  مطرح دی!!؟ اودخپلو ګټو اوسیاست چلولولپاره  دغلامی  طوق اوستاپه عقیده شرکي حرکات  څومره خونداومزه درکوي ؟
کله چې  په  پیښورکې دمجاهدینو عبوري حکومت  جوړیده ، هغوعربي هیوادونو چې  دوهابیت دترویج په  لټه اوهڅه کې  وو ولې دجهادي تنظیمونو له استاځو اومجلس  نه په کلکه  غوښتنه کړې وه  چې  که  سیاف  مودموقت  حکومت  دړومبي وزیرپه  توګه  وټاکه  نوپه ړومبي  قدم کې  به  ۴۰ میلونه ډالردرکړو اوکنه یوه ریال هم درباندي  حرام دی ، هماغه  و چې  ته  د۴۰ میلونو ډالرو په  بیه ړومبی  وزیر وټاکل شوي اوبیا دې چې  څومره لویه شوکه  اوداړه ماري وکړه  اودمجاهدینودحکومت  ټوله بودیجه چې په میلونو ډالره وه هضم  اونوش جان کړه هغه خوپرځای پریږده؛ نو ووایه  چې په دغسي  یوه شرمناکه  حالت  اوجنایت  کې  ته  بیاهم  یومستقل  شخص  پاته  کیدلای شي ؟
دهجرت پرمهال دې دپاکستان له  ړومبی وزیرې  بېنظیربهټو سره  ترپایه   په دې دلیل  ونه  کتل  چې  هغه  یوه نامحرمه  ښځه  ده  اوله پردی ښځې  سره  دسړي  کتل  ناروادي، خوچې  کله  امریکايی دیمکراسي  چې  ته  ورته  اسلامي  جمهوریت  وايی  راغله  غاړ ې دې  بندي  چې  له  څوسوو خارجي  اوفاحشو ښځو سره  دې وکتل  اوناستي  پاستې  دې  ورسره  وشوي  ، دغه فتوا اوتفاوت دې  له  کوم  ځایه  راوویست  چې  له  میرمن  بهټو سره  دې  نه  لیدل  ځکه هغه  نامحرمه وه  خو دامریکا دبهرنیو چاروله  وزیرې  هیلرې  سره  دې  په  لاس  ستړې  مشي  کوله او دخپلو مصارفو اوغوښتنو لیست  به  دې  ورکاوه  !!؟
ښکاري  چې  اصلا ددین  حکم  اواسلامي  ارشادات  ترهغه  بریده  خپل  شعارجوړوي  چې  شخصي  مداریتوب  دې  پکې  ځلیږي  اومادي  زیان  نه دررسوي  ، ولې  له  بیخه  اوضمیره  خو پوهیږي  چې  ته  څومره  لوی  غدار اوغلام یې ؟
دتیرو۱۳ کلونوپه  اوږدوکې چې  نیږدې یونیم لکه  مظلوم افغانان امریکايي وحشیانو شهیدان اویونیم میلون یې شکنجه کړل ، په  ودونو ، ختمونو ، جنازواودعامو افغانانو دموټرونوپه  کاروانونوچې څومره امریکايي بمونه  وورول شول اوممنوعه وسلې پرې وکارول شوي ، افغاني عفت اوعصمت لوټ شو اودبګرام په  هوايي ډګرکې دعظیم الشان قران سوونونسخوته وحشي امریکايي عسکراورونه واچول ، سیافه ! تاکومه  ورځ په دغو جنایتونو تلفظ وکړچې امریکایانو ظلم  اوتیری کړی اوله افغانانو سره خواخوږي څرګنده وي ، نو ووایه  چې  اوس بایدمزدورڅوک یادکړل شي ؟
سیافه تا داببولالا هم  وکړه چې دطالبانوپه مقابل کې ځکه جنګیږي اومخالفت ورسره کوي چې دطالبانو په مخابروکې ۱۳ ډوله ژبي اوغږونه اوریدل کیږي ، خوستاپه  دعوت چې  دامریکا اوناټو یرغلګري لښکري راغلي ایادهغوی مخابري  په ۴۹ ژبو خبری نکوي ، سیافه ! ۱۳ ژبي ډیري دي که ۴۹ ؟ که  ته  مزدورنه یې  نوبیا د۱۳ په ځای ولې د۴۹ په مقابل کې نه جنګیږي !!
ته وايی چې زه مستقل اوازادیم ، که  داخبره رښتیاوي  نوبیا ولې په  ټوله میاشت کې  له پغمان څخه یوځل هم کابل ښارته  نه  راځي ، بلکې صرف  دکرزي  دملي  امنیت  په  شورا، دمسعودپه  تلین  اویاچې کله بوش  اواوباماپه سفر راشي  نوسټ دې مړنیولی وي هغه هم  دکرزي په  هلیکفترکې راځي ، ته  خپل  دغه  حالت  ته  کوم نسبت ورکوي ،ایاته  ځانته له یوبین المللي  بزدله  انسان اومعلوم الحاله  حلقه بګوش  غلام څخه  علاوه  بل څه  نوم  اوعنوان  ورکولای شي  ؟
رازاق مامون چې یووتلی ژورنالیست دی اوستایو اندازه انډیوال هم دی  هغه په  خپلې یوې لیکنې وايی چې  زه یوځل سیاف ته  دمرکي لپاره ورغلم  ، دپوښتنو په  دوران کې مې له  هغه  وپوښتل چې  دبشري حقوقوسازمانونه  همیشه  تا  دبشري حقوقو لوی ناقض  بولي ، که  چیري هغوی تاکومي بین المللي محکمي ته  وغواړي نوتیاريي چې  حاضرشی اوځواب ووايي ، مامون وايي چې  سیاف وویل  چې  هو بلکل به  حاضرشم اوکوم مانع نه ویني ؛ دمامون په  خبره  په  همدې  وخت  کې  سیاف  په  ډیر اوار اوباریک  غږ راته وویل : درمورد حضورامریکا لطفاً ازمن سوال نکن!
نوسیافوفه  ! ووایه  چې  ترټولو سترغلام  اومزدوربه  له  تاپرته  بل څوک  وي  چې  دامریکایانو په  محض  حضور باندې هم  تبصره  کول  نه  غواړي  ، دنرتوب  ، غیرت  اومسلماني  دریځ  اوموقف  خوپرځای  پریږده  ؟
که ته په رښتیاهم  ازاد اومستقل کس یي  ، څوځله چې په  پغمان  اوکابل کې  ستا کورونه امریکايي عسکرواوسپیانو تالاشي کړل، ټول ساتونکي دي    ۱۲ ساته  لاس تړلي  وو اونه پوهیږم  چې  ته یې  څوځایه تړلی وي ، نو تابیادددغه  امریکايي یرغل په  وړاندې کومه  وړه خبره  له خولي راوویسته ، دطالبانو سره  خودې پنځه کلنه  جګړه په  دې توجیه  کوله چې  هغوی له ماڅخه زما مال اودجهادګټلی ټوپک اخلي اوداحدیث به دې همیش وايه (  من قتل دُون ماله فهوه شهید) سیافه ! امریکایانوستاله کوره  څومره وسله  یووړه  نوبیادې ولې ځان پرې شهیدنکړ!! ؟  ښکاري چې ستاټولي خبري تش دروغ له نیرنګ  اودوکي ډکي  اوغلام ډوله دي  .
تابه چې یووخت  یاسرعرفات دفلسطین دخلکودنماینده په حیث نه پیژانده هغه به  دې  پراخ بنسټه باله اودبیت المقدس  له  ازادی پرته  په بل څه نه  قانع  کیدي ، اوس ولې  دغزې دمسلمانانو په  شبخون ګونګ ناست یې  یوه ورځ  دې پرې زړه  وسوځید، دادمصرپه اخوانیانواوزرګونو مسلمانانوچې دامریکااواسرايلو په خاصه قومنده ژوندي وسوځیدل دشهیدداونی دلمانځني په  غونډه کې  خوبه دې هسي محضي اشاره  ورته کړې واي  ؟ څه شول ستا هغه دصهیونیزم  اواستکبار شعارونه  اوډول ډول حنجري  هغه په  کوم تندرولګیدي ؟
ستاچې  هست  اوبود ټول  داسامه بن لادن  اودهغه  دملګروله  جیبه  پوره اوتمویل وګرځیدل ، نن  په تاڅه وشول   چې  هغوی  له  دین  سره په واټن کې بولي   اوداسلام  لپاره  یې  مفید نه  ګڼی ؟  تاچې  په  ځاځیو اوشمشاد غونډونوکې  دجهاد په  مهال  کومي  قرقري کولې هغه  دهمدغه  شهیداسامه  اودهغه  دملګرومال  اومتاع  نه وو ؟  که  علت  دادی چې  دامریکایانو کفر دروسانو له  کفرڅخه تفاوت  اوبهتري  لري ؟  خو نه  اصلي  خبره داده  چې  سیافه  ، ستاضمیر اووجدان  اصلا غلام  اومزدور دی ، ځکه  ته په  هروخت  کې  خپل  بادران  لري  اودهغوی په  ذوق  اومزاج  دین اوسیاست  عیاروي !
تاچې دخلیج په ړومبی جګړه کې  ټول  عربي حکام لدې امله محکومول چې ولې یې داسلام په  مقدسه خاوره کې دصلیبیانو پلیدقدم ته  دایښیدلو اجازه  ورکړه  ؟ نن په  کوم  دلیل هماغه  صلیبي عسکروته  په خپل ګران  هیوادافغانستان کې  په عقلي اوشرعي  دلایلو اجازه ورکوي  اوتاکیدکوي چې  پاته دي  شي  اواډي دې ورکړل شي ، نوپه دې  وخت کې  چې  ته  لوی  مزدورنشي  نو بل به څوک وي ؟
تاچې په ۱۳۷۴ کال له یوه روسي دیپلومات سره په  دې پلمه ونه کتل چې ویل دي ژیړمخ اوشني سترګي مې بدي ایسیږي ! ولې نن له صلیبي دیپلوماتانوسره چې له روسانو څخه یې مخونه  ډیرژیړ اوسترګي یې شني دي له  لويي ژیري سره  ولې  په   خوراکرکرو هروخت  ویني  اوپټ  اوښکاره  ورته  وايی چې  (دشنوډالروسپیني  خلتي  تاسي  رارسوی  اوفتواوې له  ما نغدي  نغدي  غواړی !!
سیافه  !  په  پغمان  کې  چې  کله  تا ظاهرشاه  ته  دعوت  کړی  وو  اوله کرزي  دې  په  هغه  مجلس  کې  غوښتنه  کړې  وه  چې  مونږ سل  په سله  شریعت  اواسلامي  نظام  غواړو ، کرزي  په  ځواب  کې  دانه  وو درته  ویلي  چې  استاده!  که  ته  په  رښتیا په  شریعت  مین  واي  اواسلامي  نظام  دې غوښتلای  نو له  شک  پرته  چې  طالبانو سل په سله  اوواقعي  اسلامي  شریعت  پلی  کړی  وو، تااوستا ټلوالې  ولې  هغه  اسلامي  نظام  پنځه کاله  په  توپونو ویشته  اوکله  به  چې  سالنګ  اوپنجشیرته  اسلام  درورسیدنو چې  نوره  مخه به  مو چې نه  لیده  سالنګونه  اوغرونه  به  موپرې راونړول  اوبیابه موماینونه  ورته  فرش  کړل ، استاده  دشریعت  اواسلامي  نظام  دوره  اوخوبونه  اوس  مه  وینه  شاوخواوګوره  چې  څوک  درنه  تاودي  اوهمدوی  چاله  فضا نه  ځمکې  ته  راښکته  کړل !!
 نوسیافه  که  په تاکې اسلامي  جرأ ت  اواحساس  وای  اوپه  عمل کې دې هم اسلام  ته وفادارواي کرزي  ته  به دي  څه  ویلي  و اوقناعت  به  دې  ورکړی واي !!
سیافه !  دجهادپه  مهال چې ته یوځل حج ته  تللی وي اوپه میناکې  دې حاجیانو ته یوه بې ساری تقریرکړی وو ، کله  چې  دتقریر له ځایه روان شږي  په زرهاووعربانو اوحاجیانوپه  تالدې امله  څادرونه  موښل اولاسونه  به  یې  درباندي  کشکول  چې  الله  تعالی  یې له افغان مجاهدینو سره  دمحبت  په  نسبت  وبښي  اوپه  ورځ  دحشرالله  تعالی ته  خپله  دغه  مینه  وسیله  وګرځوي  ، خوداستا دخپلې خولي  خبره  ده  چې  خپل  یوه  قومندان  (  توریالي )  ته  دې  چې په څنګ درسره  روان و کړې  وه چې  ( قومندانه  ، دغه  خلک  به  الله  تعالی  دخپلې  همدغه  جذبي  اومحبت  له  امله  جنت  بیايي  خو زما اوستا درک  نه  لګیږي  چې  اخره خاتمه به  موپه  څه  کې  وي  اوجهنم  مو ځای  جوړنشي .)
سیافه  !  خپله قضاوت  وکړه  چې  دکفر په صف کې  په  دریدااوداسلامي شعایرو اوجهادد احکاموپه   تحریف  اودنوروبې شمیره جنایتونو په  رڼا کې  ستا هغه  دمینا خبره  اوس قطعي  اوپه  حقیقت  نده  اوښتي  اوجهنم ته دورتګ ټولې علامي  نه دې درکې پوره اوښکاره شوي !!؟
په  پای  کې  یوه  خبره  درته  کوم  چې  ته  که  رښتیا غلام  نه  یي   نویومطبوعاتي  کنفرانس  په  پغمان  کې  راوغواړه  او صرف  دومره  ووایه  چې  امریکایان  دې  له  افغانستان  څخه  پرته  له  کوم قید اوشرط  ووځي  ، زه  کلک باورلرم  چې  نور به  ته دطالبانو له  فدایانو اوبریدونونجات  پیداکوي  اوته  چې  څنګه  سوله  غواړ ي  طالبان به  یې  ستاپه توسط  کوي  اوتابه  لوی  مرکچي  ټاکي ، خو فکرنکوم  چې  په  تاکې  دغه  حریت  اواستقلال  موجودوي  اوصرف  په یوه کنفرانس کې  همدومره یوه وړه  خبره  هم وکړي !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x