په وسلوال برید کې د برتانیې د پارلمان یوه غړې وژل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د جو کوکس په نامه د برتانوي پارلمان یوه ښځینه غړې نن د لندن په شمال کې کې د بریسټال په نامه سمیه کې تر یوه برید لاندي راغلې.
د پولیسو په وینا جو کوکس په چاړه وهل شوې او ډزي باندي شوي چې له امله یې ژوند د جدي خطر سره مخ دی.
جو کوکس ۴۱ کاله عمر لري، د برتانیې د واکمن لیبر ګوند غړې ده، په پارلمان کې د بیټلي او سپین سیمي وکیله ده.
عیني شاهدانو ویلي چې تر برید وروسته یوه ښځه پر سړک پرته وه او ویني ځینې بهېدلي. او زیاته کړې، د برید سمدستي وروسته یو کس په داسي حال کې په منډه وو چې پر لاره یې د کالیو د بدلولو هڅه کوله.
پولیس ویلي چې په پيښه کې یو بل کس هم سرسري ټپي شوی او یو شکمن کس یې ددې برید په تور نیولی دی.
تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. وروستی اپدیت: جو کوکس روغتون ته تر رسیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د