taliban posing with wepon

د هیواد په سیاسي او پوځي وضعیت به د ملا برادر را خلاصیدل څه تاثیر ولري؟

تیره ورځ یو شمیر رسنیو دپاکستاني سرچینو په حواله خبر ورکړ چې دغه هیواد ملا عبد الغني (برادر) له دری کلن اسارت وروسته له خپل زندان نه خلاص کړی دی.

که څه هم چې تر اوسه طالبانو له خپل لوري څخه دملابرادر دخلاصون د رد او تائید په اړه څه نه دي ویلي ،خو یو شمیر سیاسي شنونکو د هغه دخلاصون په اړه بیلا بیلې تبصرې کړې او دنوموړي خلاصون یې د افغانستان دسیاسي په ټپه ولاړ جریان د روانولو لپاره یومثبت ګام بللی.

دا چې د ملا برادر دخلاصون په اړه د دغو سیاسي شنونکو وړاندوینې تر کومه بریده په ځای دی دابه په راتلونکي کې مالومیږي، خو تر کومه ځایه چې خبره دافغانستان په پوځي وضعیت پوري تړاو لري نو هالته ځمکني واقعیتونه داښیئ چې دپ وځي وضعیت پرمختګ اوپر شاتګ د اشخاصو په ځای په عواملو پوري ډیر ارتباط لري .

دا چې په افغانستان کې د مقاومت عوامل خارجي مداخلات او د هغوئ لاملونه دی ، او د خارجي مداخلې په مقابل کې د مقاومت لپاره محورې رول د مذهبي او عقیدوي انګیزې وي نه د اشخاصو .

د بیلګې په توګه دبهرنیو ځواکونو په مقابل کې د مقاومت کوونکو طالبانو دوهم درجه مسؤل ملا عبد الغني برادر د ۲۰۱۰ کال د فروري په میاشت کې هغه وخت پاکستاني ځواکونو ګرفتار کړ چې په همدغه ۲۰۱۰ کال د مارچ په میاشت کې د طالبانو د مشرتابه بل مرستیال ملا عبید الله اخوند د همدغو ځواکونو لخوا په زندان کې په شهادت ورسول شو.

 له پوځي او اداري اړخه په دومره لنډ زماني فاصل کې ددغو دوو مهمو پوځي مشرانو شهادت او اسارت د طالبانو لپاره تر ټولو سخت دروند ګذار وه ، مګر له دغه سخت دارنه ګذار سره سره بیا هم طالبانو وکړای شول چې د مقاومت په پوځي ساحه کې بهرنیو ځواکونو ته تر ټولو درانه تلفات په همدغه ۲۰۱۰ کال کې ور واړوي .

تر دي چې ۲۰۱۰ کال د مقاومت په دولس کلنه موده کې د بهرنیو ځواکونو لپاره په افغانستان کې ته تر ټولو خونړی کال وه چې په هغه کې خپله د بهرنیانو په اعتراف تر۷۰۰ زیات بهرني پوځیان مړه او ژوبل شول .

دغو واقعیتونو ته په کتلو سره ویلای شو چې د مقاومت په دفاعي جګړه (جهاد) کې چې پیل یې اساسا په ایډیالوژیکي او نظریاتي وجوهاتو بناوي اشخاص محوري تاثیر نه لري .

په دا ډول جګړو کې که اشخاص زیاتیږي او که کمیږي ، که وژل کیږي اوکه اسیران کیږي د جګړې په مسیر او د هغه په تیزوالي اوډب والي باندې دپام وړ تاثیر نه لري ؛ ځکه هالته ددغې جګړې دجنګیالو لپاره د مقاومت اساسي لامل عقیدوي اومذهبي انګیزه وي نه د جګړې د مشر قیادت .

په هر صورت !

د طالبانو لپاره په دغسي حساسو شرایطو کې د ملا برادر په سویه د مهم پوځي مشر را خلاصیدل له پوځي او روحیاتي لحاظه خامخا د اهمیت وړ خبره او یو ښه اقدام دی ، خو دبهرنیو ځواکونو په خلاف د مقاومت په لیکو تاثیر یې په هغه حالت قیاس کیدای شي کوم چې د ده د اسارت په مهال یې کوم اثر درلود.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د