افغانستان

کرزی: افغانستان د هېچا په لاسونو کې نه لوبیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونې رد کړي چې ګواکې افغانستان د نوور په لاسونو کې لوبیږي.

حامد کرزي د بي بي سره سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې افغانستان یو ازاد هېواد دی او د بل چا په امر نه چلیږي. «اصلي خبره داده چې پاکستان د ډیورنډ پر کرښه ځېنې اقدامات کړي چې له کبله یې افغانان خفه دي او له همدې کبله دغه پېښې رامنځته کیږي».

د تېرې یکشنبې په ورځ ماښام مهال د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ هغه مهال جګړه رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې دروازې جوړول پیل کړل. دغې جګړې وقفه په وقفه درې ورځې دوام وکړ او دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

اوس که څه هم په تورخم کې اوربند اعلان شوی خو لاره د عامو مسافرو او ترانزیت پر مخ تړل شوې ده. د لارې تړل کېدو سره دواړو لورو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي بي بي سره د مرکې پر مهال ویلي چې پاکستان غواړي چې د افغانستان او هند تر منځ هېڅ اړیکې نه وي، نه سوداګري وي او نه هم هند ته د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لاسرسی وي خو دا خبره افغانستان ته د منلو وړ نه ده.

هغه وویل چې په سیمه کې د درې هېوادونو یعنی هند، ایران او افغانستان تر منځ چې کوم اتحاد جوړیږي په دې کې افغانستان پاکستان ته هم هرکلی وايي خو د پاکستان شرط دادی چې د هند سره باید د افغانستان اړیکې نه وي.

په افغانستان کې د هند د رول په اړه د یوه سوال په ځواب کې حامد کرزي وویل چې د هند سره د افغانستان اړیکو باندې پاکستان بې وجې سوځیږي. «که پاکستان خپله له هند سره خبرې اترې کولای شي، لومړي وزیران یې له یوه بل سره لیدنې کولای شي نو افغانستان ولې له هند سره اړیکې نه شي جوړولای؟»

کرزي وویل چې هند افغانستان ته پیسې ورکړي، له دوی سره یې په زیربنايي پروژو او روغتیا په برخه کې مرستې کړي دي. «هغه خپله یو غریب هېواد دی خو پر دې سربېره هند افغانستان سره خورا ډيرې مرستې کوي».

کرزي له قوله هند له افغانستان سره له زړه ملګرتیا کوي او دوی غواړي چې پاکستان هم د هند په څېر له افغانستان سره ملګرتیا وکړي.

هغه وویل چې افغانان د پاکستاني عوامو څخه ډیر خوښ دي خو حکومت یې چې څه کوي له هغې ډير خفه دي.

پخواني ولسمشر د ډیورنډ کرښې په اړه وویل چې دا افغانستان منلې نه یې مني خو په دې اړه جګړه هم نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

د کرزی دا خبره چه [ افغانستان د هېچا په لاسونو کې نه لوبیږي] د خندا وړ او د هغه مشهوری فاحشی خبری ته به ورته وی چه ووایی ( هغه فاحشه د هیچا سره یارانه نه لری ) . هر څه په ډآګه او بیا کرزی ماما د هیوادوالو او نړیوالو په سترګو کی خاوری اچوی او شرمیدلی انقلابی شعارونه ورکوی؟ افغانستان کی هم امریکا او ناتو سر بیره په دی چه د افغانستان اردو ، پولیسو ، ملی امنیت او حتی هر مامور ته یی معاشونه ورکوی ، مستقیما په نظامی عملیاتو کی برخه لری مقرری او برطرفی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x