شعـــــرونه

د میني تر جنابه! جانان خدرخېل

د میني تر جنابه!

غزل

زما خو تاته هیلي ، اُمیدونه دي ګلابه
درځار مي د ژوند واړه ارمانونه دي ګلابه

لېمو کي دي ګیلې دي او په سترګو کي ډنډ اوښکې
په شونډو دې پراته ولې ګردونه دي ګلابه!؟

سپرلی چي دلته کله په رنګونو کي راغلی
دستي پسې راغلي خزانونه دي ګلابه

دې کلي کي مرګونه دي، دې کلي کي جګړې دي
دې کلي کي بس دا رنګه وختونه دي ګلابه

ها پورې هدیره وینې جنډې چي پرې رپېږي!؟
هغلته ټول دا ستا په څېر ګلونه دي ګلابه

دې چم کي نو څه ووایم چي ستا زنده ګي وشي
دې چم کي رژېدلي ګلابونه دي ګلابه

د وروڼو تر منځ داسې دښمني ده چي توبه
د وروڼو تر منځ شپه او ورځ جنګونه دي ګلابه

*اغزیو مي رګونه دي زبېښلي د وجود
راغلي مي په ژوند کي عذابونه دي ګلابه*

په قدر دې یوازي “خدرخېل” ځکه پوهېږي
چي لوستي یې د میني کتابونه دي ګلابه

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۵/۳/۲۵

* په دې غزل مي چاسره خبرې کولې بیا دغه بیت هغه راجوړ او ماته ډالۍ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x