ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۳۷)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

ريښتونې قيصه

دا د يوه داسې هلک قيصه ده کوم چې خپل منزل ته د رسيدو لپاره له اسپين څخه تر مصر پورې ډيره لويه صحراء په پښو وهلې، په لار کې له ډيرو ستونزو او مصيبتونو سره مخ شوی، د صبر او تحمل په نتيجه کې آخر خپل منزل مقصود ته رسيدلی او د قيمتي خزانې په ترلاسه کولو يو لوی امير سړی جوړ شوی.

د دغه هلک مور پلار انتهائي غريب وو، خو بيا يې هم خپل بچي ته ښه تعليم غوښت او بچي يې له کوچني والي څخه په دنيا کې له ګرځيدو سره شوق درلود، د يو څه تعليم له کولو وروسته يې خپل پلار ته وويل ! زه له سياحت سره ډير شوق او مينه لرم کوم چې ما ته له تعليم څخه ډير قيمتي او اهم دی.

پلار ورته وويل ! زه دوه وخته ډوډۍ په مشکل پيدا کوم او د سير (سياحت) لپاره خو ډيرو پيسو ته ضرورت دی، خير د بچي د خوشحاليدو لپاره پلار مجبور شو او څه روپۍ يې ورته برابرې کړې او خپل زوی ته يې ورکړې او ورته وې ويل ! ځه زويه ولاړ شه خپل شوق دې پوره کړه.

کله چې هلک له کور څخه وتلو نو له ده سره د خوراک څه سامان، يو څه روپۍ، د لوستلو لپاره يو کتاب او يو جاکټ ؤ.

د شپې په يوه تياره عبادت خانه کې د انځر ونې لاندې بيده شو او خوب يې وليد چې په مصر کې به يوه غټه خزانه په لاس ورشي د کومې له امله به چې بيا دی د دنيا امير ترين سړی جوړ شي، دغه خوب هلک ډير ناقراره کړ.

سوچ يې کاوه تر څو د خپل دغه خوب تعبير معلوم کړي شايد په رښتيا کومه خزانه په لاس ورشي، د خوب تعبيرونکي ورته وويل ! د مصر په اهرام کې تا ته ضرور يوه خزانه په لاس درتلونکې ده د کومې له امله به چې ته بيا د دنيا امير ترين سړی جوړ شې.

اوس نو هلک په دې سوچ کې ورک شو چې مصر ته څنکه ورسيږي.

يو سپين ږيری سړی ده ته نږدې راغی ور سره کيناست او ورته وې ويل ! ته ډير پريشانه معلوميږي او زياته يې کړه هر څوک په دې پوهيږي چې ستا منزل څه دی.

د هر منزل مقصود د حاصلولو محبت هغه قوت دی کوم چې په ظاهره په نظر نه راځي مګر خواهش بيداره وي او هره لمحه ورته احساس وربښي، کوم وخت چې دغه احساس په انسان کې په ښه طريقه پيدا شي نو د کائناتو هر شی بيا د دغه انسان د منزل مقصود په حصول کې د مرستې کولو کار شروع کړي.

هلک مسلسل د خزانې په باره کې سوچ کوي، سپين ږيري ورته وويل ! که د خزانې په باره کې زيات معلومات حاصلول غواړې نو يو څه پيسې راکړه.

هلک ورته وويل ! د خزانې لسمه به درکړم.

سپين ږيري ورته وويل ! د هغه څه چې در سره نه وي وعده ولې کوې او زما دا يو نصيحت په ياد لره ! د داسې شي وعده مه کوه کوم چې در سره نه وي، د هر شي يو قيمت وي او دا قيمت پيشګي وي.

هلک سپين ږيري ته د خپلو ور سره روپيو د لسمې برخې ورکولو وړانديز وکړ.

په کوم چې سپين ږيری رضا شو، صبا ورځ هلک د خپلو روپيو لسمه برخه سپين ږيري ته وسپارله.

بزرګ ورته وويل ! خزانه په مصر کې ده او الله تعالی د هر انسان لپاره يوه لاره معلومه کړې او ته هغې لارې ته د رسيدو لپاره د نښو او علامو سمه پيژندنه وکړه او پر هغې باندې عمل وکړه، خو دا يوه خبره په ذهن کې کلکه وساته چې د دغو نښو او علامو ښوونه به بل چا ته نه کوې او نه به هيڅکله خپل منزل پريږدې.

هلک مصر ته د تلو لپاره له يوه کس څخه لاره معلومه کړه، اتفاقا دغه سړی غل ؤ، پوه شو چې هلک نا بلده دی، هلک ته يې وويل ! مصرته د رسيدو لپاره د يوې پراخې صحرائي دښتې مزل په مخ کې پروت دی او دغه مزل ډير سخت هم دی او د ډيرو پيسو له درلودلو پرته يې طی کول هم آسانه نه دي، ما ته اول دا ووايه له تا سره څومره پيسې دي، هلک خپلې ټولې روپۍ ور وښودلې او هغه يې همدغه غله ته په لاس ورکړې.

غله ورته وويل ! په ما پسې راځه زه لار درښيم، په يوه بازار کې ډيره ګڼه ګوڼه وه او غل د سترګو په رپ کې له هلک څخه ورک شو.

د هلک زړه په دربيدا شو او له سترګو څخه يې اوښکې روانې شوې، اوس نو له هلک سره يوه تيلۍ او يو جاکټ پاته شول، خو په دې وخت کې ورته د بزرګ خبره ور په ياد شوه، بزرګ ورته ويلي ؤ ! کله چې ته د کوم شي حاصلولو ته پخه اراده وکړې نو د کائناتو ټول شيان به د هغه په حصول کې له تا سره مرسته کوي.

هلک حيران دی د روپو له لوټ کيدو وروسته ايا اوس هم د خزانې په تلاش کې شي او که څنګه؟.

اوس نو هلک ته دوې ليارې ور پاتې شوې، يوه دا چې دی هم غل شي او نور خلک ولوټي او بله دا چې  خزانې ته د رسيدو لپاره خپل کوشش جاري وساتي.

ده يو ځل بيا د خپل منزل په لور د سفر کولو فيصله وکړه، سره له دې چې د سفر لپاره پيسې هم ور سره نشته.

هلک په يوه دوکان کې کار کول شروع کړل، شپه او ورځ يې سخت محنت کاوه او دومره پيسې يې وګټلې چې په ډير فخر سره يې د خپل منزل مقصود په لور حرکت وکړ، تقريبا د يوه کال په موده کې د دغو روپيو په ګټلو کې کامياب شو او د روانيدو په وخت کې ورته د بزرګ خبره ور په ياد شوه.

هغه ورته ويلي ؤ ! کله چې ته د کوم څه حاصلولو ته پخه اراده وکړی او د هغه له حصول سره محبت ولری نو د کائناتو هر شی به ستا لپاره مرستندوی وي، همدا شان ته په همدې محبتي احساس سره ټوله دنيا هم فتحه کولای شې.

هلک اتفاقي له يوې داسې قافلې سره ملګری شو کومه چې د مصر په لور روانه وه، دغه قافله په دوه سوه پياده او څلور سوه قسما قسم ځناورو باندې مشتمله وه، په دې قافله کې ښځې او ماشومان هم ؤ.

د سفر په دوران کې هلک د خزانې په سوچونو کې ورک دی، کرار کرار دی د خپل خوب تعبير ته ور نږدی کيږي، قسما قسم مشکلات برداشت کوي او د دې بې صبرۍ مظاهره نه کوي چې هغه نښانې او علامې ورته په آسانۍ سره معلومې شي کومې چې منزل مقصود ته د رسيدو لپاره بزرګ ورته ښودلې وې.

قافلې د يوې لوی صحراء مزل وواهه او د لږ وخت لپاره يې په يوه باغ کې پړاو واچاوه.

په دې ځای کې يې له يوې پيغلې سره محبت پيدا شو، سره له دې چې منزل مقصود ته د رسيدو تکل هم ور سره دی.

يوه ورځ يې پيغلې ته وويل ! زه د خپل منزل مقصود په لور روان يم، پيغلې ورته وويل ! زه دا ټول ژوند ستا په انتظار کې وم.

هلک له يوه کيمياګر سره وليدل، کيمياګر ورته وويل ! کله چې کوم انسان د څه حاصلولو لپاره پخه اراده وکړي نو د کائناتو هر شی د هغه په ممکن کولو کې ور سره مرسته کوي.

هلک کيمياګر ته وويل ! ما ته راهنمائي وکړه، کيمياګر ورته وويل هر څه تا ته له پخوا نه معلوم دي، زه يواځې تا ته هغه ځای در ښيم کوم چې ستا منزل مقصود دی.

هلک = زما زړه نور له مزل کولو باغي شوی.

کيمياګر = د خپل زړه اراده مه پريږده.

د سفر په دوران کې هلک مسلسل د خپل زړه خبرې آوري، په سوچونو او فکرونو کې ورک دی.

له دې وروسته هلک خپل سفر ته ادامه ورکړه او مسلسل د خپل زړه خبرو ته متوجه دی، د ده زړه د دې خبرو کونکی دی ! خزانه به چيرته وي، هلته ده کوم ځای چې کيمياګر ښودلې.

کرار کرار هلک د يوې انبار (غونډۍ) په لور په حرکت کې ده او چې کوم وخت چې غونډۍ ته ورنږدې شو نو زړه يې درزيدا شروع کړه او دا هماغه ځای دی.

هلک د خپلو قدمونو په مينځ کې پريوت او بې اختياره په ژړا شو او د الله تعالی شکر يې اداء کړ.

دا وخت هلک له خزانې سره نږدې دی، يوې او بلې خوا ته يې کتل تر څو وګوري د ده برخه چيرته پرته ده، هلک د ځمکې په کنستلو شروع وکړه، ټوله شپه يې کار وکړ مګر هيڅ په لاس ورنغلل، ليکن د ځمکې خرلو ته يې دوام ورکړ چې بالاخر يې لاسونه شل شول او ګوتې يې ډيرې سختې تڼاکې شوې، اما د کار پريښودلو ته تيار نه وو ځکه چې زړه يې مسلسل دا ورته ويل ! د همدغه ځای کنستلو ته دوام ورکړه چيرته چې د ستا برخه پرته ده.

په دې وخت غله راغلل، هلک يې ونيو او ورته وې ويل ! دلته څه کوې؟ هلک د دروغو وئيلو کوشش وکړ، مګر غلو دومره وواهه چې ډير سخت يې زخمي کړ، هلک ته د کيمياګر خبره ور په زړه شوه ! چې زندګي له خزانې نه زياته قيمتي ده، که چيرته خزانه ورکړې نو زندګي بچ کيدلای شي، هلک له دې وروسته د خزانې په باره کې ټوله ريښتونې قيصه وکړه.

د غلو سردار ورته وويل ! ته څومره پاګل يې چې محض د يوه خوب د تعبير لپاره د ليونيو په څير په منډه منډه له صحراؤ را تير شوی يې او دلته را رسيدلی يې او زياته يې کړه !

ما هم دوه کاله مخکې يو ځل ستا په څير يو خوب ليدلی ؤ، چې زه د اسپين ملک په لور سفر وکړم او هلته په يوه تياره عبادت خانه کې د يوه انځر ونې بيخ را وخرم او ما ته يوه خزانه په لاس راشي، ليکن زه دومره احمق نه يم چې د صحراؤ مزلونه به يواځې د دې لپاره وهم چې څه ده ما خوب ليدلی دی.

د دغې خبرې په اوريدلو هلک ته ور په ياد شول، دا خو هغه ځای ښيي چيرته چې ما خوب ليدلی ؤ.

هلک واپس بيرته اسپين ته راغی او هغې تياره عبادت خانې ته يې ځان ورساوه.

دی تر ډيره وخته په عبادت خانه کې کيناست او د آسمان لور ته يې کتل، ده ته ټول هغه څه ور په ياديدل کوم چې د سفر په دوران کې پرې تير شوی وو، له يوه بزرګ سره يې وليدل، له يوه کيمياګر سره يې وليدل، له يوې پيغلی سره يې مينه پيدا شوه، غلو ونيو او ډير سخت يې زخمي کړ، ده ته هغه ټولې لارې هم ور په ياد شوې په کومو چې تللی وو، خزانې ته د رسيدو لپاره الله تعالی څه عجيبه طريقه استعمال کړه، له کوم ځای څخه چې هلک د خزانې د لاسته راوړو لپاره وتلی ؤ خزانه هلته موجوده وه.

هلک د ځمکې په خرلو شروع وکړه، يو څه وخت وروسته يې بيلچه له يوه سخت شي سره ټکر شوه او له هسپانوي سکو څخه يو ډک صندوق يې را پورته کړ، کوم چې له قيمتي تيږو او د تيږو له مجسمو څخه ډک ؤ، دا د يوه جنګ مال غنيمت ؤ کوم چې ډير پخوا د خلکو لخوا دلته خښ کړی شوی ؤ.

د همدغې قيصې اقتباس له يوه داسې کتاب څخه شوی کوم چې په دنيا کې له څلورو مليونو څخه زيات خرڅ شوی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x