نړۍ

بغداد کي چاودنو 96 کسان وژلي

نن ټکی آسیا: د عراق په پلازمینه بغداد کي دوو پر لپسې چاودنو 96 کسه وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان کړي دي.
د تفصیلاتو سره سم تیره ورځ د بغداد ښار په هغه سیمه کي چیري چي شیعه ګان ډیر اوسیږي د فاتحه خواني په اجتماع کي دوه پر لپسې چاودني وشولې، چي له کبله یې یاده درنه مرګ ژوبله واوښته.
راپورونه وايي چي لومړی چاودنه د موټر په واسطه تر سره شول، او دوهمه چاودنه د یوه پلي کس له خوا تر سره شول چي پر ځان یې چاودېدونکي توکي تړلي وه.

باید وویل شي چي د بغداد دې پيښي او ورته نورو پيښو یو ځل بیا د سني عراقیانو او شیعه عراقیانو تر منځ واټن زیات کړی، او یو ځل بیا د دغو دوو ډلو تر منځ د انتقامي عملیاتو لړۍ د پيل کیدو امکان لیدل کیږي.
د یادوني وړ ده چي د کله نه امریکا په عراق کي د صدام حسین حکومت نسکور کړی د هغې ورځي څخه په عراق کي د مرګونو بازار تود سوی، او تر اوسه په کښي په لکونو انسانان وژل شوي دي، او لا دوام لري.
امریکا ، برتانیا او نورو غربي هیوادونو باندي څو ځله په ثبوت رسیدلی چي دوی په عراق کي سني او شیعه مسلمانان په خپل منځي شخړو کي ښکیلول غواړي، او نه غواړي چي عراق په ارامه پریږدي.
د عراق په شیعه مذهبه لومړي وزیر نور المالکي باندي د سني مذهبه ګوندونو له لوري تور لګول کیږي چي نوموړی په عراق کي یوازي د شیعه ګانو او ایران لپاره کار کوي، او د سني مذهبه مسلمانانو په وړاندي د مذهبي تعصب نه کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x