
ایرلینډ له سریلانکا څخه په ۷۶ منډو ماتې وخوړه
نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د ایریلینډ او سریلانکا لوبډلو تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې ایریلینډ د سریلانکا په وړاندې په ۷۶ منډو ماتې وخوړه.
د لوبې پچه د ایریلینډ لوبډلې وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سریلانکا د یو شمیر لوبغاړو غوره توپ وهنې سره په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۳ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا لوبډلې لپاره مینډس ۵۱، متیوز ۴۹ او شناکا ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځیدل. چندیمال دغې لوبې کې په ۱۰۷ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۱۰۰ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د ایرلینډ لوبډلې لپاره رانکن او میککارتی دوه دوه ویکټې او مورټاغ، سورینسن او اوبراین یوه یوه ویکټه واخیسته.
لوبه د ایریلینډ د توپ وهنې په جریان کې د باران له امله وځنډول شوه. د باران تر ودریدو وروسته د ایرلینډ لوبډلې لپاره په ۴۷ اورونو کې د ۲۹۳ منډو هدف وټاکل شو.
د ایرلینډ لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې د پورټرفیلډ او انډرسن غوره توپ وهنې سره په ۴۰.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې.
د ایریلینډ لوبډلې لپاره پورټرفیلډ په ۸۸ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۷۳ او اوبراین په ۴۹ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۴ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا لوبډلې لپاره شاناکا تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۹ اورونو کې ۴۳ منډو ورکولو سره پنځه ویکټې واخیستې.