د روژي دوولسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان
بسم الله والحمدالله

په مدینه منوره کي مهاجرو او انصارو ترمنځ د ورورګلوي بنسټ ایښودل :

د روژي په ۱۲ ورځ د هجرت په لومړي  رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو مهاجرو او انصارو صحابه کرامو تر منځ د ورور ګلوي بنسټ کیښود . ددي لامل دا وو چي کله له مکي مکرمي  څخه مسلمانانو مدیني منوري ته هجرت وکړ اکثره یي تش لاس راغلی وو نه یي کوم توښه لرله او نه يي هم د اوسیدلو ځایونه  ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري د مهاجرو او انصارو تر منځ د ورور ګلوي د بنسټ په ایښودلو سره د مهاجرو مشکلات تر ډیره حده حل شول .

د دوهم ځل لپاره د عباسي خلافت قیام  :

د روژي په ۱۲ ورځ په ۳۳۱ هـ ق کال کي چي  د ۹۴۳ میلادي کال د مي د میاشتي له ۹ تاریخ سره سمون خوري سردار ناصر الدوله بن حمدان بغداد ته داخل شو او د عباسي خلافت د دوهم ځل قیام اعلان يي وکړ .

د امام جوزي رحمة الله علیه وفات :

د روژي په ۱۲ ورځ چي د ۱۲۰۰ میلادي کال د جولای د میاشتي له ۱۶ تاریخ سره سمون خوري ستر عالم ، محدث او فقیه امام ابوالفرج الجوزي رحمة الله علیه وفات شو ، نوموړي تر ۳۰۰ زیات کتابونه لیکلي وو چي د هغو له جملي څخه يي المنتظم في تاریخ الملوک والامم ، صفو الصفوة او اخبار الاذکیاء ډير مشهور دي .

د انطاکیه فتحه :

د روژي په ۱۲ ورځ په ۶۶۶ هـ ق کال کي چي د  ۱۲۶۸ میلادي کال د مي د میاشتي له ۲۵ تاریخ سره سمون خوري د امیرظاهر ببرس په مشري مجاهدین وتوانیدل چي د انطاکیه ښار د عیسایانو له منګلو څخه ازاد کړي .

د قاضي محمد بن عثمان بساطي وفات :

د روژي په ۱۲ ورځ په ۸۴۲ هـ ق کال مشهور دیني عالم، فقیه او شاعر محمد بن عثمان بساطي چي په قاضي القضات سره مشهور وو وفات شو ، نوموړی په فقه ، اصول فقه ، بیان او عربي ادب کي زیات علم درلود ، د نوموړي مشهور کتابونه  المغني او  شفاءالغلیل علی مختصرالشیخ خلیل دي .

په تایلنډ کي د مظلومو مسلمانانو شهادت :

د روژي په ۱۲ ورځ په ۱۴۲۵ هـ ق کال کي چي د اکتوبر ۲۰۰۴ میلادي کال د اکتوبر د میاشتي له ۲۶ تاریخ سره سمون خوري د تایلنډ د ناراثیوات د علاقي مسلمانونانو د څو تنو نیول شويو مسلمانو ځوانانو د خلاصون لپاره سولیزه مظاهره وکړله ، پولیسو په وحشیانه ډول په دوی یرغل وروړ ۸۷ کسان یي په شهادت ورسول او ګڼ شمیر نور يي ټپيان کړل . د تایلند مسلمانان په دي هیواد کي اقلیت دي اکثره وخت ددي هیواد د حکومت له لوري ځورول کیږي .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د