افغانستان

طالبان: پروني کمونیستان او نني کرزیان د یوې سکې دوه مخونه دي

نن ټکی اسیا: طالبانو د کمونیستانو د هغه مرګ لیست په اړه خپل غبرګون څرګند کړی چي څو ورځي وړاندي د هالنډ له خوا نشر شو، او ګڼ شمیرو رسنیو د نن ټکی آسیا په شمول نشر ته وسپاره.

طالبانو خپل په اونیزه تبصره کي ویلي، پروني کمونیستان او نني کرزیان دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي، ځکه چي کرزیان هم د کمونیستان په څیر او د کمونیستانو د پاتي شونو په مشورو د بندیانو سره د تحقیق پر مهال د وحشت نه ډک غیر انساني چلند کوی، چي له کبله یې زیات شمېر د ملت مظلوم بچیان په شهادت رسیدلی.

په الاماره ویب پاڼه کي د طالبانو دغه غبرګون مونږ هم د خپل اهمیت له کبله د کتونکو د لا معلوماتو لپاره کټ مټ نشر ته سپارو.


د مرګ لیست د کمونیستانو پر ناولي مخ بل تور داغ!

د تېرې چهار شنبې په ورځ  ۲۰۱۳ / ۹ /  ۱۸ م چې له ۱۳۹۲ / ۶ / ۲۷ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هالینډ حکومت څارنوالۍ د هغو مظلومو بندي افغانانو یو پنځه زره کسیز لیست خپور کړ، کوم چې کمونیستانو څه باندې دیرش کاله وړاندې په خورا ظلم او وحشت سره په شهادت رسولي وو، خو خپل او خپلوان یې تر اوسه په یقیني ډول نه وو خبر چې پلرونه او زامن یې کمونیستانو په شهادت رسولي دي، دوی لا هم دخپلو نادرکه خپلو خپلوانو راتلو ته سترګې په لار وو!

 نوموړی لیست چې د مرګ لیست په نامه مشهور دی په هالینډ کې د یوې ادارې له خوا برابر شوی، کومه چې د جنګي جنایتونو په اړه څېړنې کوي! دغه د کره او مستندو شواهدو له مخې په خپاره شوي لیست کې تقریبا د پنځو زرو افغانانو نومونه درج دي، چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ هـ ش کې د کمونیستانو د وخت د استخباراتي ادارې ( اګسا ) له خوا نیول شوي او په توره شپه کې په ډله یز ډول په مرمیو ویشتل شوي دي! ځیني یې په زخمي حالت کې له شهیدانو سره یو ځای د بلډزرونو په واسطه ژوندي تر خاورو لاندې شوي دي!  

دغه لیست په هالینډ کې د میشت لوی کمونیست امان الله نامي چې د اګسا د تحقیق د څانګې مشر و دهغه د اعترافاتو، د ( انتقال حکم ) د اسنادو چې د میرویس وردګ په نامه د یو کس له خوا په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلونو کې خپاره شوي، اود ځینو نورو عیني شاهدانو د ګواهۍ پر بنسټ برابر شوی دی.

 کمونیست امان الله نامی  په ۱۳۷۱ هـ ش کې کله چې د کمونیستانو د ظلم او وحشت ماڼۍ نسکوره شوه، هالینډ ته تښتېدلی و، د یادونې ده چې نوموړی ظالم تېر کال ۱۳۹۱ هـ ش کې د ناڅاپي مرګ درنده څاپېړه پر مخ خوړلې ده، اوس به یې د عادل الله جل جلاله په وړاندې په ناحقه د لسهاوو زره شهیدانو د وینو بهولو ځواب ویلی وي!

 د نوموړې څېړنې له مخې کمونیستانو هر هغه افغان وژلی چې ددوی دفکر او نظر مخالفت یې کړی، هغه که  ددوی په ژبه بنسټپال مسلمان و، که مفکر، که محصل، که د عامه خدماتو مامور، که پوځي افسر او که عام دکاندار، دوی ټول له دې وجې اشرار وو چې د کمونیستانو  پردی فکر او منحرفه عقيده یې نه منله، چې هغه د الله جل جلاله له وجود نه انکار و! دغه تاریخي جنایت ثابتوي چې کمونیستانو دخپل فاسد فکر او ناولې عقېدې له مخې له ټول افغان ولس سره دښمني کوله، ځکه خو یې پر خلاف سرتاسري ملي قیام روان و، هغوی یوازې علمای کرام نه بلکې هر هغه څوک و لو که به ډاکتر و، که به انجینر و او که به افسر په شهادت رسول چې ددوی لینیني افکارو  او عقېدې ته یې غاړه نه اېښوده!

باید وویل شي چې دغه پنځه زره کسیز لیست د هغو په لسګونو زرو بندي شهیدانو یوه وړه بېلګه ده کوم چې د وخت کمونیست ګوډاګي رژیم د پردیو په اشاره په خورا وحشت سره په شهادت رسولي دي. هالنډي څارنوال بییس برګر وايي چې د پلټنو او تحقیقاتو په جریان کې دوی ته عیني شاهدانو ویلي چې د هغو بندیانو چې کمونیستانو په شهادت رسولي یو بل دولس زره کسیز لیست هم شته!  

    کمونیستانو که هر څو هڅې وکړې چې افغان مومن او مجاهد ولس له خپلې سپېڅلې اسلامي عقېدې او افغاني درانه کلتور نه د دهریت او پردي کلتور په لوري واړوي مګر ونه توانېدل! وايي د ظلم کاسه نسکوره ده! په حقیقت کې د هغو نوم ورکو شهیدانو د وینو د توپاني سمندر ډوبوونکې څپې وې چې د کمونیزم سره ماڼۍ یې په مسکو کې ډوبه کړه، شوروي اتحاد یې دړې وړې کړ، د هغوی تالي څټي یې د خس او خاشاک په څېر د افغان له مجاهدې خاورې داسې په مخه کړل چې تر ننه بیا په پښو نه دي درېدلي.

 متاسفانه چې د امریکايي یرغل تر سیوري لاندې ځینو کمونیستانو ته فرصت په لاس ورغی چې یو ځل بیا افغان غیرتي او مجاهدې خاورې ته راشي، دوی به هغه وخت افغان مجاهد ولس په دې تورنولو چې غربي ملاتړ ور سره دی، خو نن دا دي ټوله نړۍ ویني چې دوی د خپلو لینیني اصولو پر خلاف د هماغه پروني امریکايي امپریالیزم په غېږ کې لاس او پښې وهي!

  له دې نه معلومېږي چې کمونیستان نه د افغان مجاهد ولس عقېدې ته احترام لري، نه یې کلتور ته او نه یې خاورې او هېواد ته! او نه هم کوم اصول او اساسات لري! کمونیستانو به پرون دشوروي اتحاد د مټو په زور د کور کالي ډوډۍ نارې وهلې خو کله چې شوروي اتحاد دړې وړې شو او خپله د پولۍ ټک ته کیناست نن ورځ داسې کوم شعار نه لري چې د هغه له مخې ولس ته ځان وړاندې کړي!

 باید ووایو چې له بندیانو سره د وحشي چلن له مخې پروني کمونیستان او نني کرزیان د یوې سیکې دوه مخونه دي، کرزیان هم د کمونیستانو په څېر بلکې دهغوی د پاتې شونو او خواخوږو د مشورو په رڼا کې له بندیانو سره د تحقیق پر مهال له وحشت او دهشت نه ډک غیر انساني او بشر ضد چلن کوي! چې په ترڅ کې یې زمونږ د مجاهد ولس په سلهاوو مظلوم بچیان په شهادت رسولي! که داسلامي امارت عملي غبرګون او د ظالمانو په سزا رسول نه وای نن به کرزیانو تردي هم زیاتي د پرونیو کمونیستانو لوبې تکرارولې!

  مونږ په داسې حال کې چې ټول افغان مجاهد ولس ته د نوموړو مظلومو شهیدانو په ځانګړي ډول د هغوی کورنیو، خپلو او خپلوانو ته د هغوی د شهادت په اړه تعزیت وړاندې کوو، پر خپل غیرتي ولس او منصفه نړۍ غږ کوو چې ددغو سلهاوو زره مظلومو شهیدانو پاتي قاتلین باید د عدل او انصاف محکمې ته را کش کړل شي، او د بشر ضد جنایتونو له وجې په سزا ور سول شي! او د بشري حقوقو په ټولو نړیوالو او سیمه ایزو ټولنو غږ کوو چې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګۍ ادارې په زندانو کې له بې برخلیکه پرتو مظلومو بندیانو سره که په ګوانتانامو کې دي! که په بګرام اوپول چرخي کې او که په نورو شخصي زندانونو کې د ټولو نړیوالو قوانينو خلاف چلن ور سره کېږي، باید د نړیوالو بشري اصولو له مخې د هغوی حقوقو ته جدي او هر اړخیزه پاملرنه وشي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Yes, Khalqis communists were full of revenges they were hurting everybody and they did not have political agenda for the country.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x