افغانستان

افغانستان له روسيې د وسلو او نظامي تجهیزاتو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): ګډحکومت له روسيې څخه د نظامي تجهیزاتو او وسلو غوښتنه کړې. د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل په یو رسمي غوښتنلیک کې چې د روسيې د ملي امنیت شورا ته یې وړاندې کړی، غوښتي چې افغانستان نظامي تجهیزاتو او وسلو ته اړتیا لري.

حکمت خلیل کرزي تېره ورځ د روسيې انترفکس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د هلکوپترو په شمول وسلو او نظامي تجهیزاتو ته هم اړتیا لري.

کابل او مسکو یوه میاشت وړاندې د نظامي تخنیکي همکاریو یوه موافقه لاسلیک کړله.

د انترفکس خبري اژانس په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې د بهرنیو چارو سیاسي معین له روسيې څخه څه ډول هلیکوپتر او نظامي تجهیزات غوښتي دي. خو د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیر ازداۍ رادیو سره په خبرو کې ویلي چې هوايي ځواکونه جنګي، کشفي او ترانسپورتي الوتکو او همدا راز چورلکو او د هغې پروزو ته شدیده اړتیا لري.

روسي چارواکو د حکمت خلیل کرزي سره په کتنه کې ویلي چې دغه هېواد یواځې دومره کولای شي چې د تجارتي موخو لپاره دا کار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما د هیواد ، سیمی او نړی د سیاسی څیړنو او ارزونو له مخی : نه روسان او د کابل فاسده او ناوړه اداره دا حق او صلاحیت لری چه د امریکا له اجازی پرته نظامی مرستی خو لویه خبره ده حتی سیاسی اړیکی سره ولری . روسان د امنیت شوری ( د نړیوال حکومت ) او د نړیوال ګوند( ماسونیزم ) لوړپوړی غړیتوب لری، د ساینس او تکنالوژی په شان نړیوال استعمار ( نړیوالی مافیه ) هم بدلون کړی یعنی استعماری تعدد له منځه تللی د دی په ځآی چه د یوه استعماری قدرت د دریمی نړۍ کوم هیواد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x