ون پلس ۳ (Oneplus 3)؛ پیاوړی خو ارزانه سمارټ فون

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): ون پلس (Oneplus) نومې چینایۍ کمپنۍ خپل نوی پیاوړی سمارټ فون وړاندې کړی چې کولی شي د نړۍ نورو پیاوړو سمارټ فونونو ته ماتې ورکړي.

دغه سمارټ فون چې نړیوالو بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې شوی د نړۍ د ټولو پرمختللو او مشهورو سمارټ فونونو ځانګړتیاوې لري.

په دغه سمارټ فون کې کوالکوم سنپ ډراګن ۸۲۰ ډوله پروسېسر ځای پر ځای شوی. دغه سمارټ فون ۶ ګیګابایټ رېم لري چې دغه سمارټ فون د نړۍ له نورو ټولو سمارټ فونونو څخه جلا کوي.

د دغې سمارټ فون اصلي کامره ۱۶ میګاپکسله ده او د اپټیکل اسټبلایزیشن ټکنالوژۍ څخه برخمن دی. د ګوتې نښې معلومول او ۶۴ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرل يي له نورو مهمو ځانګړتیاو څخه دی.

همداراز دغه سمارټ فون د دوو سیمکارتونو قبلولو وړتیا هم لري. د بیټرۍ وړتیا يي ۳۰۰۰ ملي امپیره دی او ۵.۵ انچه امولېډ ډسپلې لري.

د کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون په یوازې نیم ساعت کې ٪۶۰ چارجیږي په داسې حال کې چې کاروونکي د چارجیدو پر مهال ګېم یا خپلو نورو فعالیتونو ته هم ادامه ورکولی شي.

دغه سمارټ فون په دوو مختلفو رنګونو یعنی طلايي او خاکستري کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې شوی او بیه يي ۳۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د