شعـــــرونه

دعلم خزانې – شهید بشیراحمد ریان

ما د اوږده  ژونــــــــد دا ســــتړې کــــاروان

بي نګهبانه په صحرا تکي،تنها چو کړي

داسي  به يي پوښتې چي بار کړي دي څه

ما د اوږده  ژوندد علمونوخزانې بارکړي

زه پــــــوهيدم چي به تري اخلي دعلمونوخلک

ما ويل پکار به شي دخلکو،صدقه مي کړي

ما اوريدلي کـــــتابو کښي ،دخوږ نبې خبرې

چي ويل به يي اصـحاب ته ،کتاب ماته کړي

څوک چي مړشي،تري پاته شي دادري شيان

صـــــدقه،صـــــالح اولاد او چي عـــــلم وکړي

دامي مصداق،دامي هدف دامي لارښود ده

نو ځکه ما هم کــاروان ده په صحرا چو کړي

اي ريانه!چي همداسي نيک عمل اوسي تل

هم به کــــامياب شي ،هم سوبه  به  وکــــــړي

شهید بشیراحمد ریان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x