نظــر

الآن لأبي حنيفة أن يمد رجليه!

 وايي یو وخت امام اعظم ابو حنیفة رحمه الله په جومات کې ناست و، طالبانو ته یې سبق وایه، که ګوري یو کس چې ظاهري ساټ او باټ یې ښه برابر کړي وو، جومات ته را ننووت، امام صیب خپل ځان یو څه سره ټول را ټول کړ، ده فکر و کړ چې لکه څنګه چې ددغه کس ظاهري بڼه د عالم ده، کېدای شي ډېر لوی عالم به وي، هغه کس چې کله راغی امام صیب روغبړ ور سره وکړ، ځای یې ور کړ، او ور سره کېناست، د خبرو په ترڅ کې نوموړي کس له امام صیب نه داسې یوه بېهوده پوښتنه وکړه چې امام صیب یې حیران کړ!  دا شکل او بڼه او دا بېهوده پوښتنه! نو یې بیرته پښې وغځولې او ویې ویل: الآن لابي حنیفة آن یمد رجلیه! اوس ابو حنیفه ته جواز شته چې پښې وغځوي!

 ما فکر کولو چې ښاغلی سیاف به په رښتیا عالم وي، په دین به پوهېږي، خو کله یې چې د رباني په مرګ اوښکې تویولې، داسې یوه نادره یې وکړه چې زما ټول ګومانونه ا و حدسونه یې په ابو لاهو کړل! ما ویل اوس نو خبره میداني شوه چې نه عالم یې، نه له علم سره کوم تړاو لرې! بس هسې د پیتاوې چلمي او د مجلس سګریټي یې!
په پښتو کې متل دی وايي پلاني خپله لمن په خپله په سر واړوله! کټ مټ همدا لوبه ښاغلي استاذ سیاف وکړه، تر پرونه به یې چا خبره منله او که نه، خو له دې وروسته فکر نه کوم چې یو ماشوم به هم دده په خبرو تېروزي!
  بیګاه د طلوع تلویزیون په تودې خبرو پروګرام کې د سیاف د څرګندونو په اړه بحث کېدو، د بحث له ګډون کوونکو نه یو د قومونو د ملي پیوستون شورا مشر غازي تڼی و، نوموړي ویل چې دا خو ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د استاد رباني په وخت کې په هېواد کې څه حال و؟  کله چې حضرت صبغت الله مجددي خپله دوه میاشتنۍ موده پوره کړه، په آرامه فضا کې لیرې شو! رباني چې څلور میاشتې پوره کړې! ددې پر ځای چې لیرې شي چوکۍ یې ټینګه کړه، ګډه ګډوې جوړه شوه، په هر ځای کې یوه یوه پادشاهي وه! لنډ په دې کابل کې څه حال و؟ په سرکونو خلک وژل کېدل! چا خپل مړي له سرکونو نشوای پورته کولی! نه د چا سر په امن و، نه یې مال په امن و، نه یې آبرو په امن وه! په کابل کې د جمعیت او حزب جنګونه وو، خپل استاد سیاف په جنګ کې اخته وو، له هزاره ګانو سره جنګ وو! په سروبي پاټکونه وو! د میدان وردګو له خوا کابل ته څوک نشوای راتلای! ګډه ګډوډې وه! د طالبانو راتګ د وخت غوښتنه وه، په دې کې هېڅوک شک نه لري، ځکه ټولو په خپلو سترګو هر څه لیدل! طالبان به نیمګړتیاوې لري، مګر ولس ته یې آرامي راوسته، خلک په امن شول، پاټکونه ورک شول…
 دمیز بل ګډون کوونکي قاضي حسن حقیار وویل چې د استاد سیاف خبرې کوم وزن نه لري، زه نه غواړم په دې اړه څه ووایم؛ ځکه چې نوموړی اوس سپین ږیری شوی دی، خبرې یې په واک کې نه دي، څه چې په خوله ورغلل هغه وايي! عمر یې زیات شوی، او په قرآن کریم کې راځي چې د چا عمر زیات شي هغه بیا د ماشوم په څېر شي! هر څه وايي! استاد سیاف کله عالم دی! دا خبره ما مخکې هم څو څو ځله کړې ده چې استاذ سیاف عالم نه دی! هسې یوه ماستري یې کړې ده اوبس، د میز چلوونکي ورته ویل چې ده خپله هم وویل چې زه فتوا نه ور کوم، عالم نه یم خو د احادیثو د یو استاذ په صفت دا خبره کوم!
ما چې دا خبرې اورېدې له ځان سره مې ویل چې الحمد لله خلک هوښیار دي، افغان ولس اوس حقیقت پېژندلی دی، سیاف که هر څو هڅې وکړي حقیقت نشي بدلولی، سیاف هر چا ښه پېژندلی دی، ځکه پرون او نن یې د ټول ولس مخې ته پراته دي! خو افسوس د ده په ماشومانه تصرفاتو!
عبد الخبیر جاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x