نظــر

ګرانه وطنه جينکۍ به دې ګټينه

غلام حضرت شاکر

زه کابل يم

د زخمونو کهکشان يم !

پرهرژلی

سوځېدلی

زړه د وران افغانستان یم

زما حسین او سپین مخ تل په باروتو تور وي

ما کله هم ددې مجال ونه موند چې د«ماني دآژنګ» په بڼه راڅرګند شم!

زما ټول عمر په غمونو کې تېر شوی

لکه زه چې غم ته پیدا یم غم به ګالم

لکه زه چې دغم د ورځې مولود یم

لکه غم اوزه چې دواړه سره لازم او ملزوم یوو

غم له ما او زه له غم سره پیوند یم

لکه تار وي یو او بل سره اوبدلی!

زما تاريخ پینځو زرو کالو ته رسېږي ؛ خو يوه پيړۍ مې هم بې جنګه نه ده تېره شوې ،

دلته په هره سدۍ کې يو فرعون راغلی ، په زرګونو لښکرې يې را مارش کړې ، او زما په لمن کې له پرتو بچیانو یې غوښتي چې د وخت د فرعون په پښو کې سرونه کېږدي ؛ خو زما د بچيانو په قاموس کې تسليمي نشته ، مرګ ګاللی شي ، ګواښونه زغملی شي ؛ خو چا ته سرونه نه شي ټيټولی ،

«دا سر ربه مات شوی خو ټیټ شوی چاته نه دی —— خو تا ته یې پینځه وخته محراب کې راولم»

زما د ستراتېژیک اهمیت له کبله ښکيلاکګرو تل دغه ځای په نښه کړی ، د دوی په اند ددغه سنګر اشغال د نړی د اشغال باب دی ؛ ځکه يې را باندې يرغلونه کړي؛ خو که دا موقعيت غرنی او زېږ دی ، بچيان یې هم زيږه ، مېړني او باتوران دي، چې همېشه يې له خپل ټاټوبي په مېړانه دفاع کړې او چاته یې ددې موکه نه ده ورکړې ، چې اشغال يی کړي ، دلته يرغلګران راغلي ؛ خو سرماتي تللي ؛ مکناټنان راغلي ؛ خو سرونه يې خوړلي:

« چې پرې سر هرمکناټن د وخت خوړلی——-دا هغه بالا حصار دی لکه ؤ»

هو ! دلته د وخت سکندريان ، چنګيزيان ، انګرېزان او روسان راغلي ؛ خو سرماتي او نامراده وتلي ، دلته چې د قربانۍ او سرښندنو اړتیا پیدا شوې، د وخت «ملالیو» هم سرونه په تلي کې نیولي ، سنګر ته یې دانګلي او پخپلو حماسي پیغامونو یې د ننګیالیو وینې په جوش راوستې :

« که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګي ته دې ساتينه
ته په ميوند کې ځان شهيد کړه
زه به سورشال ستا په زيارت وغوړومه .»

دغې کړيکې پرون توپان را ولاړ کړ ، هسې توپان چې د موجونو په پېچ وتاب کې يې ميوند ته راغلي يرغلګران نېست او نابود شول !!

د ملالۍ همدغه تندريزې ټپې يوه بشپړه سوبه شوه او د تاريخ يو وياړمن باب.

هو ! دا خاوره همېشه په خپله غېږه کې همدغسې غيرتي ملالۍ لري ، ناهيد لري، اکبر خان لري ، مسجدي خان او محمدجان خان لري ، دا خاوره د دغسې شاه زلمو ځاله ده او هر مهال د وخت يرغلګرو ته د حال او قال پر ژبه وايي :

ای يرغلګرو، ښکېلاک ګرو! تاسې چې دې سيمې ته په کږو ګورئ ؛ نو يوځل د تاريخ پاڼې واړوئ او د تېرو ابر ځواکونو د ماتې داستانونه پکی ولولئ يو ځل پردې هم سوچ وکړئ ، چې دلته د پرديو د يرغـل پر مهال هر بچی «اکبر خان» ګرځی او د وخت له مکناټن سره د تورو بريښ څرګندتیا کوي لا چې د هرې پېغلې د زړه په پاڼه يې دهمدغه حماسي پيغام انځور شته چې :

که له ځلمونه پوره نه شوه
ګرانه وطنه جينکۍ به دې ګټينه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x