نظــر

په تورخم کي له نښتو څخه موخه د تاسيساتو نه پرېښوول وه که نور څه؟

لیکوال او شناند : مسلم افغان

په دې خو ټول پوهيږي چي د پاکستان يوه برخه د افغانانو ده او نوره يې د نورو ده. خو د انګرېزي مکار ښکېلاک او بيا د هغه د قایم مقام امريکايي ويني بهوونکي ښکېلاک د مکاريو او دسيسو په پايله کي د دغي اورشو واک د دغو دوو ښکېلاکګرو روزلو سوو او وفادارو غلامانو ته وسپارل سو، چي تر اوسه د دغو ښکېلاکګرو په ملاتړ له دغو غلامان څخه کله يوه ډله او کله بله ډله پرواکمن دي.

د ښکېلاک دغه چوپړيان نه د خلکو په غم کي دي، نه د پاکستان او نه يې د پولو. د دوی ټول هم او غم دادی چي څنګه ښکېلاک ته ځانونه نژدې او وفادار وښيي او په دې توګه او په ډول ډول نازونو او مکيزونو په خپل منځي رقابتونو کي ځانونه بادار ته وړاندي کړي او لا ډېر امتيازونه ځني ترلاسه کړي. بادار هم د دې لپاره چي ښه يې مطيع وساتي او لا ډېر کارونه ځني واخلي د دوی په وړاندي ډول ډول کلانکارۍ او مکارۍ کوي او ډول ډول فرمايشونه ورکوي او د هغو د ترسره کېدو په بدل کي امتيازات ورته مني. په دې توګه د پاکستان واکمن سل په سل کي د انګرېزي او امريکايي ښکېلاکګرو خوش خدمتان ګرځېدلي دي.

د افغانانو په اړه چي پاکستاني واکمنان هر څه کوي ټول د دوی د دغو دوو بادارانو په خوښه او غوښتنه کوي او هيڅ ګام د هغو له خوښي پرته نه پورته کوي او نه يې پورته کولای سي.

په دې وروستيو کلونو کي چي د پاکستاني واکمنو له لوري د ډيورنډ د فرضي او نامنلي پولي اړوند هرڅه تحرکات پرلار اچول سوي دي، ټول د دوی د بادارانو په پټو او استخباراتي اوامرو او اشارو دي. که دا خبره څوک نه مني نو هرومرو يې پوهه او درک د تأمل وړ باله سي.

له بله پلوه دا څو کاله کيږي چي ګران افغانستان د انګرېزانو په ملګرتيا د امريکايي ښکېلاکګرو تر نيواک لاندي دی. دلته اوس د هرڅه واک د دوی په لاس کي دی. د حکومت ټول واکمنان او نور ذيدخله عناصر د دغو ښکېلاکګرو له خوا رامنځ ته سوي او مطرح سوي دي او ټول يې معاش خواره او ځيره خواره دي. دوی هم نه د خلکو په غم کي دي، نه د هيواد او نه د هيواد د ارضي تماميت په غم کي دي، بلکي ټول هم او غم يې دادی چي څنګه نيواک ته زيات چوپړ ووهي او په خپل منځي سياليو او رقابتونو کي زیات امتيازات ترلاسه کړي. په ښکاره او په غیر مستقيمه توګه د نيواکګرو د خوشالولو لپاره شپه او ورځ لګيادي خوش خدمتي کوي او ترڅنګ يې خپل جيبونه ډکوي، په ټول هيواد کي يې چور اچولی دی او د حملې او توبرې بازار يې تود کړی دی. البته داچي د خپل هيواد او خلکو پر ضد يې څونه جنايتونه کړي او لا يې کوي د دې حساب به نه څارنوالان وکولای سي، نه مستوفيان.

ښه، اوس به راسو دې ته چي په دې وروستيو ورځو کي د تورخم د شخړي په باب دا های اوهوی د څه لپاره دی؟ آيا دا يوه نوې پېښه ده او صرف همدا ظاهري لانجه ده او بس او که د کوم پلان له مخي رامنځ ته سوه او هوا ورکړه سوه؟

جواب دادی چي دا چاري بې مقدمې او پېښکي نه دی. لکه چي پوهيږو زموږ پر هيواد باندي تر دې دمخه هم نازک حالات راغلي وه، خو دغو پاکستانيو واکمنو زموږ پر پولو هيڅ تېری نه کاوه. دوی د روس د اشغال ، د مجاهدينو د خپل منځي شخړو او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال (کوم چي د هغو مخالفين يې د پاکستان په پلوي تورنوي) کولای سوای چي د ډېورنډ کرښي په اوږدوکي هرځای چي يې لازم ګڼلای لاندي کړ وای. خو په دغو وختونو کي دا کار هغو هيڅ ونه کړ. دغو کارونو ته هغو په دې وروستيو څو کلونو کي ملاتړلې ده، په پلاوو پلاوو يې د دغي پولي دې خواته د درنو وسلو ډزي کړي چي موږ ته يې مالي او ځاني تاوانونه رسولي دي.

ورسره يې د پولي دې خواته ډول ډول تاسيسات هم جوړ کړي دي، خو د کابل ادارې يې په وړاندي هيڅ اغېزمن عکس العمل نه دی ښوولی. نو له دې څخه معلوميږي چي د پاکستاني چارواکو د دغو حرکاتو او په دې اړه د کابل د ادارې د چوپتيا تر شا د دوی د بادارانو لاس دی او په دې کي نيواکګر خپلي پټي موخي لري.

چي کېدای سي يوه يې داوي چي که په راتلونکې کي امريکايان له دې هيواده وشړل سي او د چارو واګي د يوه قانوني حکومت لاس ته ورسي، نو به د ډېورنډ د فرضي پولي په اوږدو کي د پاکستان د جوړو سوو تاسيساتو او د دغي پولي دې خوا ته د هغو د را اوښتو پر سر نوي جوړ سوي حکومت ته نوي ستونزي او شخړي په مخ کي پرتې اوسي. والله اعلم.

لکه چي خبر یو د کابل ادارې دا څو کاله د پاکستان پر دغو کړنو څه عملي عکس العمل نه ښووی، خو اوس يې دادی په تورخم کي په ناببره توګه جګړې ته ورودانګل او بيا يې درې ورځي وروسته بې له کومي لاسته راوړني افغان سرحدي ځواک ته امر وکړ چې نور دې د پاکستاني پوځ سره جګړې نه کوي او اجازه دې ورکړي، چې هغوی خپل تاسيسات جوړ کړي.

نو دا ولي او د دې علت څه دی؟

خبره داده چي په دې وروستيو وختونو کي د کابل اداره د نورو ناکاميو ترڅنګ د طالبانو د بريدونو او جګړه ییزو خوځښتونو په وړاندي په خورا بد ډول ناکامه سوې او هر ځای يې د هغو د حملو په وړاندي دفاعي حالت غوره کړی دی.

بل دا چي طالبان اوس د هيواد پر ډېرو برخو واکمن دي، په ورځنيو چارو او د خلکو سره په چلند، په تېره په قضايي چارو کي يې کټ مټ د يوه واقعي او د خلکو له هر ډول ملاتړ څخه د برخمن او بريالي حکومت حيثيت خپل کړی دی. په پوځي ډګر کي طالبان برلاسي او کامياب دی، د جنګياليو مورال يې قوي دی، د ورتسليم سوو او اسيرو سوو دولتي کارکوونکو او سرتېرو سره ښه او اسلامي، انساني چلند کوي، د غلا، چور، زورونو او هرډول فساد او فحشا مخه يې په کلکه نيولې ده، محکمو ته يې خلک ان د کابل ادارې ترواک لاندي ځايونو څخه مراجعه کوي. خلکو ته کومکونه وېشي او ان ځيني ځايونه يې لاري او سړکونه ورجوړوي. د اسلامي عالمانو او نورو پوهانو او متخصصينو او اهل کارو وړ درناوی او عزت کوي او له مشورو څخه يې ګټه اخلي. لکه چي دغسي کسان يې په فرهنګي ادارو او نورو ليکو کي ډېر سوي هم دي او له ليري هم بې له کومي تمي، خاص د اسلام، هيواد او خلکو د ننګي په خاطرورسره ملاتړي دي. د دغو لاملونو پر بنسټ د ولس اکثريت هم ځني خوښ دی او په سر او مال يې ترشا ولاړ دی ، ان خلک خپل زکاتونه او تبرعات لا د ګوډاګي حکومت د قدغن او نيونو باوجود هغو ته لېږي.

د دې ترڅنګ نړيوالو ته هم ورځ په ورځ څرګنديږي چي طالبان نرم دريځي، منځلاري او خپلواکي غوښتونکي ملي مبارزين دي او داعيه يې برحق ده او هغو ته يې هيڅ تاوان نه دی رسولی، ځکه نو د دوی دښمنان لا کله کله د هغو وجدان دې ته اړ کړي چي تر خولو يې ووزي چي ”طالبان زموږ دښمنان نه دی“ او د اشغالګرو او د کابل د ادارې دا تبليغات چي ګواکي دوی تروريستان دي ورځ تر بلي پوچ، پيکه او درواغ ور ته جوتيږي. له دې امله دی چي په دې وروستيو کي رسنيو په ډاګه کړې چي ځينو هيوادونو د طالبانو اسلامي امارت ته د يوه قانوي دولت په څېر کتلي او د دوی رهبرانو او لوړ پوړو چارواکو ته يې بلني ورکړي او بې قيد وشرطه مرستي يې ورسره کړي دي.

بله لويه خبره داده چي امريکايانو ژمنه کړې وه چي په افغانستان کي يو محدود شمېر پوځيان د افغان پوځيانو د روزني لپاره پرېږدي او نور پوځيان باسي او جګړه ییز فعاليت نه کوي، خو په دې وروستيو کي يې پر خپله دې ژمنه پښه کښېښوده او افغانستان ته يې د خپلو پوځونو د بيا را لېږلو او شپنيو عملياتو او په کلو کي د بمباريو کولو اعلان وکړ، په داسي حال کي چي په دې اړه د کابل د ګوډاګۍ ادارې سره هيڅ خبره هم نه ده سوې، چي دا کار د افغانستان په دننه او دباندي کي لويه هيښتيا اوغوسه را پارولې ده.

نو دې ټولو خبرو ته په پام اړولو سره، د دې لپاره چي د کابل د پوشالي ادارې له ناکاميو او د طالبانو د پرله پسې برياليتوبونو او د امريکايانو د دې وروستي تکل څخه د عامو خلکو توجه بلي خوا ته واړوي او د اشغالګرو او د هغو د لاسپوڅو له اوږو څخه دعامه فشار بار څه سپک سي، نو يې د تورخم پېښو ته لوری ورکړ.

اشغالګر او ګوډاګيان به يې ښايي دا ډرامه خپلو ځانونو ته ګټه بولي او تر څه مهاله به د ځينو کسانو ذهنونه دې ډرامې ته اوښتي وي، خو حقيقت دادی چي دې پيښي لاندي لوی تاوانونه ورسول:

څنګه چي يې د پاکستانيانو د خوښي سره سم بېرته د هغو د تاسيساتو جوړولو اجازه ورکړه، نو دا هغو ته يوه لاسته راوړنه سوه، چي ښايي هغوی تر دې وروسته نورو دغسي چارو ته لاس واچوي او بیا يې مخي ته څوک ونه درېدلای سي.

د دې پېښي له امله به په پاکستان کي د افغاني مهاجرو ژوند نور هم تريخ سي.

پاکستاني چارواکي به پر تورخم او دغسي نورو لارو د افغانانو د تلو راتلو په اړه ستونزي نوري هم زياتي کړي.

د دواړو حکومتونو تر منځ يې زړه بداوي نور هم زيات کړل.

د کابل ادارې پر کمزوري، خاينانه او بې مسؤوليته دريځ يې د دې ادارې د چارواکو او عسکرو غوسه او نيوکي راوپارولې.

د عسکرو مرګ ژوبله او ويني هدر ولاړې.

په دې مبارکه روژه کي پر پولو باندي د لارو د بندېدو له امله د اړتيا وړ شيانو نرخونه آسمان ته وختل.

سوداګرو او د تورخم دکاندارانو او بې وزلو خلکو ته د مليونونو افغانيو په ارزښت تاوانونه ورسېدل.

زموږ ډېر ناروغان د درملني لپاره پاکستان ته ځي او ډېر نور هيوادوال هم هلته ضروري کارونه لري، خو له دې امله د ناروغانو ناروغۍ لازياتي سوې او د نورو کارونه هم د خنډ او ځڼډ سره مخامخ سول.

او پايله يې هم نه داچي هيڅ ده، بلکي تر دې به لا تاواني وي ؟!

افسوس د دې واکمنو پر عقل او د دې بې وزلو او بې اسرې اسکېرلو خلکو پر بد بخت. جالبه يې لا داچي ځينو عاقبت نااندېشو، د امريکايي اشغال په چوپړ کي ولاړو کسانو په لاپو شاپو پا کستانيانو ته پېشروونه وهل او ان وغوښتل چي د دووګاونډيو هيوادونو ترمنځ د يوې اوږدې جګړې اور بل سي.

آيا دوی پوهيږي چي د دغسي جګړې پايلي به څه وي؟ په دې جګړه کي به د بې وزلو وګړو ويني توی سوي وای که د ګوډاګيو واکمنو او د هغو د اولادونو؟ په دې جګړه کي به سوداګرو، دکاندارانو، مزدورانو او عامو خلکو ته تاوان رسېدلی وای که د کابل د ادارې چارواکو ته؟ د دې جګړې له امله به د خلکو د اړتيا وړ مواد څومره کخت او ګران سوي وای؟ او ايا زموږ د هيواد او خلکو دې اوسنۍ ناسمي وضعي ته په کتو به په دې جګړه کي ګټه د چا او بری د چا وای؟

سهي ده چي موږ مړانه، ننګ او غيرت لرو، خو آيا دا په تشو لاسونو او د دې ټګي امريکا تر نيواک لاندي او د دې بې همتو او هيواد پلورو رهبرانو په شتون کي او زموږ په دې بې اتفاقی کي او زموږ د دې وران ويجار اقتصاد په دې حالت کي کېدای سي؟

نه ! هيڅکله نه ! دا ساده خبري نه دي، دلته د ګران هيواد او زموږ د زورېدلو خلکو مسأله مطرح ده. دا ساده خبري، لوبي او ټوکي نه دي. وايي د جنګ خوږې خبري ساعت يې تريخ دی. او په عربي کي مقوله ده چي وايي:”قدموا الخروج قبل الولوج“ (کله چي يوې سمڅي[غار] ته ننوزئ لومړی له هغه څخه د بېرته راوتلو فکر وکړئ). زموږ اردو په دې څلوېښتو کالو کي ټوکر ټوکر سوې ده، خو پاکستان پر دې سر بېره چي اټومي قدرت دی، اردو يې د اويا کالو راپه دې خوا د امريکې، انګرېز، چين او نورو په وسلو، پيسو، مشورو او کومکونو په نړيواله کچه روزل سوې او پياوړې سوې ده. زموږ په اوسنيو شرايطو کي چي هم تر اشغال لاندي يو، هم په کور دننه کي په جګړو اخته يو، هم دغسي بې همته واکمن راباندي مسلط سوي دي، د پاکستان سره زموږ جګړه به خدای مکړه يو مصيبت وي. هو، که واياست چي:

” لاف نه زنم شاف نه زنم چه کنم“ دا بيا بېله خبره ده؟!

ښه سمه خبره څه ده؟

سمه خبره داده چي د هيواد اکثريت قوم د اسلامي احکامو او افغاني دودونو پر بنسټ په خپلو کي تربګنۍ او اختلافونه پرېږدي، بېل بېل نومونه له ځانونو څخه ليري کړي، لومړي يوبل په غېږ کي سره ونيسي او ورسره جوخت د هيواد نورو وروڼو قومونو ته د ورور ګلوۍ غېږ پرانيزي، ټولو ته مينه او محبت ورکړي او پر ځان يې راټول کړي. د خاينو، تفرقه اچوونکو او غلامو رهبرانو پر ضد د زړه له کومي او په افغاني مړانه او ايماندارۍ سره ودريږي، هر پردي ته په زغرده ”نه“ ووايي. چوکۍ، کارونه او امتيازونه يې پرېږدي او په غوڅه توګه مقاطعه ورسره اعلان کړي او هر څه ژر يې له ګران هيواده د وتلو غوښتنه په ملي او بين المللي مجامعو کي مطرح کړي. او ور سره ورسره په هيواد کي دننه د ټولو شتو ناخوالو او فسادونو د له منځه تلو لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.

بیا به وګورو چي د لوی څښتن په مرسته به مو هر څه سم سوي وی، ټول به يو مسلمان افغان ملت ګرځېدلي يو، په تن به پټ او په نس به ماړه يو، د پردو او خپلو له ظلمونو او کړاوونو به په امان يو، پیاوړې اردو او پوليس به لرو او د اټومي ځواک او نورو شيانو په ترلاسه کولو سره به د سيالانو سره سيال سوي يو ، هغه مهال به په لافو او چټياتو نه، بلکي په رشتيا او د موټه په زور به له غاصبانو څخه خپل حق اخلو او له نيواکګرو څخه به د دوی د ناروا تېريو تاوانونه غواړو. لوی څښتن ته د دغو هيلو د تحقق په هيله او دعا والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x