د روژې اوولسمه تحفه

Dr-nisar ahmad samad

لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد واصفی

د نن زرین اصل :

محترم وروره او محترمی خور! ته به روژه نیسې، لوږي او تندي به ګالې، تلاوتونه او خیراتونه به کوې، د خوارانو او مسکینانو لاسنیوئ به کوې خو یو بل څوک به راسي او په آرامه به ستا ټولي نیکۍ در څخه واخلي ، که غیبت وکړې !

دا هم اوولسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

سودا په سورۍ کڅوړه کی

اسلام راته وایی چی درواغ باید و نه وایم آن که په ضرر می هم وی . خو زه یې وایم ، یعنی د امر پر خلاف عمل کوم !

اسلام راته وایی چی د خلکو غیبت ونکړم حتی که یې هغه شخص یا اشخاص لایق هم وی . خو زه په هر چا پسی خبری او غیبت کوم !

اسلام راته وایی چی د خلکو مال باید قبضه او تصرف نکړم که آن ډیر محتاج هم یم . خو زه دا ظلم کوم !

اسلام راته وایی چی د مور او پلار سره باید نیکي وکړم حتی که هغوی راسره ښه هم نه وی . خو زه د هغوی سره بې باکي او بې ادبي کوم !

اسلام راته وایی چی هر څه د ځان له پاره خوښوې هغه د بل مسلمان له پاره هم خوښ کړه آن که هر څومره ښه متاع هم وی . خو زه کنجوسي او سختي کوم !

اسلام راته وایی چی د خلکو په خصوصي ژوندانه کی مداخله ونکړم او هغه څه چی په ما اړه نلری باید ترک یې کړم . خو زه د هر چا په هر کار کی لاس وهنه او مداخله کوم !

اسلام راته وایی چی خلک باید زما د لاس او ژبي څخه په امان وی . خو زه هر هغه څوک چی خوښ می نه وی په نېښ وهم !

اسلام راته وایی چی حق نلرم نور خلک آزار کړم حتی حیوانات او مرغان هم . خو زه مضرتوب کوم !

اسلام راته وایی چی هر هغه عمل پریږدم چی روغتیا او سپما ته می زیان لری ( لکه سګریټ ، نسوار ، قمار او ډیر نور ) . خو زه یې نه پریږدم او نامعقولی حیلې جوړوم !

اسلام راته وایی چی باید د چا سره خیانت ونکړم او هیچا ته جاسوسي ونکړم . خو زه د خپل ولس ، خپل هیواد او خپل وجدان پر ضد دا عمل کوم !

نو که په نوم مسلمان درواغ وایی ، غیبت کوی ، خیانت کوی ، ظلم کوی ، تیری او فساد کوی ، جاسوسي کوی….. معنی به یې دا وی چی دا د هغه ځاني خرابي او ګمراهي ده ، بلکی دا هره کړنه یې د اسلام پر خلاف ده . یعنی ستونزه زموږ ځاني ده نه د اسلام !

هو ، غیبت ، درواغ ، تور لګول ، بدګوماني ، د مسلمانانو تر منځ کرکه اچول ، خبري ځغلول ، د مسلمان تحقیر او سپکول ، تکبر ، غرور او داسي نور هغه ګناهونه دي چي زموږ د ورځنیو کړنو ، ویناوو او لیکنو لویه برخه جوړوي .

دا کړني زموږ د نېکیو او عبادتونو ( لکه لمونځونو ، روژو ، نفلونو ، تلاوتونو ، اذکارو ، حج ، عمرې ، صدقاتو ، خیرات او نورو عبادتونو ) چي موږ يې د بدن په ستومانۍ او د وخت او مال په لګښت سره کوو اجر او ثواب ختموي .

زموږ دا ډول عمل هغه چا ته ورته دی چي لوړبیه توکي په بازار کي واخلي او بیا يې کور ته په سورۍ کڅوړه کي وړي . دا ډول انسان باید په کوم نوم ونومول سی ؟! نو بهتره دا ده چی خپلی نیکۍ په سورۍ کڅوړه کی وانه چوو . اوس هم د ارادې او توبې دروازې خلاصی دي او ناوخته نه دی . یعنی پر بدو تأمل او پر ښو تلوار !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د