د ګوانتنامو زندان څخه خوشي شوی بندي په سوریا کي وژل شوی
نن ټکی آسیا: د ګوانتنامنو څخه را خوشي شوی یو بندي په سوریا کي د بشار الاسد د ظلم په خلاف په جګړه کي وژل شوی.
د برتانوي اخبار میل اون سنډې د خبر پر اساس د محمد العلمي په نامه یو 37 کلن ځوان په ګوانتنامو کي 4 کاله تیر کړې وه او په کال 2006 کي ددغه زندان څخه خوشي شو.
ورځپاڼه وایی چي د نوموړي په اړه معلومات وايي چي هغه په سوریا کي د واکمن بشار الاسد د پاڅون وروسته د القاعده د جهادیانو سره یو ځای شو، او د سوریې د واکمن بشار الاسد په ضد په جګړه کي تیره میاشت وژل شوی دی.
ویل کیږي چي په دې ورستیو کي د نوموړي په اړه د القاعده یوه مشر په ویډیو کي ویلي چي محمد العلمي په میړاڼه کي مثال وو، او د ګوانتنامو په زندان کي د هر څومره عذابونو او تکلیفونو تیرولو سره سره یې خپله عقیده او فکر بدل نه کړ، او بیا یې هم د ظلم او فساد په خلاف خپله وسله پورته کړل، او په دغه مقدسه لاره کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
محمد العلمي به اړه ویل کیږي چی د القاعده په الفاروق نومي مرکز کي عسکري تعلیم کړی وو، او بیا د امریکایانو په خلاف افغانستان کي جنګېدلی وو، او امریکایانو ته هغه وخت په لاس ورغلی وو، کله چي یې غوښتل د افغانستان څخه پاکستان ته سفر وکړي.