ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۰۷) – ډېر مصیبتونه ګټور وی!

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ ډېر مصیبتونه ګټور وی!

ولیم جیمز وایې:
(( تر ډېرې اندازې پورې غیر متوقع افتونه او مصیبتونه له موږ سره مرسته کوی، که د “دوستیو فسکي” او “تولستوی” د ژوند ترخې نه وای ګاللې، نو خپل مشهور ناولونه یې نشوای لیکلای، فقر او غربت او د یتیمۍ ناخوالۍ پر مخ خوړل، کله کله د علم او معرفت په ډګر کې د نبوغ ترلاسه کولو وسیله ګرځې. ))

یو شاعر وایې:
(( کله کله په سترو سترو بلواګانو کې نعمتونه نغښتل شوی وی او ځینې خلک بیا په نعمتونو کې بدمرغه وی، ددې برعکس کله کله ثروت او زامن د بدمرغۍ لامل ګرځې. ))

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ فَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ﴾
ژباړه: (( د هغوی د مالونو او اولادونو له کبله په تعجب کې مه لوېږه! الله تعالی ﷻ غواړی ترڅو له همدې کبله یې په دنیا کې پر عذاب ککړ کړی. ))

وګوره عالمانو او پوهانو ته:
ابن الاثیر رحمه الله خپل کتابونه: جامع الاصول او (انهایة) په داسې حال کې ولیکل، چې له ځایه نشوای خوځېدلای.

سرخسی رحمه الله پنځلس جلده کتاب “المبسوط” په داسې حال کې ولیکه، چې په یوه ژوره کنده کې بندی وو.

ابن القیم رحمه الله “زاد المعاد” په مسافرۍ کې ولیکل.

قرطبی رحمه الله د مسلم شرح په کیښتۍ کې ولیکله.

ابن تیمیه رحمه الله خپله شپږ دېرش ټوکه فتاوی په زندان کې ولیکله.

ما ته یو ورور خبر راکړ، چې په زندان کې یې بشپړ قران حفظ کړ او څلوېښت جلده کتابونه یې ولوستل.

ابو العلا المعری هغه څوک دی، چې خپل دیوانونه او کتابونه یې په داسې حال کې ولیکل، چې په سترګو ړوند وو.

طه حسین خپل یادښتونه او مولفات په داسې حال کې ولیکل، چې په سترګو ړوند وو.
او داسې نور … .. .

فرانسوی فیلسوف “بایکون” وایې:
(( لږه فلسفه انسان د الحاد لور ته بیایې؛ دا په داسې حال کې چې په فلسفه کې ژور ننوتل بیا انسان د دین خوا ته رابولې. ))

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ ﴾
ژباړه: (( خو پر دې باندې هماغه کسان پوهېږی، چې د علم خاوندان دی. ))

﴿ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ ﴾
ژباړه: (( له الله تعالی ﷻ څخه د هغه په بنده ګانو کې عالمان ډېر وېرېږی. ))

دکتور “ای ای برېل” وایې:
(( هېڅکله به هم یو حقیقې مسلمان، په نفسی ناروغیو اخته نه شې. ))

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدّاً ﴾
ژباړه: (( دا باوری ده، کومو خلکو چې ایمان راوړی دی او ښه عملونه یې کړی دی، ډېر ژر به رحمن ذات د هغو لپاره په زړونو کې مینه پیدا کړی. ))

دغه راز وایې:

﴿ وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آمَنُوا إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴾
ژباړه: (( بېشکه الله ﷻ ایمان راوړونکو ته تل سمه لاره ښیې. ))

او داسې نورې بېلګې … .. .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x