شعـــــرونه

د روژې مبارکي په درنښت کې.. د تقوا په شال کې پټه …!!

د نازکخیالې، درنې او وتلې شاعري خور حنیفه «زاهد» شاجوئي یو په زړه پوري نظم

د تقوا په شال کې پټه …!!

بیـــا را ووتـه لــه نــازه   =   په همزولو کې ممتازه

ورځ ئی جوړه په ګیڼو ده =  شپه ئې ډكه ده له رازه

«««»»»

هرقدم کې ئې ښكلا ده

برکت ئې هره سا ده

د تقوا په شال کی پټه

لــه ګـردونو د ګـناه ده

په خاموشه خاموشي کې

هم طاعت ده هم دعا ده

هرکلي ته ئې را ووزه !  = برخه مند شه له اعزازه !

««««»»»

په پلو کې ئې ګیډۍ دي

د قربت د باغ غوټۍ دي

پر ګلپاڼو ئې لیکلي

پیغامونه د مستۍ دي

له درباره سلامونه

قبلیدل د بندګۍ دي

پټ په څڼو ئې جهان دی

په هرلاس کی ئې احسان دی

فرشتې ئې بدرګه كړي

لوی ئې برم لوړ ئې شان دی

په سوغات کې ئې راوړی

کور د خاورې ته قرآن دی

شپه د قدر ئې ګرمیږي  =  د ملكو له آوازه

«««»»»

بختور ئې روژه مات دی

پیشلمی ئې مکافات دی

ټول درمل دی روح او تن ته

په سستي کې ئې حیات دی

د أختر تاج ئې پرسر دی

پروت هیبت ئې د برات دی

تا ته نه ګوری «زاهده !»  = ملیکه ده هوا بازه

2016-06-18 // رمضان المبارک ۱3مه / شنبه

حنیفه «زاهد» شاجوئي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x