افغانستان

تورخم نن د عامو مسافرو پر مخ خلاصیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د بریالیو مذاکراتو وروسته دواړو لورو پریکړه کړې چې تورخم به نن د عامو مسافرو پر مخ خلاص کړي.

تورخم د تېرې یکشنبې ورځې راهیسې تر هغه وروسته بند شو چې افغان او پاکستاني ځواکونه د یوې دروازې جوړولو پر سر سره وران شو او خبره جګړې ته ووتله. په تورخم کې درې ورځې وقفه په وقفه جګړه وشوه چې له کبله یې دواړو لورو ته مالي او ځاني تلفات واوښتل.

په تورخم کې مسوول یوه پاکستاني چارواکي غنچه ګل بي بي سي ته ویلي چې بېګا شپه د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو تر منځ مذاکرات بریالي شوې او دواړو لورو د تورخم د خلاصولو پریکړه کړې ده.

هغه ویلي چې تورخم به نن /شنبه، غبرګولي ۲۹مه/ اته بجې د تګ راتګ لپاره خلاص شي.

یاد پاکستاني چارواکي ویلي چې د تورخم د دروازې جوړولو کار لا هم روان دی او په وینا يې په مذاکراتو کې د دروازې په جوړولو او نه جوړولو هېڅ خبره نه ده شوې.

په عین حال کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال سمونوال محمد ایوب حسین خیل هم تایید کړې چې تیره شپه په تورخم کې ناسته او موافقه شوې چې د شنبې په ورځ اته بجې به د تورخم لاره خلاصیږي.

په تورخم کې مېشت سرحدي پولیس وايي چې له کابله ورته امر شوی چې د دروازې په جوړولو باندې غبرګون ونه ښيي. دوی په حکومت نېوکه کوي چې د دروازې پر سر یې مالي او ځاني تلفات هم وګالل او وروسته یې پاکستان ته د دروازې جوړولو اجازه هم ورکړله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تورخم د افغانستان مظلوم اولس او د کابل فاسدی او ناوړه اداری ته د ستونی حیثیت لری ، کله چه د تورخم دروازه بندیږی لکه څوک چه د کابل اداره او مظلوم اولس له ستونی ونیسی . د کابل اداره دد تورخم دروازی په ټړلو د مظلوم او لس له ستونی نیولو په غم کی نه دی د خپلو کمرکی لاسته راوړنیو په غم کی دی یعنی د ګمرک مسولین د ګمرک لاسته راوړنی د کابل اداری د لوړپوړ چارواکو سره شریکوی ، ګمرک کی هره ورځ په میلونو ډالر جوړیږی کله چه د تورخم دروازه بنده شی د کابل… نور لوستل »

محمد عبدالله

مسلمانانو تاسو به کله را ویخیږی ګوری مسلمانانو که مونږ نن صبا خپل شاوخوا جامعی ته متوجه شو نو دهری ورزی په تیریدو داسلام دخمنان زمونږ په خلاف خطرناکی دسیسی اوتوطیی په کار اچوی مونږ یو بل سره په یو نوم او بل نوم جنګوی اوزمونږ په منځ کی دنفاق اور ته لمن وهی متاسفانه چی دی کی بعضی احساساتی خلک هم په ناپوهی ګد شی زمونږ په نوم اسلامی دولتونه فوجونه لری خو د اسلام اومسلمانانو ساتنه نکوی زمونږ کوندی او ماشومان سوریه عراق افغانستان فلسطین کشمیر برما او نورو زایونو کی دبمونو او بیپیلوته او پیلوت داره رنګارنګو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x