نظــر

ولسمشره! د مچلغو بند دې هیر دی؟

انعام الله احمدزی

د څلویښتو کلونو وروسته د سلما د بند ستره پروژه سر ته ورسیده  او افتتاح شوه. همداراز په تیرو څو اونیو کې د هیواد په مختلفو برخو کې د اوبو د ډیمونو د جوړلو تړونونه لاسلیک شول. اوس دا فکر لا قوی شوی چې په افغانستان کې باید په بنسټیزو پروژو کارونه پیل شي. ددې پر ځای چې ملیونونه ډالر د وارداتي برق د مزو په غځولو مصرف شي باید د کور د ننه د ډیمونو په جوړولو ولګول شي. د یوه راپور له مخې حکومت په پام کې لري چې په راتلونکو څو کلونو کې په ۲۹ وړو، متوسط او لویو ډیمونو کار پیل کړي چې دا د ستایلو وړ اقدام دي.

د یاودنې وړ ده چې د افغانستان اساسي قانون په هیواد کې په متوازي اقتصادي پرمختګ او انکشاف ټنګار کوي لاکن متأسفانه په تیرو ۱۴ کلونو کې دا کار ندې ترسره شوی. اقتصادي پرمختګ او انکشاف یوازۍ یو څو ولایتونو او اولسوالیو پورې محدود پاتې شوی. هغه کسان چې د هغوی د ووټونو په مټ اشرف غني واک ته ورسید نن یی نه یوازې له پامه غورځولي بلکه برعکس د دوی په حقوقو سترګې پټیږي. په خاصه توګه د لویې پکتیا سره په تیرو څو لسیزو کې امتیازي چلند شوی.

که څه هم په افغانستان کې اکثره حکومتونه د لویې پکتیا د ولسونو د ملاتړ په نتیجه کې رامینځته شوی لاکن متأسفانه نه خو دوی له حکومتونو څخه په لازمه توګه خپل حقوق غوښتي او  نه هم حکومتونو د دوي حقوق ادا کړي. له لوېې پکتیا څخه اشرف غني تر ۹۰ فیصده زیات ووټونه ترلاسه کړل او همدا د نوموړي د بریا سبب شول. د لوېې پکتیا ولسونه له حکومت څخه د اساسي قانون له مخې د متوازي اقتصادي او انکشافي پرمختګ غوښتونکي دي.

د پکتیا د خلکو یو ستر ارمان د مچلغو بند جوړول دي. ولسمشر اشرف غني د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال هم ددې بند د جوړیدو ژمنه کړی و چې تر اوسه یی پدې برخه کې هیڅ عملي ګام ندی پورته کړی. ددې بند لومړی سروۍ د داود خان په وخت کې ترسره شوی وه. د معلوماتو له مخې ددې بند له جوړیدو سره به پنځه ویشت زره جریبه ځمکه غړوبه شي او ۸۰۰ کیلو واټه برق به تولید کړي. په ۲۰۱۱ کال کې اسیايي بانک ددې بند د جوړولو لپاره د ۲۸ ملیونو ډالرو ورکولو ژمنه وکړه او په رسمي توګه یی کار پیل شو لاکن متأسفانه له څو کلونو راهیسې یی کارونه په ټپه ولاړ دي او تراوسه پورې یی یوازې ۲ فیصده بودیجه په مصرف رسیدلې ده.

بعضې کسان ددې بند د نه جوړیدو علتونه د امنیت نه شتون او د حکومت بې توجهي په ګوته کوي. داسې فکر هم موجود دی چې بعضې کړی غواړي ددې بند پیسې خپلو ولایتونو ته انتقال کړی او هلته پرې نورې پروژې عملي کړي چې دا به د پکتیا له اولس سره ستره جفا وي. د امنیت په برخه کې باید ووایو چې مچلغو د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز څخه یوازې ۲۸ کیلو میتره لیرې پروت دی. د ټولې پکتیا په نسبت د احمد ابا ولسوالې امنیت ښه دی. که ددې بند د کار د دریدو علت امنیتي مشکلات وي نو بیا خو په ټول هیواد کې ناامني ده باید په یو ځای کې هم پرمختایي کارونه تر سره نشي. په حقیقت کې دغه پروژه د حکومت په لومړیتوبونو کې نده شامله. همدا وجه ده چې څو کاله وړاندې پدې پروژه پیل شوی کار د نا معلومو وجوهاتو له امله اوس معطل دي.

له بلې خوا طالبانو هم اعلان کړی چې د ملي پروژو په تطبیق کې پوره مرستې کولو ته تیار دي. نو د پکتیا ولس د حکومت څخه ددې بند د چارو د بیا پیل کیدو جدي غوښتنه کوي او د طالبانو څخه هم هیله کوي چې ددې سترې پروژي  د تطبیق لپاره د ځايي خلکو او مخورو په همکاری ډاډمنه فضا رامینځته کړي. موږ د پکتیا په مدني فعالانو هم غږ کوو چې پدې اړه خپل مسئولیت ادا کړي ترڅو د ولس په زړه کې ځای پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x