ورزش

د فټبال د پرمختګ لپاره پلاټیني افغانستان ته سفر کړی

نن ټکی آسیا : د نړیوال فټبال فیډریشن مرستیال مشر مایکل پلاټیني نن د یک شنبې په ورځ افغانستان ته را وسید، تر څو د افغانستان د فټبال فیډریشن ته خپله ټوله همکاري وښيي.

پلاټیني په عین حال کي د اروپا د فټبال (UEFA) فیډریشن مشري هم کوي، او افغانستان ته په خپل یوه ورځني سفر باندي د را رسیدو وروسته نوموړي وویل چي: زما په فکر اوس هغه وخت را رسیدلی چي سړی افغانستان ته راسي، او ددغه هیواد د فټبال ملي ادارې ته سلام وکړي. او زیاته یې کړه زه ډیره خوشحاله یم چي په افغانستان کي یم.

باید وویل شي چي په همدې میاشت کي افغانستان په نیپال کي د جنوبي آسیا د سیالیو پای لوبه وګټل او په سیمه کي د نوي چمپین په توګه وځلید، او دا د افغانستان لپاره په نړیواله سطحه په فټبال کي لومړی لویه لاسته راوړنه وه.

پلاټینی د فرنسا تابعیت لري، او د همدې هیواد لپاره یی په خپله ځوانۍ کي لوبه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x