نظــر

د ننګیال ننګ او د سرخط مرستیالي

جمال پشتون

عبدالباري خو په فرهنګي حلقو کې شهرت ننګیال د جهاد له وخته پېژندل شوی نوم دی. ننګیال د پښتو نثر د خاص طرز لیکوال دی. له تاندې ځوانۍ قلم خوځوي. «وینه په قلم کې» يې د جهادي ادب د مخکښو لیکوالو او قلموالو سوانح راغونډ کړي وو چې په پراخه پیمانه لاس په لاس شو. «وینه په قلم کې» د جهاد د وخت شرایطو او تنګسیو په پام کې نیولو سره د ننګیال شهکار اثر و.

د ننګیال د نثر په خوږلن یې دوست او دښمن معترف دي. ننګیال تر ادبي لیکنو مطبوعاتي هغو کې ډېر وځلېد. که ووایو چې شهرت ننګیال مطبوعات ادبي کړل، مبالغه به مو نه وي کړې. د ننګیال پخوانۍ مقالې چې ورځپاڼو ته لیکل شوي اوس هم په کې خوند او خوږلن شته.

د جهاد په وروستیو کې شهرت ننګیال د مشهور جهادي قومندان، مولوي جلال الدین حقاني صاحب فرهنګي مسوول و. د حقاني صاحب د جبهې له فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ یې له مطبوعاتو سره د حقاني صاحب د رابطې په جوړولو کې موثر کردار ادا کړ. دوولسم ګرامه ماغزه اثر کې يې د حقاني صاحب پر هڅو ښه رڼا چولې ده.

د شهرت ننګیال قلم، هنر او کمال پر خپل ځای، خو د ننګیال په اړه وروستۍ خبرې زه او زما په څېر ډېر نور شوکه کړي. او هغه خبر دا چې شهرت ننګیال د امنیت شورا په بودیجه د چلېدونکې سرخط ورځپاڼه کې د یوه کشري هلک مرستیال دی!

دا چې د سرخط ورځپاڼې فنډ د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر ورکوي او سرخط د دولت تبلیغاتي رسنۍ ده، دا څه باک نه لري. اوس که دولت انیس او هېواد ته فنډ ورکوي دا سرخط یو وربالا. په انیس او هېواد کې ډېر درانه لیکوالان او قلمبدستان کار کوي. دا فرق نه کوي، څه د حنیف اتمر ورځپاڼه یا کوم بل چارواکي. خو د سوال او حیرانتیا ځای دا دی چې شهرت ننګیال په دومره شهرت او نام و نښان د یوه کشر او نیمه سواد هلک مرستیال کېږي.

د ننګیال په دې دنده کې دوه لوی عیبونه دي: یو دا چې د ده مسوول مدیر د ډيري ټیټې کچې سواد لرونکی ژڼی دی او دویمه دا چې سرخط لا کال نه دی پوره شوی چې وطن یې په بویونو ونیو. د مطبوعاتو په تاریخ کې به په رسنیو کې د سپکې ژبې، ښکنځلو او سپکاویو د رائجولو او عامولو «امتیاز» د ارګ د همدې ورځپاڼې په برخه وي. د ملي وحشت نور شرمونه کم و چې دا بل هم ورزیات شي! د سرخط ورځپاڼې نور کاریګر هم معلوم دي، خو د ننګیال او حبیب الله رفیع نومونه په دې کتار کي ډير نامانوس دي. د دوی یو عمر کار، تجربه او شهرت څنګه دوی ته اجازه ورکوي چې د څو سپک ژبو په کتار کې يې نومونه راشي.

د دې حکومت پښې خو دومره لړزېدونکي دي چې ایله یې فېسبوک او سرخط ته هیله ده چې خلک به وغولوي. خو اوس خلک هم بلاوي دي. دا خبرې پټې نه پاتې کېږي. هغه ۳۰۰ ډالریزې «حق الزحمې» چې پټې پاتې نه شوې او خبره تر رسنیو راورسېده د سرخط او سرخطیانو بوی خو ډېر مخکې خپور شوی و. دا نور چې پکي کار کړي دا ورته برابر دي. دوی همدې ورځپاڼې سره ښه جوړېږي. د ننګیال له سپينې ږیرې سره نه ښايي چې داسې توهین نامه کې لیکل کوي او تر دې هم بده چې بیا د بې سواده ژورنالیست معاون دی.

باقي دي خیر، نور به څه څه وګورو….

ننګیال صاحب ته ښې چارې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوربت

دا داسي ليکوالان دي چې د حالاتو اوشرایطو له رفتاره سره ځي. دوي په هرقالب کې جوړ راځي. هرڅه د مارکيټینګ لپاره لیکي. چې څوک پیسې ورکړي هغه په فرضي او جعلی افسانو اسمان ته رسوي اوبه مقابل لوري پسې يې توهین امیزه مصنوعي واقعات تړي. دوي ديانت نلري چې په دروغ وشرميږي اويا له الله نه وويريږي. تعلیمي کچه يې هم ټیټه ده چې پرعلمي ميتود شیان ولیکي او کره شواهد وړاندي کړای شي. بس په همدي طنزیه لیکنو اوفرضي کیسو پیسې پیداکوي. ننګیال په جمعیت کې له عصمت قانع سره يوځاي درباني دستاینې په قصیدو وخت تيراوه اوبیايې… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ولا شنو ډالرو، ښکلو دفترو او لوکسو موټرو د ډېرو خلکو ايمان تر ګېډه کړی دی، دا د تجارتي نومونو خاوندان لا څه کوې، د ږيري او تور پاج حښتنان يې لا له لاري ايستلي دي. دا خو د ښکېلاک نرمي زيندۍ او ورېښمين دامونه دي، په دې دامونو کي ډېر په ډېري آسانۍ سره نښتي او ښکېل سوي دي، خو په دې وو کي مېړه هغه دی چي پخوانی شهرت او ږېره او تور پاج د ساده خلکو دام تزوير ونه ګرځوي. او لکه څنګه چي اوس دی په نره او شهامت سره ځان هغسي وښيي، نه داچي خپل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x