دافغانستان درسنیو او خبریالانو څخه دملاتړ ادارې مشرتابه ته؛

دزابل خبریالانو دستونزو شکایت

سلامونه او درنښت؛

لکه څنګه چې تاسو په جریان کې یاست، دزابل والي ښاغلي بسم الله افغانمل په راتګ سره  دخبریالانو او بیان ازادي  په وړاندې ستونزي او خنډونه زیات شوې او خپله دوالي له لورې په مستقیم ډول دزابل خبریالان او دټولنیزو رسنیو کارکوونکي  ګواښول شوې او دالړۍ لا هم دوام لري.

لومړۍ پیښه هله رامنځ ته شول کله چې زابل میشتو خبریالانو دولایتي ادارې دبې کفایتي او دخلګو پرمخ دولایت دمقام ددروازو دتړل کیدلو راپور نشر کړ، سم دستي دزابل والي دشیخ متي راډیو مسول او ازاد خبریال نثاراحمد څپاند دولایت په مقام کې په مرګ ګواښلی وو او ورته يې سپکې سپورې ویلي وې.

دویمه پیښه کله یوتن ځوان لیکوال زلمي په خپله فیسبوک پاڼه کې پر والي نیوکه کړې وه چې ګواګي په اونۍ کې ۴ ورځي په زابل او ۳ ورځي په کندهار کې تیروي، نو سم دستي دزابل دوالي له لورې زنګ ورته وهل شوی وو او ورته ویل شوې وو چې ژر تر ژره خپل فوسټ لیري کنې وعدلي او قضايې ارګانونو ته به وروپیژندل شې.

دریمه پیښه کله چې دزابل خبریالانو ددې ولایت دشاه جوی ولسوالۍ دپوهنې بهیر په اړه چې ګواګي په شاه جوی ولسوالۍ کې دطالبانو له لورې ۲۰ ښوونځۍ تړل شوې ، نشرکړ، دوالي له لورې خبریالان وروغوښتل شول او ورته ګواښ وشو چې هر راپور ترجوړیدلو او نشریدلو مخکي باید دهغه سره مشوره وشي کنې ټول خبریالان به عدلي او قضايې ارګانونو ته وروپیژندل شې.

څلورمه پیښه کله چې دزابل درسنیو خپلواک مرکز مشر او ازاد خبریال په خپله فیسبوک پاڼه کې دمرکزي دولت څخه په دې ولایت کې دجدي بدلون او اصلاحاتو غوښتنه وکړل ، دزابل دوالي له لورې سم دستي په غیرقانوني ډول څارنوالۍ ته وروپیژندل شو او دامنیتي مسولینو څخه يې دیوه رسمي لیک په مرسته غوښتني وو ترڅو هغه ژر تر ژره ونیسي.

پنځمه پیښه کله چې دزابل خبریالانو دوالي په اړه خپل شکایت درسنیو څخه دملاتړ ادارو سره شریک کړ، دوالي بسم الله افغانمل او دهغه دزوی حبیب مهمند له لورې خبریالانو دمرګ ګواښونه کیدل او ورته ویل شوې وو چې هیڅوک په والي باندي څه نشي کولای ځکه هغه دانورالحق احدي له لورې په ولسمشر باندي په زور مقرر شوی او هیڅوک يې مخنیوی نشي کولای.

شپژمه پیښه ؛ کله چې دزابل خبریالانو دوالي په اړه مطبوعاتي کنفرانس ورکړ نو سم دستي دزابل دوالي له لورې خپل ساتونکي دخبریالانوکورونو ته ولیژدول شول او دیوشمېر خبریالانو دکورنۍ غړو ته يې ګواښ وکړ چې نور که هرچا دوالي په اړه څه ولیکل ، نو دوی به يې بندیان کړې.

اومه پیښه ؛ دزابل دوالي له لورې دملي راډیو تلویزون خبریال یعقوب شرافت او درڼا پروډکشن خبریال لعل چان افغان په دې موخه دوالي په کور کې ۵ ساعته دبندي په شکل کښینول شوې وو چې تاسو ولي دنورو خبریالانو سره یوځای دیوشمېر ادارو دنیمګړتیا په اړه راپور نشر او ورته دوالي دسکرتر له لورې ګواښ شوی وو.

ددې ترڅنګ دزابل والي هڅه کوې چې خبریالان  سانسور، مجبور کړې چې دندې پریږدي او دحقایقو ویلو څخه يې منع وساتي ،خو ستاسو څخه اوس په درنښت هیله کوو چې زموژ ستونزي حل کړۍ او که چیرته بیا هم دزابل دوالي له لورې خبریالان ګواښل کیږي ، نو موژ دزابل ازاد خبریالان به خپلې دندي پریږدو او دزابل پرځای به نورو سیمو ته کډه شو.

په درنښت

دزابل خبریالان