fbpx
facebook photo

په فیس بوک کي د ملګرو تر منځ د انځورونو لپاره ګډ (شریک) البم

نن ټکی آسیا: فیس بوک ورځ په ورځ نوي او متنوع خصوصیات او اختیارات خپلي پاڼي ته ور اضافه کوي، تر څو اوسني مشترکین خپل له ځانه سره فعال وساتي، او په عین وخت کي ګوګل، ټویټر او نورو اجتماعي پاڼو ته د هغوی د انتقال مخه ونیسي.

څه وخت مخکي فیس بوک د هاش ټاګ سهولیت، او په تبصرو کي د ملګرو د منشن (ذکر کولو) خصوصیات ور اضافه کړې وه، او بیایی په خپله پاڼه کي د سیرچ یا پلټني کولو نوعیت او کیفیت ور بدل کړ، او هغه یی تر پخوا چالاکه او په ژر پلټني روږد کړ.

او بیاييې څه موده مخکي د انځورونو په برخه کي یو بله ځانګړتیا هم خپلي پاڼي ته ور اضافه کړ، او هغه ځانګړتیا ده د ملګرو تر منځ یو ګډ البم جوړل.

هو یو ګډ البم، تر اوسه خو داسي وه چي یو چا به خپل اکاونټ کي البم جوړ کړ، او بیابه یی خپله انځورونه ورته پورته کول، خو ملګري به یی ورسره ټیګ کولای شوای، خو اوس داسي هم کولای سي چي خپل ملګرو ته دا اجازه ورکړي چي هغوی هم همدې البم ته انځورونه پورته کړي.

دا البم به یو کس جوړوي، مثلا احمد، او هغه بیا خپل نورو ملګرو محمود، خالد او حامد ته اجازه ورکوي، تر څو هغوی هم په دغه البم کي خپل شخصي یا د خوښي انځورونه ور اضافه کړي، او په دې توګه به دا البم د یوه کس پوري خاص نه وي، بلکي ټول به په کښي مشترکه ونډه ولري، او طبعا د فیس بوک د ټولو څانګو په توګه دا څانګه هم د خصوصیت د ساتلو ځانګړتیا لري، تاسو کولای سئ چي دا البم عام د هر چا د لیدلو لپاره خلاص پرېږدئ، او یا یې یوازي تر ځانه پوري محدود کړئ.

طریقه یی داسي ده چي تاسو به لومړی یو البم جوړوی، او بیا چي کله هغه نوی جوړ شوی البم را خلاص کړئ، نو پر Make shared Album به کلیک وکړئ.

خپل دهغو ملګرو نوم به ورکړئ چي تاسو ورسره البم شریکول غواړئ، او په دې توګه به هغوی هم کولای سي چي ستاسو په اکاونټ کي ستاسو البم ته خپل انځورونه شریک کړئ.

انځور او تشریح یی وګورئ:

facebook-shared album

۱ – کله چي مو البم جوړ کړ او را خلاص مو کړ نو دا بټن به ووهی.

۲- دلته به خپل د ملګري نوم ورکړئ

۳- غواړئ چي البم مو هر څوک وویني او که یوازي ملګري او یا د البم شریکان. public مطلب هر څوک یی لیدلای سي

۴- او خوندي کولو یا save بټن په اخیر کي ووهی.

———–

که څه هم ددې ځانګړتیا لږ وخت وتلی خو بیاهم مونږ ته مناسبه ښکاره سول چي ستاسو سره یی شریکه کړو، که څوک نه وه خبر نو هغه به هم خبر سي.

هیله لاندي د فیس بوک د تبصرو په برخه کي خپل نظر راسره شریک کړئ چي ایا دا معلومات تاسو ته جالب وه او کنه؟ ستاسو نظر به هم شریک سي، او ستاسو وال ته به دا تبصره هم ولاړه سي چي په دې توګه به تاسو هم د معلوماتو په شریکولو او عام پوهاوي په خپرولو کي زمونږ سره ونډه واخلئ.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د