شعـــــرونه

غزل: سيد الهام

سید الهام

سوي زړه ته ملهمونه ورنه واخلم
رویبار ښکل کړم سلامونه ورنه واخلم
.
څه بې خیره دي لا هم اجازه نه کړي
زه ورځم چي څه غمونه ورنه واخلم
.
چي را وګوري دې پنډ کتاب ته ګورئ
دومره سترګو کي حالونه ورنه واخلم
.
هجرپوه کړي چي په وصل رنځور جوړ شم
بیا به ټول زاړه وارونه ورنه واخلم
.
چي مي سترګي پرې مړې زړګی ټکور وي
خدایګو هله به خوندونه ورنه واخلم
.
له غماز سره اور بند اعلانومه
ګواکه دې چل کي راضونه ورنه واخلم
.
بنجاره ته انتظاریمه الهامه!
غواړم چاته پایزیبونه ورنه واخلم
.
2016/06/04 پکتیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x