افغانستان

د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ پرانستل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): له تېرې يوې اوونې راهيسې د جګړو او تاوتريخوالي وروسته د تورخم دروازه يو ځل بيا  د قانوني اسنادو لرونکو مسافرو پر مخ پرانستل شوه.

تورخم کې د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، چې دغه لاره د افغان او پاکستاني چارواکو د مخامخ مذاکراتو په پايله کې پرانستل شوه.

د تورخم کميسار قسيم شينواری رسنيو ته وويل، چې له دواړو لوريو د خلکو ګڼه ګوڼه نه شته، مګر د پاسپورټ او ويزې لرونکي کسان کولای شي، چې په اسانه دواړو لوريو ته سفر وکړي.

د تورخم بازار او سواداګريز مرکزونه لا هم بند دي او خلک اندېښمن دي، چې کېدای شي، يو ځل بيا د دواړو لوريو ترمنځ نښتې رامنځته شي.

د تورخم يو دوکاندار مختار شينواری وايي، چې د خلکو ګڼه ګوڼه د نشت برابر ده او تر اوسه يوازې څو ناروغان ليدل شوي، چې د تورخم له دروازې د درملنې لپاره پېښور ته اوښتي دي.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې د تورخم دروازه د ډيپلوماتيکو خبرو اترو په پايله کې پرانستل شوه او له دواړو لوريو ټرانزيټي مالونو ته هم د وړلو اجازه ورکړل شوې ده.

تېره اوونۍ د تورخم پر پوله د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ هغه مهال نښتې رامنځته شوې، چې پاکستان د تورخم پولې په صفري نقطه اغزن تار، ديوال او دروازه جوړول پيل کړل.

د دواړو لوريو ترمنځ درې ورځې جګړې وشوې او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته.

وړمه ورځ د سرحدي ځواکونو سرچينو رسنيو ته وويل، چې مرکزي حکومت ورته امر کړی، چې نور دې پاکستاني پوځ سره جګړې نه کوي او اجازه دې ورکړي، چې خپل تاسيسات جوړ کړي.

د سياسي چارو شنونکو او ټولنيزو شبکو فعالانو د افغان حکومت پر دې پرېکړه سختې نيوکې کړي او دا يې له خپل ولس، هېواد او تاريخ سره «جفا» بللې ده.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسی چارو شنونکي ډاکتر فيض محمد ځلاند ليکلي، چې حکومتي مشرانو د خپل هېواد مېړني ځوانان پر پاکستان ووژل، هېڅ لوړپوي چارواکي يې په جنازه او فاتحه کې ګډون ونه کړ او بالاخره يې د هغوی له «وينو سره خيانت هم وکړ.»

ښاغلي ځلاند زياته کړې، که په دغه جګړه کې د اشرف غني، عبدالله او اتمر زامن وژل شوي وای، نو دوی به داسې پرېکړه هېڅکله نه وای کړې.

پېښور مېشتي ژورنالېست فاروق فراق په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې د تورخم پر پوله د پاکستاني پوځيانو له لوري د نوو تاسيساتو او دروازې جوړولو کوم کارونه روان ووو، درې برخې کار يې پوره شوی او څلورمه برخه کار يې تر بل امر پورې ځنډول شوی دی.

اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي، چې د د دواړو لوريو ترمنځ اختلاف يوازې پر دې ټکي و، چې پاکستاني ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې له صفري نقطې به سل متره لرې تاسيسات جوړوي، مګر پاکستاني پوځيانو له ياد تړون څخه سرغړونه کړې او په صفري نقطه کې يې تاسيسات جوړول پيل کړل، چې د افغان ځواکونو د قهر لامل شو.

پاکستاني ژورنالېست حامد مير په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د تورخم کړکېچ د لنډ مهال لپاره کرار شو، مګر «زه دا اندېښنه لرم، چې راتلونکو وختونو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه نورې شخړې هم پيدا شي.»

د پاکستان له لوري د نوو تاسيساتو او دروازې لګولو په اړه د کورنيو چارو او دفاع وزارتونوو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د تورخم کرښې تر څنګ تېره ورځ د پکتيا پټان ولسوالۍ څخه هم داسې خبرونه ترلاسه شوي وو، چې پاکستاني پوځيانو په ارګوړي ستراتيژيکه سيمه کې نوي تاسيسات پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x