ادبي لیکني

د امير کروړ سوري او خوشحال خټک د حماسي شعرونو پرتله

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي

يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي. 

حماسه څه ډول شعر دی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې بايد وويل شي، چې ادبي کره کتونکو شعر په درو ډول ويشلی دی:

غنانيي (ليريک)، حماسي (ايپيک) او تمثيلي (ډراماتيک). که څه هم ځينو ادبپوهانو تربيتي (ديداکتيک) او وصفي (نيريتيف) شعرونه هم د شعر جلا ډولونه ګڼلي دي، خو د اکثرو نقادانو په نظر تربيتي او وصفي (ياروايی) شعرونه اصلي او ډولونه نه دي، بلکې د هغو لومړيو درو ډولونو په فروعاتو کې راځي.

په دغه مقاله کې د عنوان په ارتباط يوازې د حماسي شعر پر ځانګړتياوو او مشخصاتو باندې يو څه رڼا اچوله کيږي، څو د مقايسې په وخت کې د حماسي شعر د اصطلاح په برخه کې غلط فهمي رامينځته نشي.

حمس او حماسه په عربي ژبه کې (په کار کې شدت او سختوالي) ته ويل کيږي او له همدغې رېښې څخه ځينې نورې کلمې هم راوتي دي، لکه احمس چې د سخت ځای او د زيږه او زړه ور سړي معنا ورکوي. د عربو ځينې قبيلې،، لکه: قريش او بنی عامر د زيږه طبيعت او خشونت د درلودلو له امله د حمس په نامه ياديدې. وروسته د زمانې په تيريدو سره د حماسې د لغت په معنا کې ورو ورو تغير راغی او (حماسة) د زړه ورتوب او شجاعت په معنا استعمال شو. (۱)

دلته يو بل ټکی هم د یادونې وړ دی او هغه دا چې حماسه له حماسي شعر سره په خپل مفهوم کې يو څه توپير لري. دا سمه ده چې هره حماسه په مجموع کې له حماسي شعرونو څخه جوړيږي، خو ځينې حماسي شعرونه حماسه نه جوړوي د مثال په توګه د امير کروړ شعر حماسي دی، خو حماسه نه شو ورته ويلای. حماسه د يوې ټولنې د اتلانو زړه ورتوب، ميړانې او او وياړونو داستان دی.

کيدای شي چې د حماسې اتل يو ځانګړی شخص يا کوم قوم او قبيله وي په حماسه کې ځای په ځای ښکلي غنايي شعرونه هم راځي او هغې ته خاصه ښکلا وربخښي، د حماسې تعريف يو څه مشکل غوندې دی ځکه چې حماسه له يوه عصر نه تر بل عصره پورې او له يوې قبيلې تر بلې قبيلې پورې توپير پيدا کوي، ليکن د دې توپيرونو سره سم هره حماسه دوه اساسي خاصيتونه لري: لومړۍ دا چې حماسه اوږده وي او دوهم دا چې په حماسه کې د تورې او ميړانې قصه راغلي وي. (۲) داسې هم ويل کيږي چې ځينې قومونه حماسه نه لري. د مثال په توګه په عربي ژبه کې وياړنې، مفاخرې او حماسي شعرونه ډير زيات دي، خو حماسه پکې نشته. په پښتو کې هم حماسې شته،، لکه د رابيا او فتح خان نکل، د آدم خان او درخانۍ کيسه او هم حماسي شعر،، لکه د امير کروړ او خوشحال خان شعرونه. په دې کې شک نشته چې د پښتو حماسې بين المللي سټينډرډ ته نه دي رسيدلي خو د حماسو په ډله کې راځي. د نړۍ ډيرې مشهورې حماسې دا دي: د هندوانو مهابهاراته، د يونيانو ايلياد او اودیسی، د اسپانويانو سيد، د افغانانو او ايرانيانو شاهنامه، د روميانو انييد او داسې نور.

د حماسو په باره کې له تفصيل څخه تيريږو ځکه چې زموږ له موضوع سره زيات ارتباط نه لري او هغه پورته يادونې د حماسي شعر تر منځ د توپير د ښودلو د پاره کفايت کوي.

اوس به راشو حماسي شعر ته: په لومړۍ معنا، حماسي شعر د منظومې حماسې نظمونو ته ويل کيږي، لکه د فردوسي شهنامې شعرونه. په دوهمه معنا، حماسي شعر هغو قصايدو او قطعاتو ويل کيږي چې په هغه کې شاعر د خپل ځان يا د خپلې ټولنې د اتلولۍ، زړه ورتوباو وياړونه په باب يادونې کړې وي. په دې مقاله کې حماسي شعر په همدې وروستۍ معنا استعمال شوی دی.

تر کومه ځايه چې د ادبياتو تاريخ ته معلومه ده د پښتو لومړنی حماسي شعر امير کروړ سوري ويلی دی. «پټه خزانه» د محمد بن علي البستی د (تاريخ سوري) په حواله ليکي، کله چې امير کروړ د عباسيانو په پلوي په جنګو کې ډيرې سوبې وکړې نو د مفاخرې په توګه يې يو شعر ووايه چې وياړنه يې بولي. د امير کروړ وياړنه د لرغونو آریايانو له حماسي شعرونو سره پوره ورته والی لري. د مثال په توګه، د امير کروړ دا بيت:

زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

د بهرام ګور له دې لاندې شعر سره ډير نږدې دی:

منم شير شلنبه و منم ببر يله

ويل کيږي چې «شلنبه» د دماوند د سيمې يو ښار دی. که څه هم دا پورتنی مصرع په مختلفو بڼو ثبت شوې ده، خو اصلي ټکی پکې دا دی چې بهرام ګور خپل ځان زمری يا ببر ګڼي. زمری د زړه ورتوب او قوت سمبول دی او په افغانانو کې د ډيرو خلکو په نومو کې د (شير) يا (زمري) کلمه ليدله کيږي. عام خلک حضرت علي د (شير خدا) په نامه يادوي.

د شير شاه سوري نوم هم په اصل کې «فريد» و خو د زمري له وژلو وروسته د «شير خان» او ورپسې د «شير شاه» په لقب مشهور شو.

د امير کروړ سوري دا بیت:

خپلو وګړو لره لور پيرزوينه کوم

دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم

د «طرفان» د ډبرليک له جملې سره نږيوالی لري. د «طرفان» په کتيبه کې راغلي دي:

«من مردا بريز وانغ هستم که رضايت بجا می آورم زيرا که از نزل بابل هستم.» د امير کروړ وياړنه د اويستا له يشتونو په تيره «زامياديشت» او «مهريشت» او د ريګويدا له ځينو سندرو سره پرتله کيدی شي. د دې موضوع څيړنه په زړه پورې ده خو دلته زه د هغې تفصيل څخه تيريږم او د يو ستر ننګيالي شاعر خوشحال خټک له حماسي شعرونو سره د امير کروړ وياړنه پرتله کوم.

امير کروړ او خوشحال خټک دواړه د پښتنو مشران وو، دوی دواړو په جګړو کې ونډه اخيستې او په ميړانه جنګيدلي دي. دوی دواړه د پښتنو د خپلواکۍ او تاريخي برم د پاره زيارونه ګاللي دي. امير کروړ له عباسیانو څخه د ملاتړ په صورت کې د خپل امارت استقلال او ټينګښت تضمين کولی شو په داسې حال کې چې خوشحال د کورګانيانو د امپراتوري پر ضد له پردي جغ څخه د افغانانو د ژغورون په نامت د مبارزې بيرغ پورته کړی و او داسې شعار يې ورکاوه:

د افغان په ننګ مــې وتړلـــــه توره

ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يم

د خوشحال دا وينا چې (ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يم) د مفهوم په لحاظ د امير کروړ د زمري توب له اعلان سره توپير نه لري، خوشحال خان هم په خپلو شعرونو کې ځان زمری بللی دی:

چې په غوښو يې روزګار هغه زمری یم

نه چې ولې د وښو خوري هغه مږک يم

څــــو به د منصب په زور زما برابري کا

څـه مجال د ګډې چې سيالي کا له ضيغمه

زه که غره په غره جار وزمه کوم عيب دی

تل مزري ګــــرځي په لوړې په ژورې

مست هاتيان خوني مزري په زنځير کيږي

بويه دا چې ځان فلک و ته تربور کړم

د خپل ځان صفت به ونه کړم چې زه څه يم

لر وبر واړه روباه دي يا شغال

په دې وروستي بيت کې له قرينې څخه معلوميږي چې خپل ځان زمری ګڼي او خپل مخالفان يا حريفان د ګيدړو يا شغالانو په نامه يادوي.

سره له دې خوشحال خان د زمري په نسبت له باز سره ډيره علاقه لري، ښايي يو علت به دا وي چې ده بازونه ساتل او د باز په روزنه کې يې تخصص درلود، ده د بازونو د روزنې په باب (باز نامه) يو جلا اثر په نظم کړی دی او په هغه کې يې د بازونو د ناروغتياوو د معالجې او د ښکار تکتيک بیان راوړی دی، د خوشحال پلار هم (شهباز خان) نوميده او له احتمال نه ليرې نه ده چې دغه نوم به د ده پر احساساتو هم اغيزه ښندلي وي.

د امير کروړ سوري په شعر کې له خلکو او ولس سره مينه او د هغو روزنه او ودنه ستر ارزښت لري، لکه چې وايي:

خپلو وګړو لره لور پيرزوينه کوم

دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم

تل يې ودنه کوم                   له ما اتل نسته

د امير کروړ په دې شعر کې د پښتنو قبيلوي دموکراسي انعکاس موندلی دی او دا ورڅخه څرګنديږي، چې د غور واکمن له خلکو سره ښيګڼه او د هغوی روزنه د خپلو وياړونو او افتخاراتو څخه ګڼي، د پښتو د کلاسيکو آثارو له کتنې څخه دا نتيجه لاس ته راځي چې پښتانه واکمنان عدل او نياو او د ولس سره ښيګڼه او خواخوږي د خپلو وياړونو اساسي صفت بولي. سلطان بهلول لودي وايي.

ملک به زرغون کړم په ورکړه راسه

ګــــــــوره اوريځې د داد لـــــــه پاسه

خول مـــــــې د عدل په در وروڼ دی

جهان به زيب مومي زمــــــا له لاسه

خوشحال خټک د پښتنو ملي مشر د خپل کام سره ډيره مينه لري او دغه مينه يې حتی په ښکنځلو او ښيراوو کې هم ښکاره کړې ده. خوشحال د پښتنو اتفاق ته زیات اهميت ورکوي او د ژوندون آرمان يې دا دی چې پښتانه د وحدت لاسوه سره ورکړي:

کــــه توفيق د اتفاق پښتانـــــه مـــومـــي

زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان

خوشحال د خپل شعر ويلو انګيزه له ټولنيز رسالت او مليت غوښتنې له روحيې سره تړلې ده. د پښتنو د ويښولو او د هغوی د سياسي اګاهۍ د سطحې د لوړولو د پاره له شعر څخه د وسيلې په توګه استفاده کوي او په هغه قصيده کې چې مطلع يې دی:

زه د شعر په کار هيڅ نه يم خوشحال

ولې خدای مې کړه په غاړه دا مقال

د خپل شعر د ويلو انګيزه داسې بيانوي:

مګر زه يې چې ګويا په شاعري کړم

پښتانـــــــــه به پوهـــــــول ايزد تعال

امير کروړ په خپله وياړنه کې ځان پهلوان بولي. د پخوا زمانې د معيارونو له مخې چې جسماني قوت د دفاع او بري ډيره مهمه ذريعه وه امير کروړ حق درلود چې د خپلې پهلوانۍ او غښتلتيا ستاينه وکړي. د ده له شعر څخه ښکاري چي نوموړی (جهان پهلوان) په غشي ويشتلو (تير کښی) کې پوره مهارت درلود:

غشی د من مې ځي بريښنا پر ميرڅمنو باندې

په ژوبله يو نم، يرغالم پر تښتيدونو باندې

پر ماتيدونو باندې            له ما اتل نسته

په دې شعر کې د (تښتيدونو) او (ماتيدونو) کلمې عجيب کيفيت لري او په بله ژبه د هغو اړونه هم اسان کار نه دی. امير کروړ مخکې له وخته خپل دښمن (تښتيدونی) ګڼلی دی او د هغه ماته يې حتمي بللي ده له دغه تاکتيک څخه حتی نن ورځ هم د نظامي مورال د پياوړتيا د پاره ګټه اخستل کيږي. خوشحال په خپلو حماسي شعرو کې کله کله د خپلې ارزونېاو پهلوانۍ يادونه کوي خو ډير ژر پښه نيسي او د ځان ستاينه لازمه ګڼي. دی په خپله اتوبيوګرافي کې چې مطلع يې دی:

راشه واوره دا داستان               نيک و بد پکښې بيان

پر خپل نسب وياړي او ځان داسې معرفي کوي:

زه خوشحال د شهباز خان يم            چې تورزن يم کان په کان

نقش مې کښيناوه د تورې               پــــه هندو؛ پـــه مسلمان

اما خوشحال په داسې ځايونو کې ځان ته يوه عبوري اشاره کوي او د ځان ستاينې په موقف کې ډير نه تم کيږي:

د خپل ځان صفت به څه کړم                 مګر نور يې کا بيان

څرنګه چې د امير کروړ له اشعارو څخه ډيرې بېلګې په لاس کې نه لرو، نو د ده د تفکر د څرنګوالي او د هغه د شخصيت او کرکټر په باب ډير څه نشو ويلای. ليکن د خوشحال ژوند او اند دود بيخي روښانه دی خوشحال نه يوازې د ځان ستاينې په برخه کې له احتیاط څخه کار اخلي، بلکې ځای په ځای پر ځان انتقاد کوي. پر ځان انتقاد او هغه هم د سياسي ژوند په ارتباط د خوشحال د شخصيت يو مهم ټوک ګڼل کيږي؛ د خوشحال خټک فرياد له نورو نه دی په ده هومره چارې وکړې واړه خپله زړه

مآخدونه:

۱ ـ دکتر ذبيح الله صفا، حماسه سرايي در ايران، تهران: ۱۳۳۳، ص ۶۱.

2. “Epic Poetry”, Encyclopaedia Britannica, 1970.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x